وَقَالَ الَّذِينَ ۸۹۳ الشعراء
وَمَا أَضَلَّنَا إِلَّا الْمُجْرِمُونَ ﴿۹۹﴾ فَمَا لَنَا مِنْ شَافِعِينَ ﴿۱۰۰﴾ وَلَا صَدِيقٍ حَمِيمٍ ﴿۱۰۱﴾ فَلَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۰۲﴾ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۱۰۳﴾ وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۱۰۴﴾ كَذَّبَتْ قَوْمُ نُوحٍ الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۰۵﴾ إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ نُوحٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿۱۰۶﴾ إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ﴿۱۰۷﴾ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۰۸﴾ وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۰۹﴾
اونه وؤ بی لاری کړی مونږ لره مگر مجرمانو ﴿۹۹﴾
پس نیشته مونږلره سفارش کوؤنکی ﴿۱۰۰﴾
اونه دوست گرم (مهربان) ﴿۱۰۱﴾
پس که چیری وی مونږلره دوباره تلل دنیا ته نووی به مونږ دمؤمنانو نه ﴿۱۰۲﴾
یقیناً خامخا په دی کښی عبرت دی اونه دی ډیر ددوی نه مؤمنان ﴿۱۰۳﴾
اویقیناً ستا رب خامخا هغه زور آور رحم کوؤنکی دی ﴿۱۰۴﴾
دروعژن کړی وؤ قوم د نوح علیه السلام پیغمبرانو لره ﴿۱۰۵﴾
کله چه اوئیل دوی ته ورور ددوی نوح علیه السلام ایا ځان نه بچ کوئ دعذاب نه ﴿۱۰۶﴾
یقیناً زه تاسولره رسول امانت دار یم ﴿۱۰۷﴾
پس اویریږئ د اللّه تعالٰی نه (دشرک کولو) اوتابعدارئ اوکړئ ځما ﴿۱۰۸﴾
او زه نه غواړم ستاسونه په دی باندی هیڅ بدله نه ده بدله ځما مگرپه رب العٰلمین باندی ده ﴿۱۰۹﴾
[۱۰۲،۱۰۱،۱۰۰] په دی دری آیاتونو کښی دبچ کیدلو دری دری طریقی ذکرکوی چه هغه طریقی دوی ته هیڅ فائده نه شی ورکولی - سفارش، دوست مخلص، دنیاته واپسی -
[۱۰۴،۱۰۳] (وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُمْ) مراد ددی نه مخکښنی اوروستنی مراد دی یعنی په زمانه د ابراهیم علیه السلام کښی اوپه اوسنئ زمانه کښی اکثرخلق ایمان نه لری -
[۱۰۵] ددی آیت نه دریمه واقعه شروع ده (كَذَّبَتْ) سره ئی شروع ددی وجی نه اوکړه چه په دی سورة کښی مقصد بیان دحال دمکذبینووؤ او تکذیب سبب دعذاب دی اومؤنث ئی ددی وجی نه راوړو چه ددوی سپک والی اوکړی شی (الْمُرْسَلِينَ) ددی وجی نه اوئیل چه دټولو رسولانو مقصد یو دی چه هغه توحید دی نودیو تکذیب سره دټولو تکذیب راغی اوپه دی کښی اشاره ده چه انکاردتوحید ډیرلوی گناه دی اومنکردتوحید نه د ټولورسولانو په نیز باندی کافردی -
[۱۰۶] (أَخُوهُمْ) په دی سورة کښی په معنیٰ دناصح اودخیرخواه دی اگرچه دبل قوم نه وی اودهریورسول پنځه پنځه خطابات ذکرکوی اشاره ده چه ټولو انبیاؤ په دی پنځه خطاباتوکښی یودین وؤ - اول خطاب (أَلَا تَتَّقُونَ) دشرک اوکفرنه بچ کیدل -
[۱۰۷] په دی کښی دوهم خطاب دی (لَكُمْ) ئی ددی وجی نه مخکښی راوړو چه رسول رالیږلی کیږی دپاره دفائدی دقوم دهغه (رَسُولٌ) کښی اشاره ده چه دځان نه خبری نه جوړوم (أَمِينٌ) کښی اشاره ده چه پیغام د اللّه تعالٰی کښی هیڅ نقصان نه کوؤم -
[۱۰۸] په دی کښی دریم او څلورم خطاب دی مراد دتقویٰ نه توحید دی اومراد داطاعت نه اتباع د سنت درسول ده معلومه شوه چه ټولو مقصد دعوت دتوحید او سنت وؤ -
[۱۰۹] په دی کښی پنځم خطاب دی مراد ددی نه اخلاص دی اوتبلیغ ددین په انبیاء علیهم السلام باندی فرض عین دی ددی وجی نه په هغوی باندی اجرت اخستل حرام وؤ - دارنگ هرچا باندی چه یوعبادت فرض عین شی نوهغه باندی اجرت اخستل ددغه عبادت حرام وی -