وَقَالَ الَّذِينَ ۸۷۶ الفرقان
تَبَارَكَ الَّذِي جَعَلَ فِي السَّمَاءِ بُرُوجًا وَجَعَلَ فِيهَا سِرَاجًا وَقَمَرًا مُنِيرًا ﴿۶۱﴾ وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ خِلْفَةً لِمَنْ أَرَادَ أَنْ يَذَّكَّرَ أَوْ أَرَادَ شُكُورًا ﴿۶۲﴾
برکتونو والا دی هغه ذات چه پیداکړی دی په طرف دآسمان کښی منزلونه (دغټوستورو) اوپیدا کړی دی په هغی کښی نمر بلیدونکی اوسپوږمئ رنړا کوؤنکی ﴿۶۱﴾
اوخاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه جوړه کړی ده شپه اوورځ دیوبل نائِب هغه چالره چه اوغواړی چه نصیحت واخلی اوغواړی شکرکول ﴿۶۲﴾
[۶۱] ددی آیت نه ترآخردسورة پوری څلورم باب دی په دی کښی دعویٰ دسورة ده په دریم کرت اودوه عقلی دلیلونه دی بیا پنخلس صفات دی دصالحینو اوهغوی له بشارت دی اواختتام دی په زجراو تخویف دنیوی سره - په دی آیت کښی مراد دبرکاتونه روحانی برکات دی چه هغه صفات چه اللّه تعالٰی ئی صالحینوبندگانو ته ورکوی اودا دلیل عقلی دی (بُرُوجًا) غټ ستوروته وائی یا مراد ترینه مورچی د څوکیدار ملائکودی یامنزلونه دښکاره کیدلو اوپه دی کښی (چه بروج اوشمس اوقمرئی ذکرکړی دی) لطیفه اشاره ده تقسیم ته په صالحینوکښی دری قسموته - کامل نیکان، درمیانه بندگان، عام مؤمنان او دا ټول دځمکی رنړا او زینت دی -
[۶۲] دا آخری عقلی دلیل دی (خِلْفَةً) نه مراد دادی چه شپه اوورځ یوبل پسی زرزر راځی او بله معنیٰ داده چه دیوبل خلیفه او نائب دی حدیث صحیح کښی راغلی دی چه دچا وِرد (عبادت) دورځی پاتی شی نود شپی دی اوکړی اوچانه چه وِرد دشپی فوت شی نودورځی دی اوکړی ددی معنیٰ په مناسبت سره (لِمَنْ أَرَادَ أَنْ يَذَّكَّرَ) ئی ذکرکړی دی يَذَّكَّرَ نه مراد هغه څوک دی چه دشپی او دورځی دحالاتو نه دلیل اونیسی په توحید د اللّه تعالٰی باندی (أَوْ أَرَادَ شُكُورًا) ددی نه مراد طاعت د اللّه تعالٰی دی پس دعقیدی دتوحید نه -