وَقَالَ الَّذِينَ ۸۷۲ الفرقان
أَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ أَفَأَنْتَ تَكُونُ عَلَيْهِ وَكِيلًا ﴿۴۳﴾ أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ إِنْ هُمْ إِلَّا كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا ﴿۴۴﴾ أَلَمْ تَرَ إِلَى رَبِّكَ كَيْفَ مَدَّ الظِّلَّ وَلَوْ شَاءَ لَجَعَلَهُ سَاكِنًا ثُمَّ جَعَلْنَا الشَّمْسَ عَلَيْهِ دَلِيلًا ﴿۴۵﴾ ثُمَّ قَبَضْنَاهُ إِلَيْنَا قَبْضًا يَسِيرًا ﴿۴۶﴾
آیا خبرئی دهغه چاپه حال باندی چه نیولی دی معبود خپل خواهش خپل لره آیا پس ئی ته په هغه باندی ذمه وار ﴿۴۳﴾
آیا گمان کوی ته چه یقیناً ډیرددوی نه آوری یاپوهیږی نه دی دوی مگرپه شان دڅارؤو بلکه ډیربی لاری دی ﴿۴۴﴾
آیا نه گوری رب خپل ته چه څرنگه غوړولی دی سوری اوکه چیری اوغواړی اللّه تعالٰی خامخا اوبه گرځوی هغی لره په ځای اولاړ بیا گرځولی دی مونږ نمر په هغی باندی دلیل ﴿۴۵﴾
بیا رانغاړو مونږ هغه ځان خپل ته (په حکم سره) په دمه رانغختلو ﴿۴۶﴾
[۴۳] دارجردی په اتباع دهواسره اوتسلی ده نبی ﷺ ته (إِلَهَهُ هَوَاهُ) یعنی معبودان جوړوی دخپل خواهش موافق یعنی دچا دزړه اونفس تعلق چه دیوقبروالاسره پیدا شی نودهغه عبادت شروع کړی د چا دنفس تعلق چه دیو ژوندی پیرفقیرسره پیداشی دچا دونی اودبت وغیره سره نودهغی نه معبود جوړکړی اودلیل شرعی دهیچ چا په معبودیت باندی سیویٰ د اللّه تعالٰی نه نیشته په دی معنیٰ سره الٰهه مفعول اول اوهواه مفعول دوهم دی - دوهمه معنیٰ داده چه دخپل خواهش طاعت داسی کوی چه طاعت د اللّه تعالٰی او درسول پری پریږدی یعنی شرک فی الطاعت کوی لکه دهریان، بدعتیان، فاسق، فاجر، هریو (په تفاوت سره) دخواهشاتو طاعت کوی - نودوی دهوانه الٰه جوړکړی دی په دی معنیٰ سره مفعول په دوهم مخکښی دی په اول باندی اودارنگ په سورة جاثیه (۷۳) کښی دی (أَفَأَنْتَ تَكُونُ عَلَيْهِ وَكِيلًا) یعنی تاباندی ددوی دهدایت ذمه داری نیشته اونه ته ددوی ذمه وارئی -
[۴۴] داهم زجردی منکرینوته اوتسلی ده پیغمبرته یعنی دامنکرین حق خبره نه قبلوی اونه په هغی کښی سوچ کوی نوددوی حال په شان څاروؤ دی چه غوږونه او زړونه ئی شته لیکن په هغی سره اوریدل اوقبلول اوتمیزدحق او باطل نه شی کولی اودارنگ خوراک سکاک کوی لیکن د آخرت هیڅ فکرورسره نیشته دی (أَضَلُّ سَبِيلًا) یعنی دوی زیات ناپوهه دی ځکه چه څاروی اگرچه توحید او رسالت نه پیژنی لیکن هغی ته باطل هم نه وائی اودارنگ څاروی خپل مالک پیژنی اودهغه تابعداری کوی اودا مشرکان دخپل مالک نه هم زیات ناخبره او باغیان دی او اکثرهم ئی ځکه اوفرمائیل چه بعضی ایمان راوړی -
[۴۶،۴۵] ددی نه عقلی دلیلونه په دعویٰ دتبارک باندی ذکرکوی په هریودلیل کښی دوه دوه څیزونه (یعنی تصرفات د اللّه تعالٰی) ئی ذکرکړی دی اوپه هریودلیل کښی د اشیاؤ منافع اوفائدی (برکات) ئی ذکرکړی دی - په دی آیت کښی سوری او نمرئی ذکرکړی دی اوپه دواړو کښی تصرف الٰهی ئی ذکرکړی دی - (مَدَّ الظِّلَّ) ددی نه مراد دصبا دراختلونه دنمرختلو پوری وخت دی ظِل سوری د ماسپخین نه وړاندی - او فئ سوری د ماسپخین نه روستو ته وئیلی کیږی (لَجَعَلَهُ سَاكِنًا) یعنی نمرئی نه راخیژولی نوسوری به همیشه وی لیکن نمرراخیژول دلیل دی په پیژندلو دسوری باندی یعنی که نمرنه وی نوهیچ چا به سوری نه پیژندلو اوددی نه مشهورمتل ثابتیږی چه څیزپه ضد سره معلومیږی بیا چه نمرڅومره را اوچتیږی نوسوری په دمه دمه کمیږی دیته قبض یسیروائی (دَلِيلًا) مذکرئی ځکه راوړو چه شمس نه مراد طلوع دهغه ده -