وَقَالَ الَّذِينَ ۸۹۰ الشعراء
فَإِنَّهُمْ عَدُوٌّ لِي إِلَّا رَبَّ الْعَالَمِينَ ﴿۷۷﴾ الَّذِي خَلَقَنِي فَهُوَ يَهْدِينِ ﴿۷۸﴾ وَالَّذِي هُوَ يُطْعِمُنِي وَيَسْقِينِ ﴿۷۹﴾ وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ ﴿۸۰﴾ وَالَّذِي يُمِيتُنِي ثُمَّ يُحْيِينِ ﴿۸۱﴾ وَالَّذِي أَطْمَعُ أَنْ يَغْفِرَ لِي خَطِيئَتِي يَوْمَ الدِّينِ ﴿۸۲﴾
پس دوی به دشمنان شی ځما (که چیری زه ددوی بندگی اوکړم) ما سیوا درب دعالمینونه ﴿۷۷﴾
هغه ذات چه زه ئی پیدا کړی یم بیا هغه ماته لار ښائی ﴿۷۸﴾
اوهغه ذات دی چه مالره خوراک راکوی او څکاک راکوی ﴿۷۹﴾
اوکله چه زه ناجوړه شم نوهغه ماله شفا راکوی ﴿۸۰﴾
اوهغه ذات دی چه مړکوی مالره بیابه ژوندی کوی مالره ﴿۸۱﴾
او هغه ذات چه طمعه لرم چه اوبه بخښی مالره خطائی ځما په ورځ دجزاء ﴿۸۲﴾
[۷۷] هرکله چه دلیل نیشته نوبندگی دغیراللّه بغیرددلیل نه سبب دعداوت او دشمنئ دی په ورځ دقیامت، دعبارت تقدیردادی (ان عبدتهم فانهم یصیرون اعداء لی یوم القیامة) لکه سورة احقاف (۶) کښی دی یاتقدیردادی فان عبادتهم عبادة العدوَّ (یعنی بندگی ددوی داسی ده لکه بندگی ددشمنانوچه هیڅ په کارنه راځی) -
[۷۸] دی آیت نه تعریف درب شروع دی په ذکرداتوصفتونو سره اودیته توحید او ربوبیت وئیلی شی - اول داچه اللّه تعالٰی خالق دی دوهم داچه هدایت په تمام مرتبوسره په اختیار د اللّه تعالٰی کښی دی (مرتبی دهدایت په کتاب لطائف کښی اوپه تفسیرد سورة فاتحه کښی مونږ ذکرکړی دی) اودغه ټولی مرتبی دخلق سره متصل شروع کیږی ددی وجی نه خرف دفاء ئی ذکرکړو -
[۷۹] په دی کښی دریم صفت او څلورم صفت دی په دی دواړو سره قِوام دخلق (بدن) راځی لکه چه هدایت سره قوام دروح حاصلیږی اود کاملانو خلقو په نیز قوام دروح مخکښی دی دقوام دبدن نه ددی وجی نه یهدین ئی مقدم کړی دی په یطعمنی باندی اولفظ د هُوَ دحصردپاره دی اوپه خوراک او څکاک ورکولو کښی دهغی اسباب پیداکول (مثلاً باران راورول بوټی راویستل دهغی نه غلی میوی مشروبات پیداکول) اوپه بدن کښی دخوړلو څکلوقوتونه پیداکول ټول داخل دی اوپه هغی کښی صحت دبدن ته هم اشاره ده اودا ټول په اختیارد اللّه تعالٰی کښی دی -
[۸۰] داپنځم صفت دی اومرض هم د اللّه تعالٰی دطرف نه دی لیکن هغه په ظاهر نظرکښی نعمت نه دی بلکه ابتلاء ده ځکه دلته دهغی نسبت ئی اللّه تعالٰی ته اونه کړلو اومرض په بعضی اوقاتو کښی راځی ددی وجی نه په حرف د اذا سره ئی ذکرکړو اودلیل دی چه انبیاء علیهم السلام د مرضونوبدنیونه نه شی بچ کیدلی اودشفاء دوه معنی دی اول جوړول دمرض داخاص دی په اللّه تعالٰی پوری دوهم په معنیٰ دعلاج باندی لکه فیه شفاء للناس کښی دا معنیٰ مراد ده -
[۸۱] دا شپږم او اووم صفت دی اوپه دی کښی رد دی په هغه چاباندی چه دمرگ نسبت طبیعت او اختلاف دمزاج ته کوی، بلکه داپه خلق او په فعل د اللّه تعالٰی سره دی اواکثرموت په سبب دمرض راځی ددی وجی نه موت ئی دمرض نه روستو ذکرکړو بیا دوباره ژوند دمرگ نه څه زمانه روستو راځی ځکه ثُمَّ ئی ذکرکړو -
[۸۲] په دی کښی اتم صفت ذکردی اوفائده دمغفرت دگناهونو به په ورځ دجزا کښی ښکاره کیږی ددی وجی نه يُحْيِينِ نه روستو په یوم الدین سره ئی مقید کړو غوره داده چه دلته مراد د خطیئ کړی شوی گناه نه دی ځکه چه انبیاء علیهم السلام دگناهونونه پاک وی بلکه دا په طریقه د اظهار دبندگئ دی - او (أَطْمَعُ) کښی اشاره ده په طریقه دعجزاو انکسار چه ځما عملونه سبب دمغفرت نه دی یعنی بی سببه طمع دمغفرت کوؤم ځکه چه طمع وئیلی کیږی تعلق دزړه ته په یوڅیزپوری بغیر دسبب نه -