وَقَالَ الَّذِينَ ۸۷۸ الفرقان

وَالَّذِينَ إِذَا أَنْفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا ﴿۶۷﴾ وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا ﴿۶۸﴾ يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا ﴿۶۹﴾ إِلَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿۷۰﴾ وَمَنْ تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَإِنَّهُ يَتُوبُ إِلَى اللَّهِ مَتَابًا ﴿۷۱﴾

اوداهغه کسان دی چه کله خرچ کوی نوحد نه تیریدل نه کوی اونه شومتیا کوی اودی په مینځ ددی کښی برابر (میانه حاله) ﴿۶۷﴾
اودا هغه کسان دی چه نه رابلی د اللّه تعالٰی سره مددگار (حاجت روا) بل اونه وژنی نفس لره هغه چه حرام کړی دی اللّه تعالٰی وژل دهغه بغیردجرم شرعی نه اونه زناکوی اوکه چا اوکړو داکارونه مخامخ به شی د سزادگناه سره ﴿۶۸﴾
زیاتی کیدی به شی هغه لره عذاب په ورځ دقیامت اوهمیشه به وی په هغی کښی ذلیل کړی شوی ﴿۶۹﴾
مگرهغه څوک چه توبه ئی اوکړه اوایمان ئی راوړو اوعمل ئی اوکړو عمل نیک نودغه کسان بدل به کړی اللّه تعالٰی بدئ‌ ددوی په نیکوسره اودی اللّه تعالٰی بخښنه کؤونکی رحم کؤونکی ﴿۷۰﴾
او چاچه توبه اوکړه اوعمل ئی اوکړو نیک عمل نویقیناً دا کس ورگرځی اللّه تعالٰی ته په ورگرځیدلو ﴿۷۱﴾

[۶۷] په دی کښی دری (شپږم، اووم، اتم) صفت ذکرکوی تیرشوی صفتونوکښی طاعت کول په ماموراتوکښی ذکرکړل نوپه دی کښی دگناهونونه بچ کیدل ذکرکوی دارنگ مخکښی عبادت بدنیه ذکروؤ اوس عبادت مالیه ذکرکوی (لَمْ يُسْرِفُوا) اسراف خرچ کول دی په غیردطاعت د اللّه تعالٰی اودرسول نه لکه خرچ کول په شرک او بدعاتو اوفسق او فجورکښی (لَمْ يَقْتُرُوا) اقتار بخل کول دخرچ کولونه په طاعت د اللّه تعالٰی اودرسول کښی لکه زکوٰة نه ورکول اوپه دعوت او جهاد کښی خرچ نه کول اونورفرض واجب نفقات نه کول (قَوَامًا) په طاعت د اللّه اود رسول کښی خرچ کول اودارنگ سورة بنی اسرائیل (۲۹) کښی هم تیرشوی دی -
[۶۸] په دی آیت کښی دری صفات (نهم، لسم، یوؤلسم) ذکرکوی تیرشوی صفات تحلیه وؤ اودا صفات تخلیه دی، یعنی دمخکښنوصفتونو په سبب دوی د مشرکانوعلمونو نه ځان بچ ساتی - یودهغی نه شرک فی الدعا دی (مَعَ اللَّهِ) اشاره ده چه مشرک اللّه تعالٰی منی اوکله یااللّه مدد هم وائی لیکن کله غیراللّه ته رامدد شه وائی په دی عقیدی سره چه دی زمونږحاجت روا اواختیارمند دنفع اوضرر اوغیب دان دی اوشرک سبب دقتل ظاهری دی اودقتل خفی دی (چه هغه زنادی) -
[۶۹] داتخویف دلیل دی چه داتیرشوی کارونه دشرک او دحالت دکفردی ځکه چه مضاعفه (زیاتیدل) دعذاب او همیشه والی او اهانت دری واړه خاص دی په کافراومشرک پوری -
[۷۰] دا ترغیب دی توبه کولو ته دتیرشوی گناهونو ذکرکړی شوؤنه (يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ) مراد داچه ددوی ناکاره نومونه اوصفتونه بدل کړی په ښائسته نومونو او صفتونو سره اودارنگ گناهونه ورته معاف کړی شی اوتوفیق دنیک اعمالو ورکړی شوی اودارنگ ددوی دعمل نامونه بداعمال وران کړی شی اودهغی په ځای داعمال صالحه اجروثواب اولیکلی شی -
[۷۱] تیرشوی آیت کښی ذکروه توبه دمشرکانو ددی وجی نه په هغی کښی ئی امن ذکرکړی وؤ اوپه دی آیت کښی توبه ده د مؤمنانو گنهگارانو (فَإِنَّهُ يَتُوبُ) دا علت دجزاء پټی دی یعنی توبه دده قبوله ده ځکه چه دده توبه په اخلاص سره ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>