وَقَالَ الَّذِينَ ۸۹۸ الشعراء
الَّذِينَ يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ ﴿۱۵۲﴾ قَالُوا إِنَّمَا أَنْتَ مِنَ الْمُسَحَّرِينَ ﴿۱۵۳﴾ مَا أَنْتَ إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُنَا فَأْتِ بِآيَةٍ إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۱۵۴﴾ قَالَ هَذِهِ نَاقَةٌ لَهَا شِرْبٌ وَلَكُمْ شِرْبُ يَوْمٍ مَعْلُومٍ ﴿۱۵۵﴾ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابُ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۱۵۶﴾ فَعَقَرُوهَا فَأَصْبَحُوا نَادِمِينَ ﴿۱۵۷﴾ فَأَخَذَهُمُ الْعَذَابُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۱۵۸﴾ وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۱۵۹﴾ كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍ الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۶۰﴾
هغه کسان چه ورانی کوی په ملک کښی او اصلاح نه کوی ﴿۱۵۲﴾
اوئیل دوی یقیناً ته دجادو کړی شوؤ نه ئی ﴿۱۵۳﴾
نه ئی ته مگربنده ئی زمونږ په شان پس راوړه یوه نښه که چیری ته د رشتینو نه ئی ﴿۱۵۴﴾
اوئیل هغه دا اوښه ده دی لره نمبرد اوبو دی اوتاسولره نمبرداوبو دورځی معلومی دی ﴿۱۵۵﴾
اومه رسوئ دی ته هیڅ تکلیف پس اوبه نیسی تاسولره عذاب د ورځی لوئ ﴿۱۵۶﴾
پس دوی پری کړل اندامونه دهغی پس شول دوی پښیمانه ﴿۱۵۷﴾
پس اونیوؤ ده لره عذاب یقیناً په دی کښی شته عبرت اونه دی ډیرددوی نه مؤمنان ﴿۱۵۸﴾
اویقیناً رب ستا خامخا هغه زورآور رحم کوؤنکی دی ﴿۱۵۹﴾
دروغژن کړل قوم دلوط علیه السلام رسولانو لره ﴿۱۶۰﴾
[۱۵۴،۱۵۳] په دی کښی دانکار دوه وجهی ذکرکړی دی (الْمُسَحَّرِينَ) اوله معنیٰ داچه په تاباندی سحر کړی شوی دی یاداچه (ته تریخی والائی) خوراک او څکاک ته محتاج ئی - دوهم داچه زمونږپه شان بشرئی بیائی مطالبه دمعجزی کړی ده -
[۱۵۵] دمعجزی مطالبه پوره شوه دگټی نه ورله اوښه راپیداکړله اوددوی چینه داوبووه چه دهغی نه به ئی څاروی اوبه کول دهغی نمبرئی ورسره مقرر کړو -
[۱۵۶] دا ذکر دادب دمعجزی دی اوبی ادبی دهغی سبب دعذاب دی -
[۱۵۷] دانهایت بی ادبی او هتک دهغی وؤ چه دحلالول په ځای ټکړی ټکړی کړه (نَادِمِينَ) پښیمانه شول په وخت دراتلو دعذاب کښی اودغه وخت توبه نه قبلیږی -
[۱۵۹،۱۵۸] عذاب دهغوی په سورة اعراف او سورة هود کښی ذکرکړی شوی دی -
[د ۱۶۰ نه تر ۱۶۴] پوری شپږمه قصه ده دقوم دلوط علیه السلام په دی کښی پنځه امورذکرکړی دی دا دلیل دی چه لوط علیه السلام دنورو انبیاؤ په شان دتوحید او د اطاعت خپل قوم ته دعوت کړی وؤ اودشرک او کفرنه ئی منع کړی وؤ -
فائده: سورة اعراف کښی دلوط علیه السلام دپاره أَخُوهُمْ نه دی ذکرکړی ځکه چه هلته د اخ نه مراد قومی رورولی ده او لوط علیه السلام دهغه قوم نه نه وؤ - اوپه دی سورة کښی أَخُوهُمْ ذکرکړی دی ځکه چه دلته مراد د ورور نه خیرخواه او ناصح دی اوهرپیغمبر دخپل قوم خیرخواه وی - اوبله وجه داهم وئیلی شوی ده چه ددی قوم سره ئی سخرگنی وه ددی وجی نه دلته رورولی مراد ده -