وَقَالَ الَّذِينَ ۸۸۶ الشعراء
قَالَ فَأْتِ بِهِ إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۳۱﴾ فَأَلْقَى عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ ثُعْبَانٌ مُبِينٌ ﴿۳۲﴾ وَنَزَعَ يَدَهُ فَإِذَا هِيَ بَيْضَاءُ لِلنَّاظِرِينَ ﴿۳۳﴾ قَالَ لِلْمَلَإِ حَوْلَهُ إِنَّ هَذَا لَسَاحِرٌ عَلِيمٌ ﴿۳۴﴾ يُرِيدُ أَنْ يُخْرِجَكُمْ مِنْ أَرْضِكُمْ بِسِحْرِهِ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ ﴿۳۵﴾ قَالُوا أَرْجِهْ وَأَخَاهُ وَابْعَثْ فِي الْمَدَائِنِ حَاشِرِينَ ﴿۳۶﴾ يَأْتُوكَ بِكُلِّ سَحَّارٍ عَلِيمٍ ﴿۳۷﴾ فَجُمِعَ السَّحَرَةُ لِمِيقَاتِ يَوْمٍ مَعْلُومٍ ﴿۳۸﴾ وَقِيلَ لِلنَّاسِ هَلْ أَنْتُمْ مُجْتَمِعُونَ ﴿۳۹﴾ لَعَلَّنَا نَتَّبِعُ السَّحَرَةَ إِنْ كَانُوا هُمُ الْغَالِبِينَ ﴿۴۰﴾
اوئیل فرعون پس راوړه هغه که چیری ته ئی درشتینونه ﴿۳۱﴾
نو گذار ئی کړله همسا خپله نوناگهانه هغه اژدها وه ښکاره ﴿۳۲﴾
او راویستلوئی لاس خپل نوناگهه هغه سپین ؤو دپاره د نظر کوونکو ﴿۳۳﴾
اوئیل فرعون غټانو ته چاپیره ؤو دهغه نه یقیناً دا جادوگرښه پوهه دی ﴿۳۴﴾
غواړی چه اوباسی تاسولره دملک ستاسونه په جادو خپل سره نو څه مشوره کوئ تاسو ﴿۳۵﴾
اوئیل دوی مهلت ورکړئ ده لره او ورور دده لره اواولیږه په ښارونو کښی راجمع کؤونکی ﴿۳۶﴾
چه راولی تاته هر غټ جادوگر ښه پوهه ﴿۳۷﴾
پس راجمع کړی شول جادوگر وخت مقرردورځی معلومی ته ﴿۳۸﴾
او اوئیلی شو خلقوته آیا تاسو جمع کیدونکی یئ (ضرور جمع شئ) ﴿۳۹﴾
دپاره ددی چه تابعداری اوکړو دجادوگرو که چیری دوی زورآور شی ﴿۴۰﴾
[۳۴] ددی آیت نه تر (۵۱) پوری دریم مقام دی په دی کښی مقابله دساحرانو د موسیٰ علیه السلام سره ده اوبیا مغلوبیت دهغوی او ایمان راوړل او تثبت په مقابله دفرعون کښی ذکرکوی - په دی آیت (۳۴) کښی قول دفرعون خپل اراکینو دشوریٰ سره ذکرکوی دده دقول نه روستو داسی قول اراکینو دشوری دیوبل سره کړی دی لکه چه سورة اعراف (۱۰۹) کښی ذکرشوی دی -
[۳۵] دا بدنامه لگوی په موسیٰ علیه السلام باندی چه دهغه دینی مقصد نه په دنیوی مقصد سره تعبیرکوی -
[۳۷،۳۶] هرکله چه موسیٰ علیه السلام معجزی ته بِشَيْءٍ مُبِينٍ اوئیل نودوی دمقابلی دپاره سَحَّارٍ په مبالغی سره اوئیل -
[۳۹،۳۸] (يَوْمٍ مَعْلُومٍ) نه مراد یوم الزینة ده چه دمقابلی دپاره مقرر کړی شوی وه سوره طٰهٰ (۵۹) کښی (وَقِيلَ لِلنَّاسِ هَلْ أَنْتُمْ) دلته استفهام په معنیٰ د امرسره دی اوقیل سره ئی تعبیر د تعمیم د قائلینو دوجی نه کړی دی یعنی گیرچاپیره ډیر اعلانونه اوشول -
[۴۰] ددوی یقین داوو چه ساحران به غالب کیږی ځکه د تابعدارئ فیصله ئی اوکړه صرف په اعتباردظاهرسره په طریقه دشرط سره ئی ذکرکړه -