وَقَالَ الَّذِينَ ۸۷۰ الفرقان
وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا مِنَ الْمُجْرِمِينَ وَكَفَى بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا ﴿۳۱﴾ وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَيْهِ الْقُرْآنُ جُمْلَةً وَاحِدَةً كَذَلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِ فُؤَادَكَ وَرَتَّلْنَاهُ تَرْتِيلًا ﴿۳۲﴾ وَلَا يَأْتُونَكَ بِمَثَلٍ إِلَّا جِئْنَاكَ بِالْحَقِّ وَأَحْسَنَ تَفْسِيرًا ﴿۳۳﴾ الَّذِينَ يُحْشَرُونَ عَلَى وُجُوهِهِمْ إِلَى جَهَنَّمَ أُولَئِكَ شَرٌّ مَكَانًا وَأَضَلُّ سَبِيلًا ﴿۳۴﴾ وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَجَعَلْنَا مَعَهُ أَخَاهُ هَارُونَ وَزِيرًا ﴿۳۵﴾ فَقُلْنَا اذْهَبَا إِلَى الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَدَمَّرْنَاهُمْ تَدْمِيرًا ﴿۳۶﴾
او دغسی گرځولی دی مونږ هریو نبی لره دشمن دمجرمانونه اوپوره دی رب ستا هدایت کؤونکی او مددگار ﴿۳۱﴾
اووائی هغه کسان چه کفرئی کړی دی ولی نه شی نازلیدلی په ده باندی قرآن په یوځل دغسی (نازل کړی دی مونږ) دپاره ددی چه کلک کړو په دی سره زړه ستا اووضاحت کړی دی مونږ ددی په پوره وضاحت سره ﴿۳۲﴾
اونه راوړی دوی تاته هیڅ اعتراض مگرراوړو مونږتالره جواب اوښائسته بیان ﴿۳۳﴾
هغه کسان چه جمع به کړی شی دوی په مخونوخپلوباندی جهنم ته دغه کسان ناکاره ځای والادی او ورکؤونکی دی لاردجنت لره ﴿۳۴﴾
اویقیناً ورکړی دی مونږ موسیٰ علیه السلام ته کتاب اوگرځولی دی مونږدهغه سره ورور دهغه هارون علیه السلام ملگری ﴿۳۵﴾
اوئیل مونږلاړشئ داوړه هغه قوم ته چه دروعژن کړی دی آیاتونه زمونږ پس هلاک کړل مونږدوی لره په هلاکولو ﴿۳۶﴾
[۳۱] هرکله چه دنبی خفگان ئی دقوم نه ذکرکړو اوس په دی آیت کښی هغه له تسلی ورکوی چه داسی خو دهرنبی سره خلقو دشمنی کړی ده نوهغوی صبرکړی وؤ ته هم صبرکوه ځکه چه هدایت د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی اودا مطلب دی په وَكَفَى بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا ، کښی -
[۳۳،۳۲] دا زجردی منکرینو دقرآن ته اودهغوی داعتراض دری جوابونه ئی ذکرکړی دی - اول داچه په لږلږ نازلیدلو کښی د زړه تثبت ورکول مقصد دی یعنی کله چه به دمنکرینو د طرف نه څه تکلیف نبی ﷺ ته اورسیدلو نو اللّه تعالٰی به آیت دهغه د تسلئ دپاره نازل کړو - دوهم جواب چه په لږلږ نازلیدلو کښی ترتیل مقصد دی یعنی الفاظ واضح لوستلی کیږی اومعانی هم په وضاحت سره بیان شی - دریم جواب دادی چه هرکله دوی څه اعتراض کوی نو اللّه تعالٰی دهغی حق جواب رالیږی او ښائسته تفسیرئی کوی -
[۳۴] دا تخویف شدید دی منکرینودقرآن ته په ذکرددری حالاتو، اول حشرددوی په مخونوباندی لکه سورة بنی اسرائیل (۹۷) کښی تیرشوی دی، دوهم شرمکاناً چه جهنم دی - دریم أَضَلُّ سَبِيلًا دا په دنیاکښی دی، یامراد داچه دالاری نه د گمراهئ اوبربادئ علم دوی ته په قیامت کښی به حاصل شی -
[۳۵] ددی آیت نه تر(۶۰) پوری دریم باب دی په دی کښی شپږ دلیلونه نقلیه دی اودانمونو دعذاب دی دپاره دتخویف اونمونوی دبرکاتودی چه هلاکول د دشمنانودحق دی داهم برکات دی - اوزجرونه دی شپږ، اوشپږعقلی دلیلونه دی اوتسلی او تشجیع ده نبی ﷺ ته په شپږ ادابوسره -
[۳۶،۳۵] په دی کښی دلیل نقلی دی د موسیٰ اوهارون علیهم السلام نه مقصد دادی چه دوی له اللّه تعالٰی څلورقسمه برکات ورکړی وؤ (۱) کتاب (۲) وزیر (۳) مکذبینوته په رسالت سره لیږل (۴) اومدد کول ددوی په تباه کولو دفرعونیانوسره -