وَقَالَ الَّذِينَ ۸۹۹ الشعراء

إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ لُوطٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿۱۶۱﴾ إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ﴿۱۶۲﴾ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۶۳﴾ وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۶۴﴾ أَتَأْتُونَ الذُّكْرَانَ مِنَ الْعَالَمِينَ ﴿۱۶۵﴾ وَتَذَرُونَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ عَادُونَ ﴿۱۶۶﴾ قَالُوا لَئِنْ لَمْ تَنْتَهِ يَا لُوطُ لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمُخْرَجِينَ ﴿۱۶۷﴾ قَالَ إِنِّي لِعَمَلِكُمْ مِنَ الْقَالِينَ ﴿۱۶۸﴾ رَبِّ نَجِّنِي وَأَهْلِي مِمَّا يَعْمَلُونَ ﴿۱۶۹﴾ فَنَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ أَجْمَعِينَ ﴿۱۷۰﴾

کله چه اوئیل دوی ته ورور (خیرخواه) ددوی لوط علیه السلام ایا ځان نه بچ کوئ دعذاب نه ﴿۱۶۱﴾
یقیناً‌ زه تاسولره رسول امانت دار یم ﴿۱۶۲﴾
نو اویریږئ د اللّه تعالٰی نه اوځما تابعداری کوئ‌ ﴿۱۶۳﴾
او نه غواړم ستاسونه په دی باندی هیڅ بدله نه ده بدله ځما مگرپه رب العٰلمین باندی ده ﴿۱۶۴﴾
آیا تاسو بدکاری کوئ د نارینو سره دخلقو نه ﴿۱۶۵﴾
او پریږدئ هغه چه حلال کړی دی تاسولره رب ستاسو دبیبیانو ستاسونه بلکه تاسو قوم ئی دحد نه تیروتونکی ﴿۱۶۶﴾
دوی اوئیل که چیری منع نه شوی ته ای لوط خامخا به شی ته د ویستلی شوؤ نه ﴿۱۶۷﴾
اوئیل هغه یقیناً زه ستاسو عمل لره دبدگنړونکو نه یم ﴿۱۶۸﴾
ای ربه ځما بچ اوساتی مالره اوکورنئ ځما دسزا دهغه عمل نه چه دوی ئی کوی ﴿۱۶۹﴾
پس بچ کړو مونږ دی او دده کورنئ ټوله ﴿۱۷۰﴾

[۱۶۶،۱۶۵] دشرک نه علاوه هغه قوم دنارینو په بدکارئ کښی اخته شوی وو اوځپلی ښځی ئی پریخودلی وی اونوری بداخلاقئ دمرغانو ساتل دهغی جنگول او میلمنوپوری مسخری کول په داسی عملونو کښی اخته شوی وؤ په أَنْتُمْ قَوْمٌ عَادُونَ کښی دیته اشاره ده - نوپه دی آیاتونو کښی هغوی لره زورنه ورکوی -
[۱۶۷] دا دباؤ وؤ ددی قوم دطرف نه لیکن دبی غیرتئ دوجی نه داسی نه شی وئیلی چه مونږبه تا اوباسو بله وائی څوک به دی اوباسی -
[۱۶۸] انبیاء علیهم السلام دچاپه دباؤ سره حق نه پریږدی (الْقَالِينَ) د قلٰی نه اخستی شوی دی لکه ماودعک ربک وماقلٰی، سورة الضحیٰ (۳) او قلٰی بفض او نفرت کول او بدگنړلو ته که طبعًا وی اوکه شرعاً وی هم وئیلی کیږی -
[د ۱۶۹ نه تر ۱۷۵] پوری - په ظاهرکښی دعا دنجات ده دخپل ځان او اهل دپاره اوپه حقیقت کښی دعا شرده په قوم باندی هرکله چه دهغوی دایمان نه ناامیده شو (عَجُوزًا) سره ئی تعبیراوکړو اشاره وه چه دا ترآخر عمرپوری په شرک او کفرکښی وه (لْغَابِرِينَ) هغه خلق چه په عذاب کښی پاتی شول ترهمیشه پوری اوددی نه معلومه شوه چه په قوم دلوط علیه السلام کښی مرض دشرک وؤ اوهغه سبب وؤ دپاره دعذاب ددغه زنانه (فَسَاءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِينَ) کښی اشاره ده چه ددی قوم هیڅ عذرنه وؤ ځکه چه دوی ته پوره انذارکړی شوی وؤ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>