وَقَالَ الَّذِينَ ۸۸۷ الشعراء

فَلَمَّا جَاءَ السَّحَرَةُ قَالُوا لِفِرْعَوْنَ أَئِنَّ لَنَا لَأَجْرًا إِنْ كُنَّا نَحْنُ الْغَالِبِينَ ﴿۴۱﴾ قَالَ نَعَمْ وَإِنَّكُمْ إِذًا لَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ ﴿۴۲﴾ قَالَ لَهُمْ مُوسَى أَلْقُوا مَا أَنْتُمْ مُلْقُونَ ﴿۴۳﴾ فَأَلْقَوْا حِبَالَهُمْ وَعِصِيَّهُمْ وَقَالُوا بِعِزَّةِ فِرْعَوْنَ إِنَّا لَنَحْنُ الْغَالِبُونَ ﴿۴۴﴾ فَأَلْقَى مُوسَى عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ ﴿۴۵﴾ فَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سَاجِدِينَ ﴿۴۶﴾ قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۴۷﴾ رَبِّ مُوسَى وَهَارُونَ ﴿۴۸﴾ قَالَ آمَنْتُمْ لَهُ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ إِنَّهُ لَكَبِيرُكُمُ الَّذِي عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ فَلَسَوْفَ تَعْلَمُونَ لَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ مِنْ خِلَافٍ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۴۹﴾ قَالُوا لَا ضَيْرَ إِنَّا إِلَى رَبِّنَا مُنْقَلِبُونَ ﴿۵۰﴾ إِنَّا نَطْمَعُ أَنْ يَغْفِرَ لَنَا رَبُّنَا خَطَايَانَا أَنْ كُنَّا أَوَّلَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۵۱﴾ وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنْ أَسْرِ بِعِبَادِي إِنَّكُمْ مُتَّبَعُونَ ﴿۵۲﴾ فَأَرْسَلَ فِرْعَوْنُ فِي الْمَدَائِنِ حَاشِرِينَ ﴿۵۳﴾ إِنَّ هَؤُلَاءِ لَشِرْذِمَةٌ قَلِيلُونَ ﴿۵۴﴾ وَإِنَّهُمْ لَنَا لَغَائِظُونَ ﴿۵۵﴾ وَإِنَّا لَجَمِيعٌ حَاذِرُونَ ﴿۵۶﴾ فَأَخْرَجْنَاهُمْ مِنْ جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿۵۷﴾ وَكُنُوزٍ وَمَقَامٍ كَرِيمٍ ﴿۵۸﴾

پس هرکله چه راغلل جادوگر دوی اوئیل فرعون ته آیا وی به زمونږ دپاره بدله که چیری مونږ زورآور شو ﴿۴۱﴾
اوئیل فرعون او او یقیناً‌ تاسوی به دغه وخت خامخا دنزدی مرتبی والونه ئی ﴿۴۲﴾
اوئیل دوی ته موسیٰ علیه السلام اوغورځوئ هغه څه تاسو غورځؤونکی ئی ﴿۴۳﴾
پس اوغورځولی دوی رسئ خپلی او همساگانی خپلی او اوئیل دوی قسم دی په عزت دفرعون باندی یقیناً مونږ خامخا زورآور یو ﴿۴۴﴾
نو اغورځوله موسیٰ علیه السلام همسا خپله نوناگهه هغی تیرکړل هغه چه دوی دځان نه جوړ کړی ؤو ﴿۴۵﴾
پس اغورځولی شول جادوگر سجده کؤونکی ﴿۴۶﴾
اوئیل دوی ایمان راوړی دی مونږ په رب العٰلمین باندی ﴿۴۷﴾
چه رب د موسیٰ اوهارون دی ﴿۴۸﴾
