قَدْ أَفْلَحَ ۸۵۹ النور
لَيْسَ عَلَى الْأَعْمَى حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْأَعْرَجِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْمَرِيضِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى أَنْفُسِكُمْ أَنْ تَأْكُلُوا مِنْ بُيُوتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ آبَائِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أُمَّهَاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ إِخْوَانِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخَوَاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَعْمَامِكُمْ أَوْ بُيُوتِ عَمَّاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخْوَالِكُمْ أَوْ بُيُوتِ خَالَاتِكُمْ أَوْ مَا مَلَكْتُمْ مَفَاتِحَهُ أَوْ صَدِيقِكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَأْكُلُوا جَمِيعًا أَوْ أَشْتَاتًا فَإِذَا دَخَلْتُمْ بُيُوتًا فَسَلِّمُوا عَلَى أَنْفُسِكُمْ تَحِيَّةً مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُبَارَكَةً طَيِّبَةً كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۶۱﴾
نیشته په ړوند باندی گناه اونه په گوډ باندی گناه اونه په ناجوړه باندی گناه اونه په ځانونو ستاسوباندی چه خوراک کوئ د کورونو خپلو نه یاد کورونو د پلارانو ستاسونه یاد کورونو دمیندو ستاسونه یا دکورونو د رونړو ستاسونه یاد کورونو دخویندو ستاسونه یا دکورونو دترونو ستاسونه یا دکورنو دتروریانو ستاسونه یا دکورونو دماما گانو ستاسونه یا دکورونو دماسیگانو ستاسونه یا دهغه کورونو نه چه مالک ئی تاسو د چابیانو (کنجیانو) دهغی یا د دوستانو ستاسونه نیشته تاسوباندی گناه چه خوراک کوئ په یوځائ یاځان له پس کله چه داخلیږئ کورونوته نو سلام اوکړئ په اوسیدونکو دهغی باندی پیشکشی ده دطرف د اللّه تعالٰی نه برکتونو والا زړه خوشحاله کؤونکی دغسی وضاحت کوی اللّه تعالٰی تاسوته دحکمونو دپاره ددی چه دعقل نه کارواخلئ - ﴿۶۱﴾
[۶۱] دا دریم قانون دی دپاره ددفع کولود حرج، سره داسبابو دمحبت نه مابین کښی - مطلب دا چه کله دا انسان دمعذوره کسانوسره شریک خوراک کولو کښی خرج او گناه گنړی هسی نه چه دوی نه زیاته اوخوری اودارنگ د پلاراوموراو ورور وغیره د کورنونه خوراک کول (په داسی وخت کښی چه مالک دکورنه وی) حرج او گناه گنړی نوپه دی آیت کښی ددی حرج نفی کوی - اوترغیب دی چه په دی شرکت او خوراک کولو سره ستاسوپه مینځ کښی محبت پیدا کیږی - دارنگ دفع دحرج اود محبت پیدا کولو دپاره په دی آیت کښی په جمع خوراک او ځان ځان له خوراک کولو اجازت ورکړی دی او دمحبت دپاره دسلام ورکولو حکم ئی ورکړی دی په وخت د داخلیدلو کښی دغه کورونو ته (لَيْسَ عَلَى الْأَعْمَى حَرَجٌ) اوله معنیٰ داده چه نیشته په تاسو باندی گناه په خوراک کولوکښی ددی معذورینوسره - دوهمه معنیٰ داده نیشته په دی معذورینو باندی څه گناه چه تاسو سره شریک خوراک کوی (مِنْ بُيُوتِكُمْ) مراد ددی نه هغه کوردی چه دی په هغی کښی اوسی اوخپل خرچ کوی - دائی ددی وجی نه ذکرکړو چه څرنگ دخپل کورنه خوراک کولو کښی حرج نیشته دا رنگ دغه نورکورونه هم ددی په شان اوگنړئ - یعنی اقرباء او دوستان دی دیوبل نه په خوراک کولوسره خفگان نه کوی او ابن کثیروئیلی دی چه په بیوتکم کښی کورونه دځامنو هم داخل دی ځکه چه په حدیث کښی ذکردی چه مال د اولاد مال دولد دی (په وخت دضرورت کښی) اوصدیقکم داسی دوست چه په دی خبره (چه دوست دهغه دکورنه خوراک اوکړی) خوشحاله کیږی (جَمِيعًا أَوْ أَشْتَاتًا) دواړه جائزدی لیکن په جمع سره په یولوښی کښی خوراک غوره دی ددی وجی نه جمیعاً مخکښی ذکرکړی دی (فَسَلِّمُوا عَلَى أَنْفُسِكُمْ) نه مراد په کورکښی اوسیدونکی دی اگرچه خپله ښځه او اهل وعیال وی اودی ته ئی (تَحِيَّةً) ځکه اوئیل چه دا سبب دحیات او دعا دحیات ده مقرر دجانب د اللّه تعالٰی نه (مُبَارَكَةً) ددی وجی نه ئی اوئیل چه سبب دمحبت او د دوستانی او دلری کولو دبعض او حسد دی (طَيِّبَةً) ئی ځکه اوئیل چه اوریدونکی په دی سره خوشحالیږی -