وَقَالَ الَّذِينَ ۸۷۵ الفرقان

قُلْ مَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِلَّا مَنْ شَاءَ أَنْ يَتَّخِذَ إِلَى رَبِّهِ سَبِيلًا ﴿۵۷﴾ وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِ وَكَفَى بِهِ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيرًا ﴿۵۸﴾ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ الرَّحْمَنُ فَاسْأَلْ بِهِ خَبِيرًا ﴿۵۹﴾ وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اسْجُدُوا لِلرَّحْمَنِ قَالُوا وَمَا الرَّحْمَنُ أَنَسْجُدُ لِمَا تَأْمُرُنَا وَزَادَهُمْ نُفُورًا۩ ﴿۶۰﴾ ࣛ

ته اوایه نه غواړم ستاسو نه په دی بیان باندی هیڅ بدله مگر څوک چه غواړی چه اونیسی خپل رب ته لار ﴿۵۷﴾
او ځان اوسپاره دپه هغه ژوندی ذات باندی چه مرگ پری نه راځی اوپاکی وایه سره دستائینی دهغه نه اوپوره دی اللّه تعالٰی په گناهونو دبندگانو خپلو باندی خبرلرونکی ﴿۵۸﴾
هغه ذات دی چه پیداکړی دی آسمانونه او ځمکه اوهغه چه ددی دواړو په مینځ کښی دی په اندازه دشپږ ورځو کښی بیا برابرشو دعرش دپاسه رحمات ذات دی توتپوس کوه دهغه په باره کښی د خبرلرونکی نه ﴿۵۹﴾
اوکله چه دوی ته اوئیلی شی سجده اوکړئ رحمات ذات ته دوی وائی اوڅه دی رحمٰن آیا سجده اوکړو هغه چاته چه ته مونږ ته حکم راکوی اوزیاتی کوی دوی لره نفرت ﴿۶۰﴾

[۵۷] په دی آیت کښی ادب ذکرکړی دی د رسول دپاره یعنی دعوت په اخلاص سره په کاردی - إِلَّا استثناء منقطع ده او جزاء‌ د مَنْ پټه ده فَلْیَتَّبِعْنِیْ پس ځما تابعداری دی اوکړی - یا إِلَّا استثناء متصل ده یعنی زه غواړم اجر دتابعدارئ‌ دهغه چاچه ځما په دعوت سره ایمان راوړی - ځکه چه دعوت کوؤنکی ته اجرملاویږی په مقدار دهغه چاسره چه دده دعوت قبول کړی لیکن اوله توجیه غوره ده په دوهمه باندی اشکال دی -
[۵۸] دا بل ادب دی یعنی په اخلاص پسی توکل ضروری دی (وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِ) سره بل ادب دی - تَوَكَّلْ دیته وائی چه په وخت د استعمال داسبابو شرعیو کښی عقیده دتاثیرکولوپه اللّه تعالٰی باندی لری - اووجه ئی داده چه اسباب فناکیږی او اللّه تعالٰی باندی فنانه راځی (بِذُنُوبِ عِبَادِهِ) یعنی که مخالفین شرک او کفر کوی اوتاته کنځل کوی اوپه تاباندی طعنونه وائی نو اللّه تعالٰی ترینه خبردی سزابه ورکوی ته ئی پرواه مه کوه -
[۵۹] دابل دلیل عقلی دی دوه فعلی صفتونه د اللّه تعالٰی ئی ذکرکړی دی خلق او استوٰی اودوه ذاتی صفتونه رحمان او خبیراً هرکله چه په دی سورة کښی مسئله دبرکاتوباندی بحث دی اودهغی سره صفت درحمانیت مناسب دی (یعنی داټول انعامات او برکات ورکؤونکی رحمان دی) نو ددی وجی نه لفظ رحمان ئی ذکرکړو - او معنیٰ د استوٰی ښکاره ده اوکیفیت ئی مجهول دی هیڅ تاویل او تمثیل په کښی جائزنه دی دا قول دټولو سلف صالحینودی (فَاسْأَلْ بِهِ خَبِيرًا) ددی یو توجیه داده سوال کوه په وسیله داسم د رحمٰن او خسران ئی حال دی - دوهمه داچه بِهِ کښی با زیاتی ده معنیٰ داچه سوال کوه د اللّه تعالٰی نه چه خبردار دی - دریمه توجیه داچه بِهِ په معنیٰ دعنه دی اوخبیراً نه مراد هغه څوک دی چه عالم وی په اسماؤ اوصفاتو د اللّه تعالٰی یعنی د اللّه تعالٰی توحید او معرفت په باره کښی دهغه عالم نه تپوس کوه چه په اسماؤ اوصفاتو د اللّه تعالٰی باندی علم لری اودغه عالم مراد دی په (إِنَّمَا یخْشَی اللّه مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ) کښی -
[۶۰] دازجردی په انکارکولو درحمان او دسجدی نه رحمان ته دتوحید په طریقی سره - ددی نه مراد دا نه دی چه دوی د اللّه تعالٰی صفت رحمان نه منلو ځکه ددوی په اشعارو دجاهلیت کښی رحمان په صفت د اللّه تعالٰی کښی ذکردی بلکه مراد ددوی داوؤ چه کوم رحمان ته سجده اوکړو ځکه دوی رحمان مسیلمة الکذاب ته هم وئیلو داانکار عنادی وؤ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>