اوئیل فرعون آیا ایمان راوړو تاسو په ده باندی مخکښی ددی نه چه اجازت کړی وی ما تاسو ته یقیناً دی خامخا مشرستاسو دی هغه چه خودلی ئی دی تاسوته جادو پس خامخا زرده چه پوهه به شئ تاسو خامخا پری به کړم لاسونه ستاسو او خپی ستاسو ادل بدل اوخامخا پهانسی به کړم تاسو ټول ﴿۴۹﴾
اوئیل دوی هیڅ پرواه نیشته یقیناً مونږ خپل رب ته ورگرځیدونکی یو ﴿۵۰﴾
یقیناً مونږ طمعه کؤو چه بخښنه به اوکړی مونږته رب زمونږ دگناهونو زمونږ ددی وجی نه چه مونږ اول مؤمنان یو ﴿۵۱﴾
اووحی اوکړه مونږ موسیٰ علیه السلام ته چه دشپی بوځه بندگان ځما یقیناً تاسو پسی درتلل کیدی شی ﴿۵۲﴾
نو اولیږل فرعون په ښارونو کښی راجمع کوؤنکی ﴿۵۳﴾
(اوئیل هغه) یقیناً دا (بنی اسرائیل) خامخا ډله لږه ده ﴿۵۴﴾
او یقیناً دوی مونږ لره غصه کؤونکی دی ﴿۵۵﴾
اویقیناً مونږ گنړ جماعت یو بیدار تیار ﴿۵۶﴾
پس اویستل مونږ دوی لره دباغونو او چینونه ﴿۵۷﴾
او خزانو او دځایونو عزت مندونه ﴿۵۸﴾

[۴۲،۴۱] باطل پرست خلق هرکارددنیا د مقصد دپاره کوی ددی وجی نه هغوی داجرت طلب اوکړو په دی سورة کښی په واقعه دمقابله کښی تفصیل او تاکید ډیردی ددی وجی نه أَئِنَّ سره همزه د استفهمام او لفظ د إِذًا ئی اضافه کړی دی اودا په سورة اعراف کښی نه وؤ -
[۴۳] د سورة اعراف (۱۱۵) او طٰهٰ (۶۵) په قرینی سره داقول د موسیٰ علیه السلام دقول دساحرانونه روستودی نو معنیٰ داده چه اوئیل موسیٰ علیه السلام دوی ته پس دوئیلو ددوی نه -
[۴۴] فرعون دعویٰ دعزت کوله اوددی وجی نه ئی موسیٰ علیه السلام ته مهین (سورة زخرف (۵۲) کښی) وئیلی دی نوهغه وخت عادت داوؤ چه قسم به ئی دفرعون‌ په عزت باندی کوؤ اوشریعت د اللّه تعالٰی کښی قسم په غیراللّه اود غیراللّه په صفاتو باندی شرک دی داسی حدیث امام ترمذی نقل کړی دی - من حلف بغیراللّه فقد اشرک (الحدیث) -
[د ۴۵ تر ۵۱] پوری تشریح په سورة طٰهٰ کښی ذکرکړی شوی ده - فرق په څو طریقوسره دی اول داچه سورة طٰهٰ اواعراف کښی خوف د موسیٰ علیه السلام ئی ذکرکړی وؤ بیا ورته وحی اوکړی شوه چه همسا اوغورځوه اوپه دی سورة کښی دخوف ذکرنه دی شوی وجه ددی داده چه په هغه سورتونوکښی اثردسحرئی په موسیٰ علیه السلام باند ذکرکړی وؤ او دلته ئی نه دی ذکرکړی اودخوف مناسبت د اثردسحرسره دی - دوهم داچه سورة اعراف کښی فسوف تعلمون دی او سورة طٰهٰ کښی نیشته اودلته فلوسف تعلمون ذکرکړی دی ځکه چه په دی سورة کښی ډیرتاکیدات ذکرشوی دی نوداهم دهغی سره مناسب تاکید دی - دریم داچه دسورة اعراف مضمون موافق فرعون ته ډیره ویره وه دخپل داقتدار نو هلته ئی ذکرکړی دی، انّ هذالمکرمکرتموه فی المدینة لتخرجوامنها اهلها (۱۲۳) اود سورة طٰهٰ او