وَقَالَ الَّذِينَ ۸۹۵ الشعراء

قَالُوا لَئِنْ لَمْ تَنْتَهِ يَا نُوحُ لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمَرْجُومِينَ ﴿۱۱۶﴾ قَالَ رَبِّ إِنَّ قَوْمِي كَذَّبُونِ ﴿۱۱۷﴾ فَافْتَحْ بَيْنِي وَبَيْنَهُمْ فَتْحًا وَنَجِّنِي وَمَنْ مَعِيَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۱۸﴾ فَأَنْجَيْنَاهُ وَمَنْ مَعَهُ فِي الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ ﴿۱۱۹﴾ ثُمَّ أَغْرَقْنَا بَعْدُ الْبَاقِينَ ﴿۱۲۰﴾ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۱۲۱﴾ وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۱۲۲﴾ كَذَّبَتْ عَادٌ الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۲۳﴾ إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ هُودٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿۱۲۴﴾ إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ﴿۱۲۵﴾ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۲۶﴾ وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۲۷﴾

دوی اوئیل که چیری منع نه شوی ته ای نوح علیه السلام خامخا شی به ته سنگسار کړی شوؤ نه ﴿۱۱۶﴾
اوئیل ده ای ربه ځما یقیناً ځما قوم دروغژن کړو مالره ﴿۱۱۷﴾
پس فیصله اوکړه په مینځ ځما او مینځ ددوی کښی فیصله او بچ کړی مالره اوهغه څوک چه ملگری ځمادی دایمان والو نه ﴿۱۱۸﴾
پس بچ کړو مونږده لره اوهغه څوک چه دده ملگری وؤ په کشتئ ډکه کړی شوی کښی ﴿۱۱۹﴾
بیا غرق کړل مونږ پس ددی نه باقی خلقو لره ﴿۱۲۰﴾
یقیناً په دی کښی خامخا عبرت دی اونه دی ډیرددوی نه ایمان والا ﴿۱۲۱﴾
اویقیناً ستا رب خامخا زورآور او رحم کوؤنکی دی ﴿۱۲۲﴾
دروغژن کړی وؤ عادیانو پیغمبرانو لره ﴿۱۲۳﴾
کله چه اوئیل دوی ته ورور ددوی هود علیه السلام ایا ځان نه بچ کوئ دعذاب نه ﴿۱۲۴﴾
یقیناً‌ زه تاسولره رسول امانت دار یم ﴿۱۲۵﴾
نو اویریږئ د اللّه تعالٰی نه اوتابعداری کوئ‌ ځما ﴿۱۲۶﴾
اونه غواړم زه ستاسونه په دی باندی هیڅ بدله نه ده بدله ځما مگرده په رب د عالمینو باندی ﴿۱۲۷﴾

[۱۱۶] دقوم سره هیڅ حجت او دلیل نه وؤ نودباؤ نه ئی شروع کړل اوداسی دټول باطل پرستانوحال دی اوداد تکذیب دوهمه درجه ده -
[۱۱۷] دقوم په مقابله کښی اللّه تعالٰی ته عاجزی کول شروع کړل اودا شهادت دنبی دی دقوم په تکذیب کولوباندی یعنی دوی تراوسه پوری ایمان قبول نه کړو اوتوبه د تکذیب نه نه اوباسی نودوی دعذاب مستحق دی -
[۱۱۸] دا دعا دشرده په قوم باندی هرکله چه دهغوی دایمان نه ناامیده شو په سبب دوحی د اللّه تعالٰی لکه چه سورة هود کښی تیرشوی دی او دعا ده دپاره داهل ایمان اوفتح په معنیٰ د واضحه فیصلی ده مراد ترینه عذاب دی په دغه قوم باندی -
[۱۱۹] دا قبولیت ددوهمی دعا دی (الْفُلْكِ) دلته مفرد مذکردی ځکه صفت ئی هم مذکردی -
[۱۲۰] دا قبولیت داولی دعا دی (الْبَاقِينَ) ئی ځکه اوئیل چه دهغوی نه علاوه په دنیا کښی نورانسانان نه وؤ صرف هغوی باقی پاتی وؤ دمؤمنانو دنجات نه روستو -
[۱۲۲،۱۲۱] عذاب په دشمنانو مکذبینو او نجات دمؤمنانو دپاره دا بله نمونه ده -
[۱۲۷،۱۲۶،۱۲۵،۱۲۴،۱۲۳] دا څلورمه واقعه ده چه عادیانو تکذیب کړی وؤ نوعذاب پری نازل شو او دهود علیه السلام دبیان خلاصه ئی په پنځو خبرو کښی ذکرکړه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>