قَدْ أَفْلَحَ ۸۶۶ الفرقان

قُلْ أَذَلِكَ خَيْرٌ أَمْ جَنَّةُ الْخُلْدِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ كَانَتْ لَهُمْ جَزَاءً وَمَصِيرًا ﴿۱۵﴾ لَهُمْ فِيهَا مَا يَشَاءُونَ خَالِدِينَ كَانَ عَلَى رَبِّكَ وَعْدًا مَسْئُولًا ﴿۱۶﴾ وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ فَيَقُولُ أَأَنْتُمْ أَضْلَلْتُمْ عِبَادِي هَؤُلَاءِ أَمْ هُمْ ضَلُّوا السَّبِيلَ ﴿۱۷﴾ قَالُوا سُبْحَانَكَ مَا كَانَ يَنْبَغِي لَنَا أَنْ نَتَّخِذَ مِنْ دُونِكَ مِنْ أَوْلِيَاءَ وَلَكِنْ مَتَّعْتَهُمْ وَآبَاءَهُمْ حَتَّى نَسُوا الذِّكْرَ وَكَانُوا قَوْمًا بُورًا ﴿۱۸﴾

اوایه ته دا ښه شی دی اوکه جنت دهمیش والی هغه چه وعده ئی کړی شوی ده دمتقیانو سره وی به دوی لره بدله او دگرځیدلو ځای ﴿۱۵﴾
دوی لره په هغی کښی هغه نعمتونه دی چه غواړی ئی دوی همیشه ده ستاپه رب باندی وعده غوښتلی شوی ﴿۱۶﴾
اوپه کومه ورځ چه جمع به کړو دا مشرکان اوهغه څوک چه دوی بندگی کوی دهغوی سیوا د اللّه تعالٰی نه نووائی به آیا تاسو گمراه کړی دی دا بندگان ځما دغه (چه مشرکان دی) یا دوی په خپله گمراه شوی دی دلاری نه ﴿۱۷﴾
دوی به اوائی پاکی ده تالره نه خائیږی مونږلره چه اونیسو مونږسیوادستانه مددگاران (معبودان) اولیکن مزی ددنیا ورکړی دی تا دوی ته اوپلارانو ددوی ته تردی پوری چه هیرکړو دوی توحید لره او ؤو قوم تباه کیدونکی ﴿۱۸﴾

[۱۶،۱۵] په دی آیاتونو کښی بشارت دی اوذکردحال دجنت دی په شپږ احوالوسره (۱) (جَنَّةُ الْخُلْدِ) چه وعده ئی کړی شوی وه (۲) جزاء، (۳) مَصِیر (۴) دوی له به هرهغه وی چه دوی ئی غواړی (۵) خلود داهل جنت (۶) (وَعْدًا مَسْئُولًا) ددی مطلب دادی چه متقیان ددی سوال کوی لکه په سورة العمران (۱۹۴) کښی تیرشوی دی - دوهم مراد دادی چه مسئول په معنیٰ دواجب سره دی یعنی اللّه تعالٰی خامخا پوره کوی په شان د واجب اگرچه په اللّه تعالٰی باندی څه څیزنه شی واجب کیدلی لیکن دیته واجب او حق تفضیلی وائی -
[۱۷] دا تخویف اخروی دی په طریقه دبرائت د الٰهه باطله دعابدانو نه - اوآیت کښی ملائک او انبیاء او صالحین مراد دی چه مشرکان دهغوی عبادتونه کول اوبرکات ورکوونکی ئی گنړل دی جاهلانو دهغوی بتان جوړکړی دی اودعوی کوی چه مونږته دغه صالحینودا حکم کړی دی چه مونږله عبادت کوئ مونږستاسو ذمه داریو نوپه دوی باندی دالزام دپاره به په ورځ دقیامت ددغه صالحینو نه تپوس کیدی شی لکه دسورة مائده په آخرکښی تپوس کول د عیسیٰ علیه السلام نه په دی مقصد ئی ذکرکړی دی (أَضْلَلْتُمْ عِبَادِي) مراد ددی نه گمراهی ته رابلل دی ځکه گمراه کول دوی نه شی کولی -
[۱۸] داجواب دی په ترقئ‌ سره اودلیل دی چه مونږگمراهئ ته دعوت نه دی ورکړی ځکه چه مونږعقیده دتوحید لرو ستانه سیوا بل څوک واکدار اختیارمند او حق دارد بندگئ نه گنړو - اومؤحد بل چاته دعوت دشرک نه ورکوی (وَلَكِنْ مَتَّعْتَهُمْ) دا سبب دگمراهئ ذکرکوی یعنی سره دشرک کولونه تا (ای اللّه تعالٰی) ددوی اوددوی دمشرانو حاجتونو پوره کول اوددنیا فائدی دورکولی نودوی خیال اوکړو چه شرک حق دین دی اوتوحید ئی هیرکړو نوددی وجی نه تباه شول -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>