وَقَالَ الَّذِينَ ۸۹۴ الشعراء
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۱۰﴾ قَالُوا أَنُؤْمِنُ لَكَ وَاتَّبَعَكَ الْأَرْذَلُونَ ﴿۱۱۱﴾ قَالَ وَمَا عِلْمِي بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۱۲﴾ إِنْ حِسَابُهُمْ إِلَّا عَلَى رَبِّي لَوْ تَشْعُرُونَ ﴿۱۱۳﴾ وَمَا أَنَا بِطَارِدِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۱۴﴾ إِنْ أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ مُبِينٌ ﴿۱۱۵﴾
پس اویریږئ د اللّه تعالٰی نه اوتابعداری اوکړئ ځما ﴿۱۱۰﴾
دوی اوئیل آیا ایمان راوړو مونږپه تاباندی او حال داچه تابع دی ستا سپک خلق ﴿۱۱۱﴾
اوئیل هغه نیشته علم ځما په (حقیقت) دهغه چه دوی عمل کوی ﴿۱۱۲﴾
نیشته حساب ددوی مگردی په رب ځما باندی که دوی پوهیدلی ﴿۱۱۳﴾
اونه یم زه شړونکی دمؤمنانو ﴿۱۱۴﴾
نه یم زه مگرویره ورکوؤنکی ښکاره ﴿۱۱۵﴾
[۱۱۰] داجمله ئی مکررکړی ده ددی وجی نه چه مراد دتقویٰ نه دشرک اوکفرنه روستو دنورگناهونونه ځان بچ کول دی اومراد داطاعت نه تابعداری په اعمالوکښی ده روستو دتابعدارئ کولونه په عقائدو کښی -
[۱۱۱] ددعوت دبیان نه روستو تکذیب دقوم ذکرکوی اوداتفصیل دکذبت دی اوپه دی جمله کښی دکافرانو دطرف نه دری مقصد دی - اول داچه سپک کارونه کوؤنکی او کمزوری او بی عزته خلق دی اوداسی تمام باطل پرست خلق حق پرستوته سپک گوری اگرچه حق پرست په نسب کښی اوچت وی ددی وجی نه دلته د الْأَرْذَلُونَ نه د نسب کوزوالی مراد نه دی دوهم مقصد، دی ملگرو په زړه کښی په تا ایمان نه دی راوړی د هسی سرسری او ښکاره تابعداری کوی - دریم مقصد دادی چه دوی ارزل دی اومونږاشرف (دمالدارئ دوجی نه) نومونږ ددوی سره په مجلس کښی کیناستل بده خبره گنړو نودوی دخپل مجلس نه اوشړه ددی وجی نه په روستو دری ایاتونوکښی ددی دری خبرو په ترتیب سره جواب ورکوی -
[۱۱۲] په دی کښی داولی خبری جواب دی مراد دادی چه زه ددوی د سپک کارونونه خبرنه یم -
[۱۱۳] داد دوهمی خبری جواب دی چه د زړه دایمان علم ماسره نیشته دهغی حساب د اللّه تعالٰی سره دی ددی وجی نه ظاهرحال ته په شرع کښی اعتباردی -
[۱۱۴] داد دریمی خبری جواب دی حاصل دادی چه ددوی ایمان ته اعتباردی غریبئ ته ئی نظر نه کوؤ او ایمان والا دځانه شړلی نه شم -
[۱۱۵] اشاره ده چه زه هرکار د اللّه تعالٰی په اجازت سره کوؤم اوپه مسئله کښی دهیچ چا رعایت نه کوؤم -