وَقَالَ الَّذِينَ ۹۰۰ الشعراء
إِلَّا عَجُوزًا فِي الْغَابِرِينَ ﴿۱۷۱﴾ ثُمَّ دَمَّرْنَا الْآخَرِينَ ﴿۱۷۲﴾ وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ مَطَرًا فَسَاءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِينَ ﴿۱۷۳﴾ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۱۷۴﴾ وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۱۷۵﴾ كَذَّبَ أَصْحَابُ الْأَيْكَةِ الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۷۶﴾ إِذْ قَالَ لَهُمْ شُعَيْبٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿۱۷۷﴾ إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ﴿۱۷۸﴾ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۷۹﴾ وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۸۰﴾ أَوْفُوا الْكَيْلَ وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُخْسِرِينَ ﴿۱۸۱﴾ وَزِنُوا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِيمِ ﴿۱۸۲﴾ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ ﴿۱۸۳﴾
مگر بوډئ په پاتی کیدونکو کښی وه ﴿۱۷۱﴾
بیا هلاک کړل مونږ نور خلق ﴿۱۷۲﴾
اوباران او روَلو مونږپه دوی باندی نا آشنا باران بد دی باران دویره ورکړی شوؤ ﴿۱۷۳﴾
یقیناً په دی کښی خامخا عبرت دی اونه دی ډیرددوی نه مؤمنان ﴿۱۷۴﴾
اویقیناً ستا رب خامخا هغه زورآور رحم کوؤنکی دی ﴿۱۷۵﴾
دروغژن کړل بنړوالو پیغمبرانو لره ﴿۱۷۶﴾
هرکله چه اوئیل دوی ته شعیب علیه السلام ایا ځان دعذاب نه نه بچ کوئ ﴿۱۷۷﴾
یقیناً زه تاسولره رسول امانت دار یم ﴿۱۷۸﴾
نو اویریږئ د اللّه تعالٰی نه اوتابعداری ځما کوئ ﴿۱۷۹﴾
او زه نه غواړم ستاسونه په دی باندی هیڅ بدله نه ده بدله ځما مگرده په رب العٰلمین باندی ﴿۱۸۰﴾
پوره کوئ پیمانه اومه کیږئ د کمی کوؤنکو نه ﴿۱۸۱﴾
او تول کوئ په تله برابر سره ﴿۱۸۲﴾
او مه نیمگړئ کوئ دخلقو نه مالونه دهغوی اومه گرځئ په ملک کښی فساد کوؤنکی ﴿۱۸۳﴾
[د ۱۷۶ نه تر ۱۸۰] پوری په دی کښی اوومه قصه ذکرده د شعیب علیه السلام اودقوم دهغه اصحاب الایکة - غوره داده چه دا بل قوم دی سیوا داصحاب مدین نه ځکه ددوی عذاب هم جدا دی دعذاب دمدین والونه - شعیب علیه السلام هم پنځه خبری ذکرکړی دی -
فائده: د شعیب علیه السلام په باره کښی اَخُوْهُمْ نه دی وئیلی ځکه چه دی داصحاب الایکة قومی ورور نه وؤ بلکه د مدین والو ورور وؤ اوکه دخیرخواه په معنیٰ سره ئی ذکرکړی وی نو التباس او اشتباه په پیدا شوی وی چه شاید دی ئی قومی ورور وؤ ځکه چه دده په باره کښی سورة اعراف کښی اَخُوْهُمْ وئیلی وؤ -
[۱۸۳،۱۸۲،۱۸۱] قوم د شعیب علیه السلام سره د شرک کولو نه په تجارت کښی ظلم کوؤ دمال د گټلو دپاره دخیانت طریقی ئی اختیار کړی وی ددی وجی نه شعیب علیه السلام دهغی د اصلاح کوشش کوو - تشریح ددی په سورة اعراف او سورة هود کښی تیره شوی ده (بِالْقِسْطَاسِ) قسطاس عرب لفظ دی د قِسط نه اخستلی شوی دی اورومی ژبه کښی هم استعمالیږی -