وَقَالَ الَّذِينَ ۹۰۱ الشعراء

وَاتَّقُوا الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالْجِبِلَّةَ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۸۴﴾ قَالُوا إِنَّمَا أَنْتَ مِنَ الْمُسَحَّرِينَ ﴿۱۸۵﴾ وَمَا أَنْتَ إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُنَا وَإِنْ نَظُنُّكَ لَمِنَ الْكَاذِبِينَ ﴿۱۸۶﴾ فَأَسْقِطْ عَلَيْنَا كِسَفًا مِنَ السَّمَاءِ إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۱۸۷﴾ قَالَ رَبِّي أَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۱۸۸﴾ فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمْ عَذَابُ يَوْمِ الظُّلَّةِ إِنَّهُ كَانَ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۱۸۹﴾ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۱۹۰﴾ وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۱۹۱﴾ وَإِنَّهُ لَتَنْزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۹۲﴾ نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ ﴿۱۹۳﴾ عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنْذِرِينَ ﴿۱۹۴﴾ بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُبِينٍ ﴿۱۹۵﴾

او اویریږئ د هغه ذات نه چه تاسو ئی پیدا کړی ئی او خلق مخکښنی ﴿۱۸۴﴾
دوی اوئیل یقیناً ته د جادو کړی شوؤ نه ئی ﴿۱۸۵﴾
او نه ئی ته مگربنده ئی زمونږ په شان اویقیناً گمان کؤو مونږ په تاباندی خامخا د دروغژنونه ﴿۱۸۶﴾
نو را اغورځوه په مونږ ټکړی دآسمان نه که چیری ته ئی درشتینونه ﴿۱۸۷﴾
اوئیل هغه رب ځما ښه پوهیږی په هغه عملونوباندی چه تاسو ئی کوئ‌ ﴿۱۸۸﴾
پس دوی هغه ته دروغژن اوئیل نو اونیولو دوی لره عذاب دورځی دوریځی یقیناً دادی عذاب دورځی لوئی ﴿۱۸۹﴾
یقیناً په دی کښی خامخا عبرت دی اونه دی ډیرددوی نه مؤمنان ﴿۱۹۰﴾
اویقیناً ستا رب خامخا هغه زورآور او رحم کوؤنکی دی ﴿۱۹۱﴾
اویقیناً دا قرآن خامخا نازل کړی شوی دی د رب د مخلوقاتو نه ﴿۱۹۲﴾
راکوز شوی دی په ده سره روح امانت دار ﴿۱۹۳﴾
ستاپه زړه باندی ددی دپاره چه ته شی دویره ورکوؤنکونه ﴿۱۹۴﴾
په ژبی عربی ښکاره ﴿۱۹۵﴾

[۱۸۴] ددی امر دتقویٰ نه مراد تقویٰ ده په اعمالوکښی او د خیانتونو دمالونونه بچ کیدل (الْجِبِلَّةَ) جمع ده په معنیٰ کښی ددی وجی نه صفت ئی جمع ذکرکړی شوی دی ډیرخلقو ته وئیلی کیږی اوهرکله چه دده قوم نه وړاندی ډیرقومونه (چه په دی سورة کښی ذکرشول) تیرشوی وؤ ددی وجی نه شعیب علیه السلام د هغوی مخلوقیت په دلیل کښی ذکرکړو -
[۱۸۶،۱۸۵] په دی کښی دری اعتراضونه دی دطرف دمنکرینونه -
[۱۸۷] په دی کښی طلب د عذاب دی اودا مبالغه ده په تکذیب کښی -
[۱۸۸] اشاره ده چه عذاب ځما په اختیار کښی نیشته اللّه تعالٰی ستاسو په عملونو خبردی چه دا سبب د استحقاق دعذاب دی -
[۱۹۱،۱۹۰،۱۸۹] اکثرمفسرینو ذکرکړی دی چه په دوی باندی سخته گرمی مسلط شوه میوه او سوری او اوبه ورته نه ملاویدلی ناساپه دوریځی سوری په دوی باندی راغی دوی دهغی دلاندی راجمع شول نو دمخی نه په دوی باندی اور را ووریدو معلومه شوه چه اصحاب الایکة دمدین والو نه غیروؤ ځکه چه په هغوی باندی عذاب درجفی او صیحی راغلی وؤ -
[۱۹۲] ددی آیت نه دریم باب دسورة دی ترآخردسورة پوری په دی کښی صدق درسول او دکتاب دی په لس وجهوسره بیا تخویف دنیوی او زجردی بیا جوابونه دی د دووشبهو په رسالت باندی اوپه مینځ کښی پنځه اموردی دپاره دداعی اواختتام دی په تخویف دنیوی سره - هرکله چه دقصو مخکښنو نه معلومه شوه چه تکذیب درسولانو سبب دعذاب دی نو صدق ددی رسول اوبیا تخویف دعذاب منکرینوته ذکر کوی دپاره ددی چه تکذیب نه توبه اوباسی - په دی آته آیتونو کښی لس وجوهات ذکرکوی دپاره دصدق درسول او دقرآن - په دی (۱۹۲) کښی دوه وجوهات دی -
[۱۹۳] په دی آیت کښی دریمه وجه ده (الرُّوحُ الْأَمِينُ) نه مراد جبرائیل علیه السلام دی دلته کښی دقرآن صدق او امانت ثابتول مقصد دی ددی وجی نه د جبرائیل صفت ئی په الامین سره ذکرکړی دی اوپه کوم ځای کښی چه د قرآن نه اعتراض دفع کول مقصد وی یعنی دقرآن تقدس ثابتوی نو هلته د جبرائیل صفت په القدس سره ذکرکیږی -
[۱۹۴] په دی آیت کښی څلورمه او پنځمه وجه ذکرکړی شوی ده -
[۱۹۵] په دی کښی شپږمه او اوومه وجه ئی ذکرکړی ده (مُبِينٍ) کښی اشاره ده نهایت فصاحت او بلاغت دقرآن ته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>