قَدْ أَفْلَحَ ۸۶۷ الفرقان
فَقَدْ كَذَّبُوكُمْ بِمَا تَقُولُونَ فَمَا تَسْتَطِيعُونَ صَرْفًا وَلَا نَصْرًا وَمَنْ يَظْلِمْ مِنْكُمْ نُذِقْهُ عَذَابًا كَبِيرًا ﴿۱۹﴾ وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا إِنَّهُمْ لَيَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَيَمْشُونَ فِي الْأَسْوَاقِ وَجَعَلْنَا بَعْضَكُمْ لِبَعْضٍ فِتْنَةً أَتَصْبِرُونَ وَكَانَ رَبُّكَ بَصِيرًا ﴿۲۰﴾
(اوبه وئیلی شی دوی ته) نو دروغژن ئی کړئ تاسو په هغه خبرو چه تاسووئیلی نوطاقت نه لرئ تاسو داړولو (دعذاب) اونه د مدد حاصلولو اوچاچه ظلم کړی دی ستاسونه اوبه څکوؤ هغه ته عذاب لوی ﴿۱۹﴾
اونه دی لیږلی مونږستانه مخکښی پیغمبران مگریقیناً هغوی به خوړل خوراکونه اوگرځیدل به بازارونوکښی اوگرځولی مونږ بعضی ستاسو دبعضو دپاره ازمیښت ایا صبرکوئ تاسواودی ستارب لیدونکی دهرڅیز ﴿۲۰﴾
[۱۹] دا خطاب دی مشرکانوته په ورځ دقیامت، مراد دادی چه تاسو وئیلی وؤ چه دی بزرگانو مونږته دشرک طرف ته دعوت راکړی دهغی نه خو دی بزرگانو انکار اکړو (صَرْفًا) اړول دعذاب دځانونو نه (وَلَا نَصْرًا) مدد حاصلول دخپلو معبودانو نه (وَمَنْ يَظْلِمْ) داپه ورځ دقیامت کښی دی او یظلم مضارع په معنیٰ دماضی سره ده یادا قول ددنیا سره تعلق لری -
[۲۰] روستو دذکر داحوالو دقیامت نه دتخویف دپاره بیائی کلام واپس اوگرځوؤاعتراضاتو دمنکرینو اودهغوی جوابونوته نودا جواب داووم آیت یعنی خوراک کول اوبازارونو کښی دضرورت دنیوی یا ددعوت دینی دپاره گرځیدل درسالت سره هیڅ منافات نه لری - بیا ددی اعتراضونو وجه ئی ذکرکړه چه دا دنیا د ابتلاگانو ځای دی انبیاء رالیږل دجاهلانو دپاره امتحان دی چه هغوی پری اعتراضونه کوی اوجاهلان دانبیاؤ دپاره امتحان دی چه به دهغوی په طعنونو اواعتراضونو باندی صبرکوی - دارنگ مالدار او فقیر دیوبل امتحان دی اوجوړ شخص اومریض دیوبل امتحان دی (وَكَانَ رَبُّكَ بَصِيرًا) یعنی اللّه تعالٰی پوهه دی هرچالره دهغه مناسب صفت ورکوی نونبوت ئی هم مناسب اشخاصوته ورکړی دی نوولی په هغوی باندی اعتراضونه کوئ -