وَقَالَ الَّذِينَ ۸۸۵ الشعراء

وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَيَّ أَنْ عَبَّدْتَ بَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۲۲﴾ قَالَ فِرْعَوْنُ وَمَا رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿۲۳﴾ قَالَ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا إِنْ كُنْتُمْ مُوقِنِينَ ﴿۲۴﴾ قَالَ لِمَنْ حَوْلَهُ أَلَا تَسْتَمِعُونَ ﴿۲۵﴾ قَالَ رَبُّكُمْ وَرَبُّ آبَائِكُمُ الْأَوَّلِينَ ﴿۲۶﴾ قَالَ إِنَّ رَسُولَكُمُ الَّذِي أُرْسِلَ إِلَيْكُمْ لَمَجْنُونٌ ﴿۲۷﴾ قَالَ رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَمَا بَيْنَهُمَا إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۲۸﴾ قَالَ لَئِنِ اتَّخَذْتَ إِلَهًا غَيْرِي لَأَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُونِينَ ﴿۲۹﴾ قَالَ أَوَلَوْ جِئْتُكَ بِشَيْءٍ مُبِينٍ ﴿۳۰﴾

او(آیا) داڅه نعمت دی چه ته ئی زبادنه کوی په ماباندی چه خدمتونه دی اخستی دی د بنی اسرائیلونه ﴿۲۲﴾
اوئیل فرعون او څوک دی رب العالمین ﴿۲۳﴾
اوئیل موسیٰ علیه السلام اختیارمند د آسمانونو او د ځمکی او د مینځ ددی دواړو که تاسو یقین کؤونکی ئی ﴿۲۴﴾
اوئیل فرعون هغه چاته چه گیرچاپیروؤ دده آیا تاسو غوږ نه ږدی ﴿۲۵﴾
اوئیل موسیٰ علیه السلام اختیارمند ستاسودی اواختیارمند ستاسو دمشرانو زړو دی ﴿۲۶﴾
اوئیل فرعون یقیناً رسول ستاسو هغه چه رالیږلی شوی دی تاسوته خامخا لیونی دی ﴿۲۷﴾
اوئیل موسیٰ علیه السلام اختیارمند دمشرق او مغرب اود مینځ ددی دواړو دی که چیری تاسو عقل لرئ ﴿۲۸﴾
اوئیل فرعون که چیری اودی گنړلو اخیتارمند زمانه سیوا خامخا زه به اوگرځؤوم تالره د جیلیانو نه ﴿۲۹﴾
اوئیل موسیٰ علیه السلام آیا اگرچه راوړم زه تاته دلیل ښکاره ﴿۳۰﴾

[۲۲] داجواب داولی شبهی دفرعون دی اوپه دی کښی څو توجیهات دی اوله توجیه، دا استفهام تقریری دی یعنی اقرار دی په احسان دفرعون باندی چه تا دنورو بنی اسرائیلونه خدمتگاران جوړکړی وؤ اوزه دی ددی نه معاف کړی وؤم دا احسان ستا منم، دوهمه توجیه دا استفهام انکاری دی یعنی آیا دا څه احسان دی چه ځما قوم نه دی غلامان جوړکړی وؤ اوهغوی دی ذلیل کړی وؤ اودهغوی تذلیل خوځما تذلیل دی ځکه مشهورمتل دی - (من اهین قومه ذلّ) دریمه توجیه دا استفهام انکاری دی یعنی دا څه احسان دی چه ته ئی په ماباندی زبادوی چه تا ذلیل کړی وؤ بنی اسرائیل په دی وجه چه تا هغوی ځامن قتل کول نوهغوی دویری وجی نه مالره دریاب کښی اوغورځواوتاسو زه دریاب نه اوچت کړم اوستا بی بی زه دولد په شان اونیولم یعنی زما تربیت ستاسوپه کور کښی ستاسو دظلم نتیجه ده - څلورمه توجیه استهفام انکاری دی یعنی دا څه احسان دی چه ماباندی زبادوی بلکه تا خدمتونه اخستل د بنی اسرائیلونه نوهغوی په زمیندارئ وغیره خدمتونوکښی مال گټلو تابه هم خوړله او څکله اومابه هم دهغی مال نه خوړو او څکلو نوحقیقت کښی د بنی اسرائیلو احسان دی په تاباندی اوپه ماباندی -
[۲۳] دا څلورم سوال دی دفرعون په طریقه د تلبیس سره په قوم باندی یعنی عالمین خوصرف دمصر خلق دی اوددوی نظام خو زه چلوؤم نورب العالمین زه یم بل څوک دی؟
[د ۲۴ تر ۳۳] پوری په دی آیاتونو کښی بیان دمضاف الیه دی یعنی العالمین - ځکه چه فرعون دهوکه ورکوله خپل قوم ته په معنیٰ د العالمین سره نو موسیٰ علیه السلام اول علویات سفلیات وسطیات بیان کړل، نو فرعون مخاطبینوته تعجب ورکوؤ دپاره ددی چه قول د موسیٰ علیه السلام په دوی باندی اثر اونه کړی بیا موسیٰ علیه السلام موجوده انسانان او مشرکان ذکرکړل داسخت حجت وؤ په فرعون باندی ځکه چه موسیٰ علیه السلام واضحه کړله چه ستاسو دآباؤ او اجدادو په وخت کښی دافرعون نه وؤ نودهغوی رب څوک وؤ؟ ددی وجی نه فرعون سختی اوکړه او موسیٰ علیه السلام باندی د مجنون حکم اوکړو - بیا موسیٰ علیه السلام اطراف دځمکی ذکرکړل اشاره ئی اوکړله چه دمصرنه بهرنوره دنیا هم شته نودهغی رب څوک دی په دی خبره دفرعون غصه زیاته شوه نودباؤ ئی اوکړو چه زه به تا جیل کی واچووم (إِلَهًا غَيْرِي) یعنی فرعون خپل قوم ته دخپل عبادت امرئی کړی وؤ اونور آلِهه به په امردفرعون جوړیدل ځکه ئی إِلَهًا غَيْرِي، اوئیل - لیکن موسیٰ علیه السلام باندی هیڅ خوف او رعب اثراونه کړو اودوه معجزات ئی په طلب دفرعون سره پیش کړل -
فائده: هرکله چه په آسمانونو اوځمکواومابین کښی فکرکولوسره شک لری کیږی اویقین پیداکیږی نو، إِنْ كُنْتُمْ مُوقِنِينَ، ئی دهغی سره ذکرکړو اوداطرافو دمشرق اومغرب اومابین دپاره عقل ضروری دی اودارنگ فرعون په موسیٰ علیه السلام دمجنون (بی عقله) حکم اوکړو نو موسیٰ علیه السلام دهغه په رد کښی إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ اوئیل -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>