وَقَالَ الَّذِينَ ۸۸۹ الشعراء

إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۶۷﴾ وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۶۸﴾ وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ إِبْرَاهِيمَ ﴿۶۹﴾ إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَا تَعْبُدُونَ ﴿۷۰﴾ قَالُوا نَعْبُدُ أَصْنَامًا فَنَظَلُّ لَهَا عَاكِفِينَ ﴿۷۱﴾ قَالَ هَلْ يَسْمَعُونَكُمْ إِذْ تَدْعُونَ ﴿۷۲﴾ أَوْ يَنْفَعُونَكُمْ أَوْ يَضُرُّونَ ﴿۷۳﴾ قَالُوا بَلْ وَجَدْنَا آبَاءَنَا كَذَلِكَ يَفْعَلُونَ ﴿۷۴﴾ قَالَ أَفَرَأَيْتُمْ مَا كُنْتُمْ تَعْبُدُونَ ﴿۷۵﴾ أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمُ الْأَقْدَمُونَ ﴿۷۶﴾

یقیناً په دی کښی خامخا عبرت دی اونه دی ډیر ددوی نه مؤمنان ﴿۶۷﴾
اویقیناً ستارب خامخا زورآور دی رحم والا دی ﴿۶۸﴾
اوبیان کړه په دوی باندی خبرد ابراهیم علیه السلام ﴿۶۹﴾
کله چه اوئیل هغه پلار اوقوم خپل ته دڅه عبادت کوئ (په څه دلیل) ﴿۷۰﴾
اوئیل دوی بندگی کوؤ دشکلونو (عزت مندو) نوهمیشه یو هغی ته تعظیم (عبادت) کوؤنکی ﴿۷۱﴾
اوئیل هغه آیا دوی اوری ستاسو کله چه تاسوبلئ دوی لره ﴿۷۲﴾
یا نفع درکولی شی تاسوته یا نقصان دررسولی شی ﴿۷۳﴾
دوی وئیل بلکه موندلی دی مونږ مشران خپل چه دغسی کارئی کوؤ ﴿۷۴﴾
اوئیل ابراهیم علیه السلام آیا خبرئی تاسو په حال دهغه چاچه تاسو هغوی له بندگی کوئ ﴿۷۵﴾
تاسو او مشران ستاسو زړو ﴿۷۶﴾

[۶۸،۶۷] دا جملی په دی سورة کښی دوهم ځل ذکرشوی دی یعنی په دی واقعه دفرعون کښی عبرت دی (أَكْثَرُهُمْ) دا ضمیرراجع دی فرعونیانو ته یا موجوده خلقو ته -
[۶۹] ددی نه دوهمه قصه دابراهیم علیه السلام شروع شوی ده تر (۱۰۴) پوری هرکله چه زمانه د موسیٰ علیه السلام دی امت ته نزدی وه بلکه دهغی قوم بنی اسرائیل هم موجود دی اوپه قرآن سره مخاطب دی نودهغه قصه ئی په تفصیل سره وړاندی ذکرکړه - بیا هرکله چه دی ټولو یهودیانو اونصاریٰ ومشرکین عرب خپل نسبت به ابراهیم علیه السلام ته کوؤ وئیل چه مونږ دهغه اولاد یو اومونږدهغه په دین باندی یو نواوس دهغه واقعه ذکرکوی چه په هغی کښی رد دی په مشرکینوباندی په حجت الزامی سره اوتعریف درب دی په ذکردصفاتو درب سره او دعاگانی دابراهیم علیه السلام دی اوبیا تخویف اخروی دی هغه چالره چه دپیغمبرپه مخالفت کښی تابعداری کوی دمشرکانو ملایانو اوپیرانووغیره - اوهرکله چه داسی بیان ډیرعظمت شان لری اوجامع دی ددوی وجی نه دیته ئی نَبَا اوفرمائیل -
[۷۱،۷۰] مَا سره دتپوس دوجی دعبادت مقصد دی یعنی څه وجه او دلیل دی ددوی په عبادت باندی، اودهغوی دجواب حاصل دادی چه دا د بزرگانو او کواکبو دروحانیت مرکزونه دی چه ددوی تعظیم په مونږباندی لازم دی (فَنَظَلُّ) مراد ددی نه هروخت دی یامراد ددی نه ورځ ده یعنی دورځی ددی بتانو عبادت کوؤ او دشپی دستورو او نمر سپوږمئ عبادت کوؤ -
[۷۳،۷۲] مقصد دادی چه بزرگان کیدل یا ستوری کیدل صفت دمعبودیت نه دی بلکه صفت دمعبودیت دادی دعاگانی اوریدل اوقبلول اوپه نفعی ورکولو اوضررورکولو اولری کولو باندی قدرت لرل آیا دا صفتونه په دوی کښی شته؟
[۷۴] هغوی جواب ورکړو صرف په تقلید سره چه مونږسره دلیل نیشته بغیردتقلید دمشرانونه -
[۷۶،۷۵] مقصد دادی چه بندگی کول ستاسو او ستاسو د مشرانو، دا خو دلیل او حجت نشی کیدلی - (أَفَرَأَيْتُمْ) مطلب دادی خبر راکړئ او سوچ اوکړئ په حال او عجز ددی معبودانوباندی صرف ستاسو بندگی کول او دمشرانو خو دلیل نه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>