وَقَالَ الَّذِينَ ۸۷۱ الفرقان
وَقَوْمَ نُوحٍ لَمَّا كَذَّبُوا الرُّسُلَ أَغْرَقْنَاهُمْ وَجَعَلْنَاهُمْ لِلنَّاسِ آيَةً وَأَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۳۷﴾ وَعَادًا وَثَمُودَ وَأَصْحَابَ الرَّسِّ وَقُرُونًا بَيْنَ ذَلِكَ كَثِيرًا ﴿۳۸﴾ وَكُلًّا ضَرَبْنَا لَهُ الْأَمْثَالَ وَكُلًّا تَبَّرْنَا تَتْبِيرًا ﴿۳۹﴾ وَلَقَدْ أَتَوْا عَلَى الْقَرْيَةِ الَّتِي أُمْطِرَتْ مَطَرَ السَّوْءِ أَفَلَمْ يَكُونُوا يَرَوْنَهَا بَلْ كَانُوا لَا يَرْجُونَ نُشُورًا ﴿۴۰﴾ وَإِذَا رَأَوْكَ إِنْ يَتَّخِذُونَكَ إِلَّا هُزُوًا أَهَذَا الَّذِي بَعَثَ اللَّهُ رَسُولًا ﴿۴۱﴾ إِنْ كَادَ لَيُضِلُّنَا عَنْ آلِهَتِنَا لَوْلَا أَنْ صَبَرْنَا عَلَيْهَا وَسَوْفَ يَعْلَمُونَ حِينَ يَرَوْنَ الْعَذَابَ مَنْ أَضَلُّ سَبِيلًا ﴿۴۲﴾
او (هلاک کړه مونږ) قوم دنوح علیه السلام هرکله چه دروغژن کړل رسولان غرق کړل مونږدوی اواوگرځول مونږ دوی خلقولره نخښه او تیارکړی دی مونږظالمانولره عذاب دردناک ﴿۳۷﴾
اوهلاک کړه مونږعادیان اوثمودیان او کوهی والا اوپیړئ په مینځ ددی کښی ډیری ﴿۳۸﴾
اوهریوته بیان کړی دی مونږوعظونه اوهریوتباه کړل مونږ په تباهئ سره ﴿۳۹﴾
اویقیناً ځی راځی دوی په هغه کلی باندی چه باران کړی شوی ؤو په هغوی باندی باران ناکاره آیا پس نه ؤو دوی چه لیدلی وی دوی هغی لره بلکه دوی عقیده نه لری ددوباره ژوند ﴿۴۰﴾
اوکله چه اوینی دوی تالره نه نیسی تالره مگرټوقی - (وائی) آیا دا هغه کس دی چه رالیږلی دی اللّه تعالٰی رسول ﴿۴۱﴾
یقیناً نزدی ؤو چه اړولی وی مونږلره دمبعودانو زمونږنه که چیری نه وی ټینگ شوی مونږپه هغی باندی اوزردی چه دوی پوهه شی کله چه دوی اوینی عذاب لره چه کوم یوزیات بی لاری دی ﴿۴۲﴾
[۳۷] په دی کښی دلیل نقلی دی د نوح علیه السلام نه یعنی اللّه تعالٰی هغه لره برکات ورکړو چه دهغه مخالفین ئی تباه اوغرق کړل اودروستوخلقو دپاره ئی عبرت اوگرځوو اوقیامت کښی هم دوی لره تیارعذاب دی داهم برکات دی چه په مخالفت کوؤنکوباندی ناکاره عذاب راځی (لِلنَّاسِ) لفظ الناس ددی وجی نه ذکرکړو چه داقوم دټولو قومونونه مخکښی تیرشوی دی نودروستو ټولوانسانانودپاره نمونه ده -
[۳۹،۳۸] په دی کښی دری قومونه مکذبین ئی ذکرکړی دی اودوی ته وعظ او نصیحت بیانول اوددوی هلاکت ئی ذکرکړی دی (أَصْحَابَ الرَّسِّ) کښی اختلاف دی رس کچه کوهی ته وئیلی کیږی یوقول دادی چه دا هغه قوم دی چه صاحب یاسین ئی کوهی ته غورځولی وو - دوهم دا چه داقوم دشعیب علیه السلام وو چه په کوهی باندی جمع کیدل - دریم قول دادی چه دوی اصحاب الاخدود دی - اول قول ډیرمشهوردی -
[۴۰] په دی کښی دلیل نقلی دی دهلاکت دقوم دلوط علیه السلام اوزجردی مشرکین عرب ته چه دوی په وخت د سفرکولو دشام کښی په کنډراتودقوم لوط علیه السلام باندی ورتیریدل داسی په سورة حجر (۷۹) اوسورة صافات (۱۳۸،۱۳۷) کښی دی (بَلْ كَانُوا لَا يَرْجُونَ نُشُورًا) په دی کښی اشاره ده چه دوی عبرت ځکه نه اخلی چه دوی عقیده ددوباره ژوند نه لری -
[۴۱] دا زجردی په انکارکولو درسول نه اوپه هغه پوری استهزاء کول -
[۴۲] داهم زجردی سره دتخویف نه یعنی دوی نسبت دگمراهئ رسول اللّٰه ﷺ ته کوؤ اوپه شرک باندی کلک پاتی کیدل ئی دین گنړلو لیکن په وخت دعذاب راتللوکښی گمراهان معلومیږی -