وَقَالَ الَّذِينَ ۸۷۹ الفرقان

وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا ﴿۷۲﴾ وَالَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ لَمْ يَخِرُّوا عَلَيْهَا صُمًّا وَعُمْيَانًا ﴿۷۳﴾ وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا ﴿۷۴﴾ أُولَئِكَ يُجْزَوْنَ الْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوا وَيُلَقَّوْنَ فِيهَا تَحِيَّةً وَسَلَامًا ﴿۷۵﴾

او داهغه کسان دی چه نه حاضریږی دروغوته اوهرکله چه تیریږی په ناروا کار باندی وتیریږی ځان بچ ساتونکی ﴿۷۲﴾
اوداهغه کسان دی چه هرکله بیان کړی شی دوی ته آیاتونه درب خپل نه پریوځی په هغی باندی کانړه او ړانده ﴿۷۳﴾
اودا هغه کسان دی چه وائی ای ربه ځمونږه را اوبخښی مونږته بیبیانو ځمونږنه او اولاد ځمونږ نه یخوالی دسترگو اواوگرځوی مونږد متقیانو دپاره پیشوا ﴿۷۴﴾
دغه صفتونو والا بدله به ورکیدی شی دوی ته بنگلی په وجه دصبرکولو ددوی (په دغه کارونوباندی) اوپیش کولی به شی دوی ته په هغی کښی مبارکی اوسلام ﴿۷۵﴾
﴿۷۶﴾

[۷۲] په دی آیت کښی دوه صفتونه ذکرکوی (دولسم، دیارلسم) اوددی صفتونو مقصد ځان بچ کول دی داسبابو دگناهونونه (لَا يَشْهَدُونَ) دشهود مراد دادی یعنی نه حاضریږی اوتماشی نه کوی یاد شهادت نه دی یعنی گواهی ددروغو نه کوی (الزُّورَ) هرباطل ته وئیلی کیږی چه ښائسته کړی شوی وی اوپه دی کښی داخل دی شرک، بدعات، فسق او فجور، اخترونه دمشرکانو، عرسونه، میلی په قبرونوباندی، سینماگهر، هغه لوبی چه هغی سره گناهونه وی، اجتماعات اوجلسی جلوسونه دشرک او بدعاتو، مجلس دټنگ ټکور، گډا، مجلس ددروغووئیلواوغیبت اوبهتان وئیلو دالفظ ټولوته شامل دی ځکه دی کارونوته اوددی مجلس ته حاضریدل اوتماشی کول سبب دډیرو گناهونودی (بِاللَّغْوِ) سرودونه غزل خوانی، مجالس دباطل اعمالو اوټول گناهونه (كِرَامًا) اعراض کوؤنکی ځان ساتونکی یعنی هغوی سره نه کښینی اونه ورته اودریږی اونه پری خوشحالی کوی بلکه په وخت دتیریدلوکښی بل خواته مخ اړوی -
[۷۳] د څوارلسم صفت دی اودا صفت سبب دی دحاصلولو دټولو صفاتو حسنو ځکه چه قرآن اوری په توجه سره اوپه هغی کښی غوراوفکرکوی اوپه هغی باندی عمل کوی نوتیرشوی ښائسته صفات په دی سره حاصلیږی (لَمْ يَخِرُّوا) کنایه ده دغفلت نه کولونه خِرُّوا ئی ځکه اوفرمائیل چه انسان په مجلس د قرآن لوستلو کښی غفلت اوکړی نوخوب ورباندی غالب شی نوسرئی مخی طرف ته را اغورځیږی -
[۷۴] دا پنځلسم صفت دی یعنی تیرشوی صفتونه لکه چه ځان کښی غواړی نودارنگ په خپل اهل اوعیال کښی داصفتونه خوښخوی (قُرَّةَ أَعْيُنٍ) دسترگو یخ والی کنایه ده دخوشحالئ‌ نه چه په کتلوسره حاصلیږی یعنی مؤمن سړی چه داصفتونه په خپل اهل اوعیال کښی وینی نو خوشحالیږی نومعلومه شوه چه څوک داهل وعیال په بداخلاقئ بدکردارئ باندی خفه کیږی نه نو دهغه په ایمان کښی نقصان دی (وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا) داپه اصل کښی دعاده دپاره داهل وعیال په تقویٰ سره او هرسړی امام دی دخپل اهل وعیال دپاره یعنی دوی متقیان اوگرځوی دی دپاره چه زه دمتقیانو امام اوگرځم، إِمَامًا جمع د اَمَّ ده یامصدر دی په معنیٰ دجمع اومبنی للمفعول دی یامفرد دی په معنیٰ دمقتداسره -
[۷۶،۷۵] دابشارت دی هرکله چه داتیرشوی صفتونه په صبرسره حاصلیږی ددی وجی نه (صَبَرُوا) ئی ذکرکړو اوهرکله داصفتونه چه اوچت او عالی صفات دی نوجزاء به ئی په جنت کښی هم اوچتی بنگلی وی - فرق په مینځ دتحیة او سلام کښی دادی تحیة د اللّه تعالٰی دطرف نه ده اوسلام دملائکو او ملگرو د طرف نه یا تحیه پیغمام دبادشاهئ او دهمیشوالی دی اودسلام معنیٰ مشهوره ده - یا تحیه سلام دی اوسلام په معنیٰ دمبارکئ دی په سلامتیا سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>