وَقَالَ الَّذِينَ ۸۶۹ الفرقان
وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَى يَدَيْهِ يَقُولُ يَا لَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلًا ﴿۲۷﴾ يَا وَيْلَتَى لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا ﴿۲۸﴾ لَقَدْ أَضَلَّنِي عَنِ الذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَاءَنِي وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِلْإِنْسَانِ خَذُولًا ﴿۲۹﴾ وَقَالَ الرَّسُولُ يَا رَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا هَذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا ﴿۳۰﴾
اوهغه ورځ چه چکونه به لگوی ظالم په دواړولاسونوباندی اووائی به های افسوس چه نیولی ما درسول په تابعدارئ کښی لار ﴿۲۷﴾
های تباهی ده افسوس دی چه نه وی نیولی ما فلانکی لره دوست ﴿۲۸﴾
یقیناً اړولی دی ده مالره دقرآن نه روستوددی نه چه راغی ماته اودی شیطان انسان لره شرمؤونکی ﴿۲۹﴾
اووائی رسول ای ربه ځما یقیناً ځما قوم گرځولی دی داقرآن پریخودلی شوی ﴿۳۰﴾
[۲۷] پنځم حال دادی چه ظالم به خپلونولاسونوباندی دډیری غصی او افسوس دوجی نه چکونه لگوی داعملی ارمان دی دلته مراد دظالم نه هغه دی چه دتابعدارئ درسول نه ئی مخ گرځولی دی په شرک اوبدعاتو اوگناهونوکولوسره (يَقُولُ يَا لَيْتَنِي) داشپږم حال دهیبت دی چه ظالم به درسول په اتباع پسی قولی ارمان کوی - په لاس باندی چک لگول ئی ځکه خاص کړل چه اکثرعملونه ئی په لاس باندی کړی دی دارنگ داعادت دی دپښیمانه چه پښیمانتیا ورته فائده نه ورکوی -
[۲۸] دا اووم هیبت دی چه دشیطانانو انسی او جنی په دوستانه کولو اوخبره منلو اوتابعداری کولو به افسوسونه او واویلا کوی (فُلَانًا) نه مراد عام شیطانان دی که انسی وی اوکه جنی وی - فلان ئی ددی وجی نه اوئیل چه دهیبت دوجی نوم دهغه ترینه هیرشوی دی یادتوهین او بی عزتئ دپاره ئی اوئیل -
[۲۹] دا ذکر دسبب دارمانونودی چه شیطان انسی یا جنی ده لره دقرآن کریم د آوریدلو اودهغی دتابعدارئ نه په مختلفو وسوسوسره منع کړی وؤ (خَذُولًا) هغه دی چه وعدی کوی دمدد کولو اوپه وخت دضرورت کښی غائب شی یامخالف شی نوپه داسی وخت کښی دغه انسان شرمنده شی -
[۳۰] دا زجردی مخالفینو دقرآن ته (چه دشیطان په وسوسی سره ئی دقرآن نه خلاف کړی دی) په شکایت کولو درسول ددوی نه اللّه تعالٰی ته په دنیاکښی، اودا شهادت درسول دی په انکارددوی باندی اوبل تفسیردادی چه دابه ورځ دقیامت کښی وی - او قَالَ، په معنیٰ دیقول سره دی (مَهْجُورًا) تفسیرابن کثیرلیکلی دی چه هجران دقرآن عام دی دقرآن دبیان په وخت کښی شورشغب کول، په دی ایمان نه راوړل اوپه دی کښی سوچ او فکرنه کول، په دی باندی عمل نه کول، ددی په بدل کښی نورو عملونو اوکتابونو ته توجه کول ددی نه خلق منع کول دا ټول په هجران دقرآن کښی داخل دی - هرکله چه داقسم هجران د نبی ﷺ په ژوند کښی قریشو اوعربوکړی وؤ نوځکه دقوم تخصیص ئی اوکړو -