وَقَالَ الَّذِينَ ۸۹۲ الشعراء

إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ ﴿۸۹﴾ وَأُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ ﴿۹۰﴾ وَبُرِّزَتِ الْجَحِيمُ لِلْغَاوِينَ ﴿۹۱﴾ وَقِيلَ لَهُمْ أَيْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْبُدُونَ ﴿۹۲﴾ مِنْ دُونِ اللَّهِ هَلْ يَنْصُرُونَكُمْ أَوْ يَنْتَصِرُونَ ﴿۹۳﴾ فَكُبْكِبُوا فِيهَا هُمْ وَالْغَاوُونَ ﴿۹۴﴾ وَجُنُودُ إِبْلِيسَ أَجْمَعُونَ ﴿۹۵﴾ قَالُوا وَهُمْ فِيهَا يَخْتَصِمُونَ ﴿۹۶﴾ تَاللَّهِ إِنْ كُنَّا لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۹۷﴾ إِذْ نُسَوِّيكُمْ بِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۹۸﴾

مگرهغه چاته چه ورځی اللّه تعالٰی ته په زړه روغ سره ﴿۸۹﴾
اونزدی به کړی شی جنت پرهیزگارانو ته ﴿۹۰﴾
او ښکاره به کړی شی دوزخ سرکشانوته ﴿۹۱﴾
اواوبه وئیلی شی دوی ته کوم ځای کښی دی هغه کسان چه تاسو دهغوی بندگی کوله ﴿۹۲﴾
سیوا د اللّه تعالٰی نه ایا مدد کولی شی ستاسویا بدل اخستلی شی ﴿۹۳﴾
پس پړمخی به واچولی شی په هغی کښی دوی او سرکشان ﴿۹۴﴾
او لښکری د ابلیس ټولی ﴿۹۵﴾
اوبه وائی دوی اوحال داچه دوی په هغی کښی دیوبل سره جگړه کوی ﴿۹۶﴾
قسم په اللّه تعالٰی باندی یقیناً مونږوؤ خامخا په گمراهئ ښکاره کښی ﴿۹۷﴾
کله چه برابرگنړلئ مونږ تاسو درب العٰلمین سره ﴿۹۸﴾

[۸۹] (بِقَلْبٍ سَلِيمٍ) چه خالی وی دشرک او کفرنه اودبدعت اودحرص ددنیا نه اوویره کوؤنکی وی د اللّه تعالٰی نه اونوراندامونه دزړه تابع وی ځکه هغی ئی ذکرنه کړل اومراد ددی نه مؤمن موحد دی د هغه مال او اولاد صالح هغه ته به فائده ورکوی چه په شرعی طریقه ئی استعمال کړی وی یا سلیم چیچلی شوی ته وئیلی شی مراد ترینه ویریدونکی دی -
[۹۰] هرکله چه ورځ دقیامت ئی مخکښی ذکرکړه نوپه دی آیاتونو کښی دهغی ورځی تفصیلی حالات ذکرکوی په دی آیت کښی بشارت دی په نزدیکت دجنت سره یعنی متقیانوته دمزل کولو تکلیف نه شی ورکیدی بلکه جنت به ورته نزدی کړی شی -
[۹۱] دا تخویف اخروی دی (لِلْغَاوِينَ) ددی نه مراد مشرکان عابدان دی چه عبادت او طاعت ئی کړی دی مشرکانوملیانو اوپیرانو او اقتداروالو اودا شرک ئی کړی وؤ په وسوسی دابلیس او داولاد دهغه سره -
[۹۲] دا تپوس د زورنئ دی دپاره داظهاردعجز دمعبودانو ددوی اومراد دادی معبودانونه هغه کسان دی چه هغوی هم مشرکان او بدعتیان وؤ -
[۹۳] دعابدانو مدد نه شی کولی چه دعذاب نه ئی بچ کړی (أَوْ يَنْتَصِرُونَ) یعنی دځان نه هم عذاب نه شی دفع کولی -
[۹۴] (هُمْ) نه مراد دغه معبودان دی (وَالْغَاوُونَ) نه مراد عابدان دی -
[۹۵] د ابلیس لښکری هغه دی چه دابلیس په وسوسی سره په مختلفو گناهونوکښی اخته شوی دی -
[۹۹،۹۸،۹۷،۹۶] هرکله چه داعابدان ددغه معبودانونه ناامیدشول نوورسره به جگړه شروع کړی- (نُسَوِّيكُمْ) مراد دادی چه کوم طاعت اوعبادت د اللّه تعالٰی په کاروو دغسی مونږتاسولره کړی دی - تسویه (برابری) په ټولوصفاتوکښی مراد نه ده ځکه چه ټولو مشرکانو خپل معبودان د اللّه تعالٰی نه کم او کوز گنړلی دی اووسیلی ئی گرځولی دی اللّه تعالٰی ته لکه چه لفظ د مِنْ دُوْنِ په ډیرو آیاتونو کښی او آیت دسورة یونس (۱۸) اوسورة زمر (۳) په دی باندی دلیل دی (الْمُجْرِمُونَ) ددی نه مراد ابلیس اودهغه ذُرِّیَة دی دهغوی وسوسی سبب دگمراهئ دخلقو اوگرځیدلی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>