وَقَالَ الَّذِينَ ۸۸۳ الشعراء

قَالَ رَبِّ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُكَذِّبُونِ ﴿۱۲﴾ وَيَضِيقُ صَدْرِي وَلَا يَنْطَلِقُ لِسَانِي فَأَرْسِلْ إِلَى هَارُونَ ﴿۱۳﴾ وَلَهُمْ عَلَيَّ ذَنْبٌ فَأَخَافُ أَنْ يَقْتُلُونِ ﴿۱۴﴾ قَالَ كَلَّا فَاذْهَبَا بِآيَاتِنَا إِنَّا مَعَكُمْ مُسْتَمِعُونَ ﴿۱۵﴾ فَأْتِيَا فِرْعَوْنَ فَقُولَا إِنَّا رَسُولُ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۶﴾ أَنْ أَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۱۷﴾

اوئیل موسیٰ علیه السلام ای ربه ځما زه ویریږم چه دی ماته دروغژن اووائی ﴿۱۲﴾
اوتنگه شی سینه ځما اونه به چلیږی ژبه ځما نواولیږه (وحی) هارون علیه السلام ته ﴿۱۳﴾
او ددوی په ما جرم دی نوویریږم چه دوی به قتل کړی مالره ﴿۱۴﴾
اوفرمائیل اللّه تعالٰی هیچ چیری نه شی کولی پس لاړشئ دواړه په معجزاتو زمونږسره یقیناً مونږسره ستا اوریدونکی یو ﴿۱۵﴾
پس لاړ شئ‌ دواړه فرعون ته نو اوائی چه یقیناً مونږ (هریو) رالیږلی شوی یو د رب العٰلمین نه ﴿۱۶﴾
چه راپریږده زمونږ سره بنی اسرائیلو لره ﴿۱۷﴾

[۱۲] په دی کښی اول خوف ئی دهغه ذکرکړی دی اودا خوف د موسیٰ علیه السلام دفرعونیانو دتکبردوجی نه دی دمخکښی نه موسیٰ علیه السلام تجربه وه په دوی باندی -
[۱۳] په دی کښی دوه حالات ئی ذکرکړی دی په ترتیب سره اوعطف دسبب دی په مسبب باندی یعنی تکذیب سبب دتنگوالی دزړه دی او تنگوالی دزړه سبب دژبی بندیدلودی ځکه بعضی انسان غصه او خفه شی نوخبری نه شی کولی اودا دواړه سبب دی ددعا غوښتلو دپاره دملگرتیا دهارون علیه السلام -
[۱۴] په دی کښی ئی دوهم خوف ذکرکړی دی - (وَلَهُمْ) لفظ دلیل دی چه موسیٰ علیه السلام دغه وخت صرف دفرعونیانو مجرم وؤ د اللّه تعالٰی مجرم (گنهگار) نه دی په دغه قتل سره ځکه چه داقتل گناه نه وؤ اومعلومه شوه چه خوف داسبابو دلاندی دپیغمبرانو دشان نه لری خبره نه ده -
[۱۵] دا تسلی ده په لری کولو ددوهم خوف سره اوتثبت ورکول دی دواړوته - خوف د موسیٰ علیه السلام په اصل کښی خوف ددواړو رونړو دی ځکه چه ددواړو مقصد یودی اوذکر دآیاتو په سورة اعراف او طٰهٰ کښی شوی دی -
[۱۷،۱۶] په دی کښی دوه مقصدونه درسالت ذکرکړی شوی دی اول مقصد رسالت د رب العالمین یعنی دعوت ورکول توحید دربوبیت د اللّه تعالٰی ته - دوهم مقصد مظلوم قوم مؤحدین دظالمانونه خلاصول دپاره ددی چه هغوی دین توحید قائم کړی - اودا دواړه دپاره د اعلاء‌ دکلمة اللّه دی اوجهاد دی - په سورة طٰهٰ (۴۷) کښی تفصیل درسالت مقصود وو اورسالت ددواړو (موسیٰ اوهارون علیهما السلام) مستقل وؤ نو ځکه ئی تثنیه (رسولا) ذکرکړی وؤ اودلته اختصار مقصد دی نورسول مفرد په معنیٰ دجنس سره ئی ذکرکړو یاپه عبارت کښی تقدیردی یعنی کل واحد مّنا رسول -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>