وَقَالَ الَّذِينَ ۹۰۲ الشعراء

وَإِنَّهُ لَفِي زُبُرِ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۹۶﴾ أَوَلَمْ يَكُنْ لَهُمْ آيَةً أَنْ يَعْلَمَهُ عُلَمَاءُ بَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۱۹۷﴾ وَلَوْ نَزَّلْنَاهُ عَلَى بَعْضِ الْأَعْجَمِينَ ﴿۱۹۸﴾ فَقَرَأَهُ عَلَيْهِمْ مَا كَانُوا بِهِ مُؤْمِنِينَ ﴿۱۹۹﴾ كَذَلِكَ سَلَكْنَاهُ فِي قُلُوبِ الْمُجْرِمِينَ ﴿۲۰۰﴾ لَا يُؤْمِنُونَ بِهِ حَتَّى يَرَوُا الْعَذَابَ الْأَلِيمَ ﴿۲۰۱﴾ فَيَأْتِيَهُمْ بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۲۰۲﴾

اویقیناً دا قرآن (خبرددی) خامخا په کتابونو د مخکښنو کښی دی ﴿۱۹۶﴾
او آیا نیشته دوی لره نخښه چه پوهیږی (دده په صدق باندی) عالمان د بنی اسرائیلو ﴿۱۹۷﴾
اوکه چیری نازل کړی وی مونږ دا کتاب په بعضی عجمیانو باندی ﴿۱۹۸﴾
پس لوستلی به ئی وی داپه دوی باندی نه وؤ دوی په دی باندی ایمان راوړونکی ﴿۱۹۹﴾
دغسی ورننه باسو مونږه په زړونو د مجرمانو کښی ﴿۲۰۰﴾
ایمان نه راوړی دوی په دی قرآن تردی پوری چه اووینی دوی عذاب دردناک لره ﴿۲۰۱﴾
پس رابه شی دوی ته ناگهه او دوی به نه پوهیږی ﴿۲۰۲﴾

[۱۹۶] په دی آیت کښی اتمه وجه ذکرده مراد دادی چه خبرددی قرآن په مخکښی کتابونو کښی شته یا تصدیق ددی په مخکښنو کتابونو کښی شته یا مضمون ددی قرآن په مخکښنو کتابونو کښی هم شته اوچاچه وئیلی دی چه نفس قرآن په مخکښنو کتابونو کښی شته به غیر ددی الفاظو نه نومعلومه شوه چه قرآن نوم د معنیٰ دی دا قول باطل دی امام ابوحنیفه رحمة اللّٰه علیه هم ددی قول نه رجوع کړی ده -
[۱۹۷] په دی کښی نهمه وجه دصدق دقرآن ده چه علماء‌ د بنی اسرائیلو ددی په صدق باندی عالم او شاهد وؤ -
[۱۹۹،۱۹۸] په دی آیاتونو کښی لسمه وجه ده چه عربیت ددی رسول ددوی دایمان دپاره سبب ښکاره دی - اوپه دی کښی زجرهم دی چه سره ددینه دوی ایمان نه راوړی اوپه قرائت دعجمئ سره دوی ایمان نه راوړی دوجی دتکبراوتعصب نه یا ددی وجی نه چه عجمیت کښی دعربیت په شان کمال نیشته ددی وجی نه اخری کتاب او رسول دپاره عربیت خاص کړی شو -
[۲۰۱،۲۰۰] په دی کښی زجر دی په انکار دقرآن سره یعنی چه داول نه مجرم وی په تکذیب یا په شک کولوسره نودهغه په زړه کښی انکارد قرآن داخل کړی شی نوبیا بالکل ایمان نه راوړی څو پوری چه عذاب ئی نه وی لیدلی یعنی دیو کفرنه بل کفر پیدا کیږی (سَلَكْنَاهُ) نسبت اللّه تعالٰی ته داسی دی لکه خَتَمَ اللَّهُ عَلى‌ قُلُوبِهِمْ ، کښی او (ه) ضمیر انکار ته راجع دی چه مَا كَانُوا بِهِ مُؤْمِنِينَ په هغی باندی دلیل دی -
[۲۰۳،۲۰۲] دا تخویف دنیوی دی (فَيَأْتِيَهُمْ) جواب د لَا يُؤْمِنُونَ دی او اَن په کښی مقدر دی او دا رنگ فَيَقُولُوا هم دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>