وَقَالَ الَّذِينَ ۸۷۴ الفرقان
فَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَجَاهِدْهُمْ بِهِ جِهَادًا كَبِيرًا ﴿۵۲﴾ وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَحْجُورًا ﴿۵۳﴾ وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ مِنَ الْمَاءِ بَشَرًا فَجَعَلَهُ نَسَبًا وَصِهْرًا وَكَانَ رَبُّكَ قَدِيرًا ﴿۵۴﴾ وَيَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنْفَعُهُمْ وَلَا يَضُرُّهُمْ وَكَانَ الْكَافِرُ عَلَى رَبِّهِ ظَهِيرًا ﴿۵۵﴾ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا مُبَشِّرًا وَنَذِيرًا ﴿۵۶﴾
پس خبره مه منه دکافرانو او جهاد کوه ددوی سره په دی قرآن سره جهاد لوی ﴿۵۲﴾
اوخاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه یوځای روان کړی دی دوه دریابونه دا یو خوږ دی ماتوؤنکی دتندی اودابل مالگین دی مرئی کښی انختونکی اوپيدا کړی ده په مینځ ددی دواړو کښی پرده او مانع (بند) پوخ ﴿۵۳﴾
او خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیداکړی دی داوبونه (نطفی) بندهٔ بیائی گرځولی دی نسب والا او سخرگنئ والا او ستارب دی قدرت والا ﴿۵۴﴾
اوبندگی کوی دوی سیواد اللّه تعالٰی نه دهغه چاچه نه نفع ورکولی شی دوی ته او نه نقصان ورکولی شی دوی ته او دی کافرخپل رب ته شاگرځوؤنکی ﴿۵۵﴾
اونه ئی لیږلی مونږته مگرزیری ورکؤونکی او ویره ورکوؤنکی ﴿۵۶﴾
[۵۲] په دی آیت کښی تشجیع ورکوی اوطریقه ددعوت ښائی نبی ﷺ ته - یعنی دا کافران تالره شرک کولو ته رابلی یا کتمان دحق ته نوددوی خبره اونه منی او جهاد بالقرآن دادی چه دقرآن دتبلیغ دپاره ډیر کړاؤ اوکړه او ټول قوتونه دی ته صرف کړه چه سستی په کښی اونه شی اودی ته جهاد کبیروئیلی شی -
[۵۳] دابل دلیل عقلی دی او په دی کښی دوه قسمه اوبه ئی ذکرکړی دی دخوږ دریاب نه اوبه دنهرونو خوړونو سیندونومراد دی - چه سمندرته غورځیږی لیکن یوبل سره نه گډیږی - مرج په معنیٰ دیواځی والی سره دی لیکن بغیردگډون نه (بَرْزَخًا) پرده ده چه منع کوی دغالب کیدلو دیونه په بل باندی چه دخوږ نه تریخ جوړ شی اود تریخ نه خوږ جوړ شی (حِجْرًا مَحْجُورًا) مانع دی داختلاط او دگډون نه لیکن دا پرده محسوسه نه ده اوداسی په سورة رحمان (۲۰) کښی شته -
[۵۴] دا بل دلیل عقلی دی اوپه دی کښی دپیدایش نه روستو دوه انعامات ذکرکړی دی په پیدائش سره نسب جوړیږی اوبیا په نکاح کولو سره مصاهرت (سخرگنئ) جوړیږی - اودا دواړه دانسان دحفاظت اود انسانیت دبقا دپاره اسباب دی -
[۵۵] په مینځ ددلیلونو کښی زورنه ورکوی په شرک فی العبادة باندی (عَلَى رَبِّهِ ظَهِيرًا) معنیٰ داچه د اللّه تعالٰی دتوحید په مقابله کښی او د حزب اللّه په مقابله کښی د شیطان ملگرتیا کوی دشرک دغالب کولو اوداشاعت کولو کوشش کوی - یاظهیراً په معنیٰ دسپک او ذلیل دی -
[۵۶] په دی آیت کښی ئی تسلی اوصدق درسول ذکرکړی دی مطلب داچه دشرک فی العبادة د مقابلی دپاره دا رسول رالیږلی شوی دی -