وَقَالَ الَّذِينَ ۸۷۳ الفرقان

وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِبَاسًا وَالنَّوْمَ سُبَاتًا وَجَعَلَ النَّهَارَ نُشُورًا ﴿۴۷﴾ وَهُوَ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ وَأَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً طَهُورًا ﴿۴۸﴾ لِنُحْيِيَ بِهِ بَلْدَةً مَيْتًا وَنُسْقِيَهُ مِمَّا خَلَقْنَا أَنْعَامًا وَأَنَاسِيَّ كَثِيرًا ﴿۴۹﴾ وَلَقَدْ صَرَّفْنَاهُ بَيْنَهُمْ لِيَذَّكَّرُوا فَأَبَى أَكْثَرُ النَّاسِ إِلَّا كُفُورًا ﴿۵۰﴾ وَلَوْ شِئْنَا لَبَعَثْنَا فِي كُلِّ قَرْيَةٍ نَذِيرًا ﴿۵۱﴾

اوخاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه گرځولی ده ستاسودپاره شپه جامه اوخوب آرام اوگرځولی ده ورځ دپاره د خوریدلو ﴿۴۷﴾
اوخاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه رالیږی هواگانی زیری مخکښی درحمت دهغه نه او راورولی دی مونږ دآسمان نه اوبه پاکؤونکی ﴿۴۸﴾
ددی دپاره چه تازه کړو په هغی سره ځمکه اوچه او اوڅښکوؤ دا اوبه دهغه چانه مونږ پیداکړی دی څاروی او انسانان ډیر ﴿۴۹﴾
اویقیناً گرځولی دی مونږ دا اوبه په مینځ ددوی کښی دی دپاره چه نصیحت واخلی پس نه کوی ډیرخلق مگر ناشکری ﴿۵۰﴾
اوکه چیری غوښتلی مونږ خامخا لیږلی به وی مونږ په هرکلی کښی ویره ورکوؤنکی ﴿۵۱﴾

[۴۷] دابل دلیل عقلی دی په دی کښی شپه اوپه هغی کښی خوب اوورځ ئی ذکرکړی ده اودهغی فائدی ئی ذکرکړی دی (سُبَاتًا) سبت په اصل کښی پریکولو او خالی کولو ته وئیلی شی نوخوب هم په هغه وخت نعمت دی چه په مشاغلوباندی ستړی شی اوهغه پریگدی او آرام کوی -
[۴۸] داهم دلیل عقلی دی او دهواگانو اوباران ذکرئی کړی دی اودهغی اثارئی هم ذکرکړی دی او (طَهُورًا) هغه دی چه پاک وی اوبل څیزلره پاکوی اودا دلیل دی چه اصل په اوبودباران کښی طهوریت دی نجاست په کښی عارضی راځی - اوابن کثیروئیلی دی چه طهورپه معنیٰ د الٰی د طهارت سره دی صیغه دمبالغی نه ده -
[۴۹] په دی کښی دباران دوه فائدی ئی ذکرکړی دی (كَثِيرًا) سوال دادی چه انعام او انسانان ټول اوبو څکلوته محتاج دی نو كَثِيرًا ئی ولی اوفرمائیل؟ اول جواب دادی چه اصل عبارت دادی (كَثِيرًا مِمَّا خَلَقْنَا أَنْعَامًا وَأَنَاسِيَّ) بدل دی دکثیراً نه دوهم جواب دادی چه بعضی انسانان دسمندراوبه صفا کوی اودڅکلودپاره استعمالوی اوهغه لږ خلق دی اوډیردباران اوبه څکی - کثیراً په لفظ کښی مفرد دی اوپه معنیٰ کښی جمع ده ځکه ئی صفت دجمع دپاره ذکرکړو -
[۵۰] داهم متعلق دی دتیرشوی آیت سره او هُ ضمیرراجع دی مَاءً (اوبو) ته یعنی اوبه دباران په قسم قسم طریقی سره گرځوو په بعضی ځمکه باران اوشی اوپه بعضی باندی اونه شی په بعضی باندی لږ باران اوشی اوپه بعضی باندی ډیراوشی یامراد دادی چه دا اوبه دباران په مختلفو ملکونو کښی دخوړونو او سیندونو او چینو په طریقه سره گرځوؤ چه خلق ئی وینی اود اللّه تعالٰی قدرت او توحید پری یادوی (فَأَبَى أَكْثَرُ النَّاسِ إِلَّا كُفُورًا) یعنی دباران دوریدلو نه روستو ناشکری کوی څوک وائی دا باران په مونږباندی فلانی ستوری وروؤ څوک وائی داد فلانی موسم باران دی اود اللّه تعالٰی دقدرت تاثیرپه کښی نه گنړی په ایت کښی دوهمه توجیه داده ضمیرد صَرَّفْنَاهُ راجع دی قرآن ته او د سورة بنی اسرائیل (۸۹،۴۱) په شان دی - اوزجردی په انکار دقرآن سره -
[۵۱] په مینځ ددلیلونو کښی تسلی او تشجیع ورکوی نبی ﷺ ته حاصل دادی که اللّه تعالٰی اراده کړی وی نوپه هرکلی او ښار کښی به ئی جداجدا نبی رالیږلی وی لکه چه باران ئی جداجدا ځمکواوکلوکښ تقسیم کړی دی یعنی درسول مثال په شان د باران دی لکه چه مخکښی زمانه کښی داسی وؤ چه هرکلی ته جداجدا نبی را لیږلی وؤ لیکن اللّه تعالٰی ته د ټول عالم رسول راولیږلی دا دلیل دی زمونږ دنبی په ختم نبوت باندی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>