وَقَالَ الَّذِينَ ۸۸۸ الشعراء
كَذَلِكَ وَأَوْرَثْنَاهَا بَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۵۹﴾ فَأَتْبَعُوهُمْ مُشْرِقِينَ ﴿۶۰﴾ فَلَمَّا تَرَاءَى الْجَمْعَانِ قَالَ أَصْحَابُ مُوسَى إِنَّا لَمُدْرَكُونَ ﴿۶۱﴾ قَالَ كَلَّا إِنَّ مَعِيَ رَبِّي سَيَهْدِينِ ﴿۶۲﴾ فَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنِ اضْرِبْ بِعَصَاكَ الْبَحْرَ فَانْفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَالطَّوْدِ الْعَظِيمِ ﴿۶۳﴾ وَأَزْلَفْنَا ثَمَّ الْآخَرِينَ ﴿۶۴﴾ وَأَنْجَيْنَا مُوسَى وَمَنْ مَعَهُ أَجْمَعِينَ ﴿۶۵﴾ ثُمَّ أَغْرَقْنَا الْآخَرِينَ ﴿۶۶﴾
دغسی اوکړو مونږ اوپاتی کړل مونږ هغه بنی اسرائیلو ته ﴿۵۹﴾
پس روان شو فرعونیان په هغوی پسی دنمرختلوپه وخت کښی ﴿۶۰﴾
پس هرکله چه مخامخ شوی دواړه ډلی اوئیل ملگرو د موسیٰ علیه السلام یقیناً مونږ یو لاندی کړی شوی ﴿۶۱﴾
اوئیل موسیٰ علیه السلام هیچ چیری نه شی کیدی یقیناً زما سره رب ځمادی خامخا ماته به لار جوړوی ﴿۶۲﴾
پس وحی اوکړه مونږ موسیٰ علیه السلام ته چه اووهه په همسا خپلی سره دریاب نو اوچودو پس شوه هره ټکړه په شان دغونډئ لوئ ﴿۶۳﴾
اورا نزدل کړل مونږ هلته نورکسان ﴿۶۴﴾
اونجات ورکړو مونږ موسیٰ علیه السلام ته اوهغه چاته چه هغه سره وؤ ټولوته ﴿۶۵﴾
بیا غرق کړل مونږ نور کسان ﴿۶۶﴾
[۶۰] دبی دینه خلقو عادت داوی چه تردنمرخاته نزدی پوری اوده وی -
[۶۲،۶۱] (مَعِيَ) ئی مفرد اوئیل ځکه چه دده په بنی اسرائیل باندی دپوره ملگرتیا اعتبار نه وؤ او ځمونږ د نبی ﷺ په داسی وخت کښی په یو ملگری چه ابوبکررضی اللّه عنه دی په هغه ئی دملگرتیا داعتماد کړی دی نوصیغه دمعنائی ذکرکړی ده لکه سورة توبه (۴۰) کښی دی - که سوال اوکړی شی چه د موسیٰ علیه السلام سره خوهارون شته په کارده چه هغه هم دځان سره ذکرکړی وی؟ جواب دادی چه إِنَّا لَمُدْرَكُونَ ویوونکی په طوردشکایت باندی صرف بنواسرائیل وؤ، هارون علیه السلام دا شکایت نه دی کړی -
[۶۳] دا معجزه ده د موسیٰ علیه السلام په هغی کښی اختیارنه لری ځکه هغه وحی ته محتاج وؤ -
[۶۶،۶۵،۶۴] په دی آیاتونو کښی عذاب دغرق ذکرشوی دی (وَأَزْلَفْنَا ثَمَّ) اشاره ده چه دوی دریاب ته دننه په لارو کښی داخل شول -