وَقَالَ الَّذِينَ ۸۹۱ الشعراء

رَبِّ هَبْ لِي حُكْمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ ﴿۸۳﴾ وَاجْعَلْ لِي لِسَانَ صِدْقٍ فِي الْآخِرِينَ ﴿۸۴﴾ وَاجْعَلْنِي مِنْ وَرَثَةِ جَنَّةِ النَّعِيمِ ﴿۸۵﴾ وَاغْفِرْ لِأَبِي إِنَّهُ كَانَ مِنَ الضَّالِّينَ ﴿۸۶﴾ وَلَا تُخْزِنِي يَوْمَ يُبْعَثُونَ ﴿۸۷﴾ يَوْمَ لَا يَنْفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ ﴿۸۸﴾

ای ربه راوبخښی ماته کلکی فیصلی کول اویوځای کړی مالره دپوره نیکانوسره ﴿۸۳﴾
او همیشه اوگرځوی مالره ذکرنیک په روستنو خلقو کښی ﴿۸۴﴾
او اوگرځوی مالره دحق دارو دجنت د نعمتونو نه ﴿۸۵﴾
اوبخښنه اوکړی ځما پلارته یقیناً دی دی د بی لاری خلقو نه ﴿۸۶﴾
اومه شرموی مالره په ورځ ددوباره ژوندی کیدلو ﴿۸۷﴾
په هغه ورځ چه نفع نه ورکوی مال او نه ځامن ﴿۸۸﴾

[۸۳] هرکله چه ربوبیت د اللّه تعالٰی په ذکردصفتونو او دنعمتونوسره بیان کړو اوس په هغی باندی تفریع کوی په ذکردحقوقو درب سره چه هغه دعا او تضرع ده رب ته نوشپږ دعاگانی ذکرکوی (حُكْمًا) علم مضبوط په عمل سره انبیاء‌ هم زیادت دعلم ته محتاج دی (وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ) یعنی روستو دمرگ نه په عالم دبرزخ کښی ځما روح دصالحینوسره اوگرځوی اوپه ورځ دقیامت په جنت کښی د صالحینوسره ملگرتیا راکړی یا مراد دادی چه توفیق راکړی داتباع د کاملو نیکانو په دنیا کښی -
[۸۴] ( لِسَانَ صِدْقٍ) ذکر دنیکئ نه مراد دادی چه توحید ځما په اولاد کښی جاری اوساتی اوپه دی کښی دپلارحصه دثواب وی ځکه لِي وئیلی دی یامراد دادی چه توفیق دداسی عمل راکړی چه روستو دمرگ نه دهغی ثواب ماته رارسیږی -
[۸۵] سوال دجنت دانبیاؤ سنت دی څوک چه دمتصوفونه وائی زه جنت نه غواړم بلکه دیدار غواړم ددی آیت نه خلاف ده -
[۸۶] سوال د مغفرت د پلار روستو دوعدی نه وؤ هغه سره، اوبیائی دا دعا هم پریخودله لکه چه ددی تفصیل سورة توبه (۱۱۴) کښی تیرشوی دی - دوهم قول په دی آیت کښی دادی چه دلته د وَاغْفِرْ نه مراد طلب دهدایت دی -
[۸۷] په دی کښی دعام شرمندگئ نه بچ کیدل دی اودارنگ شرمندگی د عذاب دپلاردی دده په مخکښی، لکه صحیح حدیث کښی راځی مضمون ئی دادی چه ابراهیم علیه السلام به خپل پلارلره په ناکاره حالت کښی اوینی نو دی به اوائی چه یا رَبَه تاماسره وعده کړی وه چه تابه قیامت کښی نه شرمنده کوؤم (یعنی دا دعا دی ځما قبوله کړی وه) نوددی نه لوی شرم کوم دی چه ځما پلارځما په وړاندی په داسی بدحالئ‌ کښی جهنم ته ورځی نو اللّه تعالٰی به د پلاردابراهیم صورت بدل کړی په ناکاره شکل سره تردی چه دابراهیم علیه السلام به تری هم نفرت پیداشی اوجهنم ته به اوغورځولی شی او ابراهیم به ئی په دغه حالت نه پیژنی نو دشرمندگئ نه په داسی طریقی سره به بچ شی -
[۸۸] په دی کښی اشاره ده چه د ازر (پلاردابراهیم علیه السلام) مالونه ډیروؤ اوځوی ئی (ابراهیم علیه السلام) پیغمبر وؤ نوهغی ورته نفع ورنکړه دهغه دکفروجی نه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>