قَدْ أَفْلَحَ ۸۶۵ الفرقان

انْظُرْ كَيْفَ ضَرَبُوا لَكَ الْأَمْثَالَ فَضَلُّوا فَلَا يَسْتَطِيعُونَ سَبِيلًا ﴿۹﴾ تَبَارَكَ الَّذِي إِنْ شَاءَ جَعَلَ لَكَ خَيْرًا مِنْ ذَلِكَ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَيَجْعَلْ لَكَ قُصُورًا ﴿۱۰﴾ بَلْ كَذَّبُوا بِالسَّاعَةِ وَأَعْتَدْنَا لِمَنْ كَذَّبَ بِالسَّاعَةِ سَعِيرًا ﴿۱۱﴾ إِذَا رَأَتْهُمْ مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ سَمِعُوا لَهَا تَغَيُّظًا وَزَفِيرًا ﴿۱۲﴾ وَإِذَا أُلْقُوا مِنْهَا مَكَانًا ضَيِّقًا مُقَرَّنِينَ دَعَوْا هُنَالِكَ ثُبُورًا ﴿۱۳﴾ لَا تَدْعُوا الْيَوْمَ ثُبُورًا وَاحِدًا وَادْعُوا ثُبُورًا كَثِيرًا ﴿۱۴﴾

اوگوری چه څرنگی بیانوی تالره صفتونه (ناکاره) پس گمراه شول دوی نوطاقت نه لری دلاری ﴿۹﴾
برکتونووالا دی هغه ذات که چیری اوغواړی دربه کړی تالره غوره ددی نه باغونه چه بهیږی به لاندی دهغی نه ولی اودربه کړی تالره بنگلی ﴿۱۰﴾
بلکه دوی دروغژن گنړی قیامت لره اوتیارکړی دی مونږهغه چالره چه دروغژن گنړی قیامت اوربل کړی شوی ﴿۱۱﴾
کله چه اوینی اور دوی لره دلری ځای نه آوری به دوی هغی لره غړمبیدل دغصی دوجی او هنیړیدل ﴿۱۲﴾
اولکه چه اغورځولی شی دوی دهغی نه په تنگ ځای کښی تړلی شوی غواړی به دغه وخت کښی هلاکت لری ﴿۱۳﴾
(اوبه وئیلی شی) مه غواړئ‌ نن هلاکت یو اوغواړئ هلاکتونه ډیر ﴿۱۴﴾

[۹] په دی کښی تعجب دی پیغمبرته اوزجردی منکرینوته اواشاره ده چه دهغوی اعتراضونه کول په پیغمبرباندی سبب دداسی گمراهئ دی چه امید ترینه دهدایت نیشته اوداسی په سورة بنی اسرائیل (۴۸) کښی هم دی -
[۱۰] ددی نه تر (۳۴) پوری دوهم باب دی په دی کښی دوباره دعویٰ دتبارک ده اومراد ترینه برکات اخرویه دی یعنی د جهنم نه بچ کول اودجنت نعمتونه ورکول اوبیا زجردی دمنکرینودقیامت اوبیا تخویف او بشارت په شپږ طریقوسره دی بیا تخویف دی په برائت د آلهه دمشرکینو - اوجواب دبعضی اعتراضونو دی اوزجردی اوتخویف تفصیلی، بیا تسلی ده نبی ته اواشاره ده جواب د اعتراض سره په قرآن باندی اودهغی جواب اوبیا تخویف دی، په دی (۱۰) کښی تسلی ده نبی ته اواشاره ده جواب داعتراض د (۸) ته - (ذَلِكَ) کښی اشاره ده کنزاوجنت ته چه دوی دهغی مطالبه کوله (جَنَّاتٍ) ددی نه مراد باغونه او بنگلی په آخرت کښی مراد دی - او اِن په معنیٰ د اذا دی ځکه چه دنبی دپاره د جنت نعمتونه ورکیدل یقینی دی یا مراد ددی نه د دنیا باغات او بنگلی دی لیکن نبی ﷺ هغه نه دی خوښ کړی ددی وجی نه اللّه تعالٰی نه دی ورکړی -س
[۱۴،۱۳،۱۲،۱۱] په دی آیاتونو کښی زجردی په انکارکوونکو دقیامت اوتخویف دی په سعیرسره او شپږ احوال ئی ذکرکړی دی (۱) لیدل دلری نه (۲) تغیظ (۳) زفیر (۴) مکان ضیق (تنگ کور) (۵) ثبورغوښتل (۶) ثبوکثیر - ددی دوهم حال نه معلومه شوه چه جهنم له به اللّه تعالٰی شعوراو احساس ورکړی نولیدل به کوی، غصه اوغړمباربه کوی - او دابن کثیرپه روایت کښی راځی داسی تنگ ځای کی به واچولی شی لکه میخ په یو دیوال کښی په زور اوټومبلی شی (ثُبُورًا) داسی لفظ‌ دی چه دلالت کوی په هلاکت او خسران اوتباهی باندی مراد دادی چه جهنمیان به مرگ غواړی نوورته به اوئیلی شی چه ډیرکرته مرگ به اوغواړی یعنی اسباب د مرگ ډیرراځی لیکن مرگ به درباندی نه راځی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>