وَقَالَ الَّذِينَ ۸۸۴ الشعراء
قَالَ أَلَمْ نُرَبِّكَ فِينَا وَلِيدًا وَلَبِثْتَ فِينَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِينَ ﴿۱۸﴾ وَفَعَلْتَ فَعْلَتَكَ الَّتِي فَعَلْتَ وَأَنْتَ مِنَ الْكَافِرِينَ ﴿۱۹﴾ قَالَ فَعَلْتُهَا إِذًا وَأَنَا مِنَ الضَّالِّينَ ﴿۲۰﴾ فَفَرَرْتُ مِنْكُمْ لَمَّا خِفْتُكُمْ فَوَهَبَ لِي رَبِّي حُكْمًا وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿۲۱﴾
اوئیل فرعون آیا پالنه نه ده کړی ستا مونږ په کورزمونږکښی وړوکی وی او اوسیدل کړی تا زمونږسره دعمر ستا نه ډیرکلونه ﴿۱۸﴾
اوکړی دی تا کارستا هغه چه تا کړی وؤ په داسی حال کښی چه ته دناشکرونه وی ﴿۱۹﴾
اوئیل موسیٰ علیه السلام کړی ؤومادغه کار په دغه وخت اوزه ووم دناخبرونه ﴿۲۰﴾
نو اوتختیدم ستاسونه هرلکه چه اویریدم ستاسونه نورا اوبخښله ماته رب ځما پوهه مضبوط اوجوړئی کړم زه د پیغمبرانو نه ﴿۲۱﴾
[۱۸] ددی آیت نه دوهم مقام دی تر (۳۳) پوری په دی کښی جواب دی دڅلورو شبهاتو دفرعون په موسیٰ علیه السلام باندی اوتفصیل دعالمین دی دپاره دوضاحت دلفظ رب العالمین اوبیا داظهار دوؤ معجزاتو دی - په دی آیت (۱۸) کښی اوله شبهه ده یعنی تحقیرد موسیٰ علیه السلام دی په احسان ذکرکولوسره یعنی ورکوټوالی کښی ستا تربیت مونږ کړی وؤ اوترځوانی پوری عمردی مونږسره تیرکړی دی مونږ درله خوراک څکاک وغیره درکړی دی نوځما احسان نه منی؟ اودوهمه شبهه دلته کښی تاعمرتیروؤ نودا دعویٰ (درسالت) خوتانه کوله اوس څنگه دعویٰ کوی؟
[۱۹] دا دریمه شبهه ده چه سره دزمونږ احساناتو نه زمونږ دقوم سړی دی قتل کړی دی وانت من الکافرین یعنی ته په دی قتل کولوسره کافرشوی وی - یا ځما ناشکری دی کړی ده یاچه مونږته کافروائی نوهغه وخت ته هم زمونږسره زمونږپه شانتی کافروی - دا ټولی معانی مراد کیدی شی -
[۲۰] داجواب دی دریمی شبهی داجواب ئی ددی وجی نه مخکښی راوړو چه دا دینی اعتراض او بدنامی وه نوددی صفائی مخکښی په کارده (مِنَ الضَّالِّينَ) مراد ددی نه گمراهی مقابل دهدایت هرگزنه ده ځکه چه انبیاء علیهم السلام د گمراهئ نه معصوم وی - بلکه مراد دضلال نه خطائی ده یعنی زه پوهه نه وم چه داقبطی به په موکه باندی مړ کیږی یعنی ما اراده دقتل نه وه کړی بلکه دده دفع کولوپه اراده می موکه وهلی وه - اوقتل خطائی گناه نه دی - دوهم داچه ضلال په معنیٰ دناخبرئ دی لکه وَوَجَدَكَ ضَالًّا فَهَدَى، الضحیٰ (۷) یعنی ماته د اللّه تعالٰی دطرفه هیڅ خبراووحی نه وه راغلی چه قتل کول دقبطی چه ظلم هم کوی اوپه دارحرب کښی وی اوکافروی ناجائزدی نومعلومه شوه چه څوک په دی قتل سره موسیٰ علیه السلام ته دگناه کبیره نسبت کوی نودی په خپله گناه کبیره کښی اخته شو ځکه چه قتل کول دکافر چه ظلم هم کوی اودار حرب کښی وی اود اللّه تعالٰی دطرف نه په دی باره کښی دمخکښی نه حکم هم نه وی راغلی اوقصد دقتل هم نه وی شوی دادنبوت سره هیڅ منافات نه لری (دارنگ تفسیرقرطبی کښی ذکرکړی دی) صرف دومره خبری کیدی شی چه موسیٰ علیه السلام نه بی احتیاطی اوشوه نو خلاف اولٰی کاردی چه دمقربینو دشان سره مناسب نه وؤ ددی وجی نه موسیٰ علیه السلام دهغی نه استفغار کړی دی (لکه چه په سورة قصص کښی به راشی) او اللّه تعالٰی ورته مغفرت کړی دی -
[۲۱] یعنی دوطن نه هجرت کول ځما ددنیا پرستئ یادسرکشئ دوجی نه نه دی بلکه ستاسودخوف د ظلم وجی نه دی (فَوَهَبَ لِي رَبِّي حُكْمًا) جواب دی ددوهمی شبهی یعنی دی قول وَلَبِثْتَ فِينَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِينَ، یعنی ما دعویٰ درسالت دځان نه شوه کولی لیکن هرکله چه روستو دهجرت نه اللّه تعالٰی ماته پوهه اورسالت راکړو نوځکه اوس دعویٰ درسالت کوؤم -