وَقَالَ الَّذِينَ ۸۹۷ الشعراء

وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ ﴿۱۳۸﴾ فَكَذَّبُوهُ فَأَهْلَكْنَاهُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۱۳۹﴾ وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۱۴۰﴾ كَذَّبَتْ ثَمُودُ الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۴۱﴾ إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ صَالِحٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿۱۴۲﴾ إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ﴿۱۴۳﴾ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۴۴﴾ وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۴۵﴾ أَتُتْرَكُونَ فِي مَا هَاهُنَا آمِنِينَ ﴿۱۴۶﴾ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿۱۴۷﴾ وَزُرُوعٍ وَنَخْلٍ طَلْعُهَا هَضِيمٌ ﴿۱۴۸﴾ وَتَنْحِتُونَ مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا فَارِهِينَ ﴿۱۴۹﴾ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۵۰﴾ وَلَا تُطِيعُوا أَمْرَ الْمُسْرِفِينَ ﴿۱۵۱﴾

او نه یو مونږ عذاب راکړی شوی ﴿۱۳۸﴾
نودوی دروغژن کړو هغه پس هلاک کړه مونږ دوی لره یقیناً په دی کښی خامخا عبرت دی اونه دی ډیرددوی نه مؤمنان ﴿۱۳۹﴾
اویقیناً ستارب خامخا هغه زورآور او رحم کوؤنکی دی ﴿۱۴۰﴾
دروغژن کړی وؤ ثمودیانو پیغمبرانو لره ﴿۱۴۱﴾
کله چه اوئیل دوی ته ورور ددوی صالح علیه السلام ایا ځان نه بچ کوئ دعذاب نه ﴿۱۴۲﴾
یقیناً‌ زه تاسولره رسول امانت دار یم ﴿۱۴۳﴾
نو اویریږئ د اللّه تعالٰی نه اوتابعداری کوئ‌ ځما ﴿۱۴۴﴾
او زه نه غواړم ستاسونه په دی باندی هیڅ بدله نه ده بدله ځما مگرپه رب العٰلمین باندی ده ﴿۱۴۵﴾
آیا تاسو به پریخودلی شئ په هغه نعمتونوکښی چه دلته دی امن والا ﴿۱۴۶﴾
په باغونوکښی او چینوکښی ﴿۱۴۷﴾
اوفصلونو کښی او کجورو کښی چه غونچکونه دهغی تازه (نرم) دی ﴿۱۴۸﴾
او کنستل کوئ‌ تاسو د غرونونه کوټی بی فائدی ﴿۱۴۹﴾
نو اویریږئ د اللّه تعالٰی نه اوځما تابعداری اوکړئ ﴿۱۵۰﴾
اوتابعداری مه کوئ‌ دطریقی دتیروتونکو دحد نه ﴿۱۵۱﴾

[۱۳۸] یعنی دا عذاب نه دی (کوم قحطونه وغیره چه مونږباندی راځی) یا داچه په مونږباندی هیڅ عذاب نه شی راتللی ځکه چه ډیرقوت والایو -
[۱۴۰،۱۳۹] اشاره ده چه سبب دهلاکت تکذیب دی - اونوره تشریح مخکښی تیره شوی ده -
[د ۱۴۱ نه تر ۱۴۵] پوری په دی آیاتونو کښی پنځمه واقعه ده - دقوم دصالح علیه السلام چه ثمودیان دی اوددی نبی په بیان کښی هم پنځه خبری دی -
[۱۴۶] دا قوم هم جاگیرداراو صنعتکار وؤ اودائی سبب دامن دعذاب نه گنړلو په دی وجه زجرورکوی - (مَا هَاهُنَا) هغه نعمتونه چه ستاسوپه دی وطن کښی دی دا اجمال دی
[۱۴۸،۱۴۷] دا تفصیل دی دنعمتونو، هرکله چه دوی جاگیرداروؤ یعنی جائیداد او ځمکی ئی ډیری وی ددی وجی نه (زُرُوعٍ وَنَخْلٍ) ئی ذکرکړو (طَلْعُهَا) اول چه ونی دکجوری نه دڅانگو په ویخونوکښی کسوړه راښکاره شی چه په هغی کښی دننه د نرونرو دانو وږی وی هغه کسوړی ته طلع وئیلی کیږی او دارنگ دننه وږی ته هم طلع وئیلی کیږی دلته دوهمه معنیٰ مراد ده (هَضِيمٌ) نرم، چه یوبل سره پیوست وی اوچه گوتی ورته نزدی کوی نو دوړیږی - اوقرطبی دماوردی نه دولس اقوال ددی په معنیٰ کښی نقل کړی دی -
[۱۴۹] دا زجردی دهغوی په بی فائدی اوبی ضرورته صنعتکارئ دگټوباندی په دی زمانه کښی هم په ډیرو وطنونوکښی داکارونه شروع دی (فَارِهِينَ) خپل مهارت ښکاره کوؤنکی، لوئی کوؤنکی، عبث کارکوؤنکی، بی خوفه بی خطره -
[۱۵۰] دا دوهم کرت تقویٰ او اطاعت په اعمالو کښی مراد دی -
[۱۵۲،۱۵۱] دصالح علیه السلام په مقابله کښی نهه کسان بدمعاشان وؤ اودهغه دقوم دپاره پیشوایان وؤ دصالح علیه السلام دتابعدارئ نه ئی منع کوله اوخپل اطاعت ته ئی خلق را بلل نوپه دی آیت کښی دهغوی داطاعت نه منع کوی اود هغی دری درجی ذکرکوی - اسراف، فساد، عدم اصلاح -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>