وَقَالَ الَّذِينَ ۸۹۶ الشعراء
أَتَبْنُونَ بِكُلِّ رِيعٍ آيَةً تَعْبَثُونَ ﴿۱۲۸﴾ وَتَتَّخِذُونَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُونَ ﴿۱۲۹﴾ وَإِذَا بَطَشْتُمْ بَطَشْتُمْ جَبَّارِينَ ﴿۱۳۰﴾ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۳۱﴾ وَاتَّقُوا الَّذِي أَمَدَّكُمْ بِمَا تَعْلَمُونَ ﴿۱۳۲﴾ أَمَدَّكُمْ بِأَنْعَامٍ وَبَنِينَ ﴿۱۳۳﴾ وَجَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿۱۳۴﴾ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۱۳۵﴾ قَالُوا سَوَاءٌ عَلَيْنَا أَوَعَظْتَ أَمْ لَمْ تَكُنْ مِنَ الْوَاعِظِينَ ﴿۱۳۶﴾ إِنْ هَذَا إِلَّا خُلُقُ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۳۷﴾
آیا ابادوئ په هرډیره باندی نخښه عبث کار کوؤنکی ئی ﴿۱۲۸﴾
اوجوړوئ بنگلی دی دپاره چه تاسوبه همیشه اوسئ ﴿۱۲۹﴾
اوکله چه نیول کوئ تاسو نونیول کوئ ظلم کؤونکی ﴿۱۳۰﴾
نو اویریږئ د اللّه تعالٰی نه اوتابعداری اوکړئ ځما ﴿۱۳۱﴾
او اوریږئ دهغه ذات نه چه زیاتی کړی دی هغه نعمتونه چه تاسوئی پیژنئ ﴿۱۳۲﴾
زیاتی کړی دی تاسو لره څاروی او ځامن ﴿۱۳۳﴾
اوباغونه او چینی ﴿۱۳۴﴾
یقیناً زه ویریږم په تاسوباندی دعذاب دورځی لوی نه ﴿۱۳۵﴾
اوئیل دوی برابره خبره ده په مونږباندی که وعظ کوی ته یانه ئی ته دوعظ کوؤنکونه ﴿۱۳۶﴾
نه دی دا مگرعادتونه دزړو خلقو دی ﴿۱۳۷﴾
[۱۲۸] دشرک نه علاوه داقوم دنیا پرست او سرمایه دار وؤ نو په هغی باندی زورنه ورکوی (رِيعٍ) په معنیٰ دډیرئ، اوپه معنیٰ دلاری، اودره دمینځ دغرونو هریو معنیٰ مراد کیدی شی - دوی په داسی ځایونو کښی دخپل قومیت نخښی اومیناری جوړولی لکه چه اوس قومی او حکومتی مینارونه جوړوی اوپه هغی باندی بی شماره روپئ خرچ کوی بغیردڅه فائدی نه دا عادت د جاهلانودی (تَعْبَثُونَ) یعنی دا نخښی ئی عبث اوبی فائدی جوړولی یاداچه په لاری تیریدونکوپسی مسخری او عبث کارونه کوئ -
[۱۲۹] (مَصَانِعَ) په معنیٰ دمظبوط او اوچتی بنگلی یاحوضونه د اوبو لیکن بی مقصد به ئی جوړول (لَعَلَّكُمْ) په معنیٰ د استفهام توبیخی دی یالعل په معنیٰ د کی دی یعنی ستاسو دا اراده ده چه فنابه تاسوباندی نه راځی یعنی مرگ موهم هیرکړی دی -
[۱۳۰] دسرمایه دارئ سره هغوی صفت دظلم ذکرکوی یعنی سرمایه دار ظالم او ناترسه وی - (بَطَشْتُمْ) بَطَش رانیول بغیردجرم نه او وژل، بی عزته کول (جَبَّارِينَ) جبار هغه څوک دی چه دځان دپاسه هیڅ قانون نه منی خودسراوسرکش وی دوی هم د اللّه تعالٰی قانون نه منلو -
[۱۳۱] دا تقویٰ او اطاعت په باره د احکاموکښی مراد دی -
[۱۳۲] دا تذکیر دی په نعمتونوسره او بِمَا تَعْلَمُونَ کښی اجمال او ابهام دی اشاره ده ډیروالی ته او تَعْلَمُونَ کښی اشاره ده چه پوهیږئ چه دا نعمتونه دطرف د اللّه تعالٰی نه دی -
[۱۳۴،۱۳۳] دا تفصیل دماقبل دی اشاره ده چه دوی ډیر جاگیردار وؤ او اولاد (ځامن) ئی هم په کثرت سره وؤ -
[۱۳۵] دا تخویف دی په عذاب سره دوجی دناشکرئ ددغه نعمتونونه -
[۱۳۶] داد هغوی جابریت اوسرکشی ده چه نبی ته اوئیل ستا وعظ په مونږباندی اثرنه کوی -
[۱۳۷] هَذَا اشاره ده عذاب ته یعنی (قحط وغیره) چه ته ئی عذاب گنړی داعذاب نه دی داسی عادات او گردش دزمانی په مخکښنوخلقوباندی هم راغلی دی - یااشاره ده ابادئ او ظلمونوکولوته چه دا زمونږدمشرانوطریقه ده -