ددی سورة په مضمون کښی فرعون په خلقو باندی تلبیس اچوؤ نوددی وجی نه اوئیل دخلقو ددهوکه کولو دپاره چه موسیٰ ستاسو استاذ دی تاسو دده سره مقابله ځکه اونه کړله - څلورم داچه په دی سورة کښی لاضیر ذکرکړی دی ځکه چه فرعون ډیرتاکید سره وئیلی وؤ فلسوف تعلمون نودوی دهغی په مقابله کښی اوئیل چه ستا د دباؤ په مونږ باندی هیڅ ضرر او نقصان نیشته - (أَوَّلَ الْمُؤْمِنِينَ) مراد دادی چه دمعجزی په لیدلوسره متصل ایمان ئی راوړی دی نودیته محاوره کښی اول وئیلی کیږی یاداچه دوی په موسیٰ علیه السلام باندی دنورو خلقو نه مخکښی ایمان راوړی وؤ -
[۵۲] ددی آیت نه څلورم مقام شروع دی دواقعی تراختتام پوری په دی کښی نجات دمؤمنانو دفرعون نه اودغرق نه ذکرکوی اوعذاب دکافرانو بیانوی (بِعِبَادِي) په دی کښی اشاره وه چه بنی اسرائیل په دغه وخت کښی د اللّه تعالٰی په بندگئ کښی مضبوط وو (إِنَّكُمْ مُتَّبَعُونَ) کښی اشاره وه چه په تللو کښی غفلت سستی مه کوئ ځکه چه دشمن درپسی دروان دی -
[۵۳] دا حکمت الٰهیه دی چه فرعون په خپله خپل قوم دغرق کیدلو دپاره را جمع کړو - په (۳۶) کښی حشر دساحرانو وؤ اوپه دی آیت کښی حشردفوج او پولیس اود عاموخلقو مراد دی -
[۵۶،۵۵،۵۴] (لَشِرْذِمَةٌ) حقیراوسپکی ټکړی ته وئیلی کیږی اودا قول دفرعون دډیر تکبردوجی نه دی (لَغَائِظُونَ) کښی اشاره وه چه دوی زمونږ ددین مخالف کوی اوزمونږ مالونه ئی هم په دهوکه سره اوتختول او ځمونږ دحکومت نه ئی بغاوت اوکړو دا اسباب دغصی دی (حَاذِرُونَ) تیاریو، د اسلحی نه ډک یو، بیداریو، (لَجَمِيعٌ) په معنیٰ دجماعت دی یاپه معنیٰ د ټولو دی -
[۵۹،۵۸،۵۷] اشاره ده چه ددنیا مالونه هیڅ فائده نه شی ورکولی کله چه عذاب راځی - دباغونو اوچینو یوبل سره مناسبت دی اودارنگ دخزانواو بنگلو مناسبت دی نوددی وجی نه دوه دوه مناسب څیزونه ئی دیوبل سره یوځای کړل (مَقَامٍ كَرِيمٍ) هغه مکان او کرسئ او مجلس چه بادشاه او افسر اویو مالدار لره خاص وی بل څوک ئی نه شی استعمالولی هغه ته مقام کریم وائی دارنگ سورة دخان (۲۷،۲۶،۲۵) کښی ذکردی هلته ئی زُرُوْع هم ذکرکړی دی اشاره ده چه په دوی کښی سرمایه داران (کنوزوالا) او جاگیرداران (زروع والا) خلق وؤ - په هغه سورة کښی دعذاب دخان (قحط) ذکروؤ - اودهغی اثرپه فصلونوباندی موجود وی ددی وجی نه هلته ئی زروع وئیلی دی (وَأَوْرَثْنَاهَا بَنِي إِسْرَائِيلَ) سورة اعراف (۱۳۷) کښی ځمکه دشام ذکرکړی ده نودا معلومه شوه چه بعضی بنی اسرائیل ئی واپس مصرته بوتلل اوبعضو شام ته هجرت اوکړو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>