وَقَالَ الَّذِينَ ۸۶۸ الفرقان
وَقَالَ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْنَا الْمَلَائِكَةُ أَوْ نَرَى رَبَّنَا لَقَدِ اسْتَكْبَرُوا فِي أَنْفُسِهِمْ وَعَتَوْا عُتُوًّا كَبِيرًا ﴿۲۱﴾ يَوْمَ يَرَوْنَ الْمَلَائِكَةَ لَا بُشْرَى يَوْمَئِذٍ لِلْمُجْرِمِينَ وَيَقُولُونَ حِجْرًا مَحْجُورًا ﴿۲۲﴾ وَقَدِمْنَا إِلَى مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاءً مَنْثُورًا ﴿۲۳﴾ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ يَوْمَئِذٍ خَيْرٌ مُسْتَقَرًّا وَأَحْسَنُ مَقِيلًا ﴿۲۴﴾ وَيَوْمَ تَشَقَّقُ السَّمَاءُ بِالْغَمَامِ وَنُزِّلَ الْمَلَائِكَةُ تَنْزِيلًا ﴿۲۵﴾ الْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ لِلرَّحْمَنِ وَكَانَ يَوْمًا عَلَى الْكَافِرِينَ عَسِيرًا ﴿۲۶﴾
اووائی هغه کسان چه عقیده نه لری دملاقات زمونږ ولی نه نازلیږی په مونږباندی ملائک اونه وینو مونږ رب ځمونږ یقیناً لوئ ورننوتی ده ددوی په زړونوکښی اوسرکشی کړی ده دوی سرکشی لویه ﴿۲۱﴾
په کومه ورځ چه دوی به اوینی ملائکولره نوخوشحالی به نه وی په دغه ورځ مجرمانولره او وائی به دوی پناهی غواړو پناهی کلکه ﴿۲۲﴾
اوقصد کړی دی مونږهغه عمل ته چه دوی کړی وی پس گرځولی دی مونږهغه دوړه آلوځولی شی ﴿۲۳﴾
جنت والا به په دغه ورځ غوره وی په ځای داوسیدلوکښی اوډیرښائسته دی په لحاظ دآرام گاه ﴿۲۴﴾
اوپه کومه ورځ چه ټکړی به شی آسمانونه په وریځوسره اوراکوز به کړی شی ملائک په راکوځولوسره ﴿۲۵﴾
بادشاهی په دغه ورځ حق ده دپاره د رحمٰن ذات اوده دا (ورځ) داسی ورځ په کافرانوباندی سخته ده ﴿۲۶﴾
[۲۱] داهم زجردی منکرینوته دهغوی په اقوالو قبیحو او مطا لباتو نامناسبوباندی اودا تفصیل دفتنی دی دجانب دمنکرینونه په اهل حق باندی اوآیت کښی لف نشرمرتب دی یعنی دوی چه وائی په مونږباندی دی ملائک نازل شی (چه خبرراکړی ددی نبی په صدق باندی) دا ددوی استکبار دی اودوی چه وائی چه مونږ ولی رب نه وینو چه مونږ ته اوائی چه دا ځما نبی حق دی دا عتوّ (اولویه سرکشی ده) دارنگ په سورة بنی اسرائیل (۹۲) کښی تیرشوی دی -
[۲۲] دا جواب دی داول سوال ددوی یعنی ملائک به دوی ته نازل شی اواوبه وینی لیکن دوی لره به بشارت نه وی بلکه خبربه ورکوی دناامیدئ اوخسران وائی به چه خوشحالی په تاسوباندی همیشه دپاره حرام (منع) ده - اودغه ورځ دځنکدن او ورځ دقیامت ده په دی معنیٰ سره وَيَقُولُونَ، ضمیرملائکوته راجع دی اودوهمه معنیٰ داده چه کافران به ملائکوته وائی چه پناهی راکړئ مونږله دعذاب نه پوره پناهی لیکن پناهی به ورته نه ملاویږی -
[۲۳] دا جواب دسوال دی چه ددوی خونیک عملونه هم شته داولیاؤ سره محبت کوؤ دهغوی خدمت ئی کوؤ خیراتونه وغیره ئی کول نوپه دوی باندی خوشحالی ولی دهمیشه دپاره حرام شوه جواب اوشو چه هغه عملونه ددوی دکفراوشرک وجی نه برباد دی لکه دوړه چه اونوستلی شی -
[۲۴] دابشارت دی مؤمنانولره هغه کسان چه کافرانو به ورباندی اعتراضونه او طعنونه کول یعنی ددوی عملونه برباد نه دی (مَقِيلًا) په اصل کښی دغرمی دخوب ځای ته وئیلی کیږی لیکن حدیث کښی راغلی دی چه په جنت کښی خوب نیشته نومراد دمقیل نه صرف دآرام اوخوشحالئ ځای دی -
[۲۵] داهم تخویف اخروی دی په ذکرداوو هیبتونو دورځ دقیامت اول چودل دآسمانونو په غمام سره یامراد غمام نه ظل (سوری) دی د نورد اللّه تعالٰی اوداسی سورة بقره (۲۱۰) کښی هم ذکردی یامراد دغمام نه ډیرجماعتونه دملائکودی په شان دغمام به ښکاری - دوهم راکوځیدل دملائکو دپاره دانتظام دمیدان حشر -
[۲۶] دریم هیبت دادی چه بادشاهی اواختیاربه صرف درحمٰن وی نوهیڅ څوک به سفارش اوهیڅ خبره بغیر داذن درحمان نه نه شی کولی څلورم داورځ به په کافرانوډیره سخته وی لکه سورة مدثر (۱۰،۹) کښی به راځی -