وَقَالَ الَّذِينَ ۹۰۳ الشعراء
فَيَقُولُوا هَلْ نَحْنُ مُنْظَرُونَ ﴿۲۰۳﴾ أَفَبِعَذَابِنَا يَسْتَعْجِلُونَ ﴿۲۰۴﴾ أَفَرَأَيْتَ إِنْ مَتَّعْنَاهُمْ سِنِينَ ﴿۲۰۵﴾ ثُمَّ جَاءَهُمْ مَا كَانُوا يُوعَدُونَ ﴿۲۰۶﴾ مَا أَغْنَى عَنْهُمْ مَا كَانُوا يُمَتَّعُونَ ﴿۲۰۷﴾ وَمَا أَهْلَكْنَا مِنْ قَرْيَةٍ إِلَّا لَهَا مُنْذِرُونَ ﴿۲۰۸﴾ ذِكْرَى وَمَا كُنَّا ظَالِمِينَ ﴿۲۰۹﴾ وَمَا تَنَزَّلَتْ بِهِ الشَّيَاطِينُ ﴿۲۱۰﴾ وَمَا يَنْبَغِي لَهُمْ وَمَا يَسْتَطِيعُونَ ﴿۲۱۱﴾ إِنَّهُمْ عَنِ السَّمْعِ لَمَعْزُولُونَ ﴿۲۱۲﴾ فَلَا تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتَكُونَ مِنَ الْمُعَذَّبِينَ ﴿۲۱۳﴾ وَأَنْذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ ﴿۲۱۴﴾
نو وائی به دوی آیا مونږته مهلت راکولی شی ﴿۲۰۳﴾
آیا عذاب زمونږ دوی په تادی سره غواړی ﴿۲۰۴﴾
ایا پس ته پوهه ئی که چیری مزی ددنیا ورکړو مونږ دوی لره څوکاله ﴿۲۰۵﴾
بیا راشی دوی ته هغه عذاب چه دوی لره په هغی باندی ویره ورکیدی شی ﴿۲۰۶﴾
دفع به نه کړی ددوی نه (دا عذاب) هغه مزی چه دوی له ورکیدی شی ﴿۲۰۷﴾
اونه دی هلاک کړی مونږ هیڅ کلی مگرهغی لره ویره ورکوؤنکی دی ﴿۲۰۸﴾
دپاره د نصیحت اونه یو مونږ ظلم کوؤنکی ﴿۲۰۹﴾
اونه دی کوز راؤړی دا قرآن شیطانانو ﴿۲۱۰﴾
اونه خائیږی ددوی دشان سره اونه دوی طاقت لری ﴿۲۱۱﴾
یقیناً دوی د اوریدلو نه خامخا شړلی کیږی ﴿۲۱۲﴾
پس مه رابله د اللّه تعالٰی سره چه اِلٰه (حاجت روا) ئی گنړی بل پس شی به دعذاب ورکړی شوؤ نه ﴿۲۱۳﴾
او اویروه قبیله خپله نزدی (په نسب کښی) ﴿۲۱۴﴾
[۲۰۴] دا مستقل رجردی سره دتخویف نه -
[۲۰۷،۲۰۶،۲۰۵] دا جواب داستعجال دی حاصل دادی چه عذاب په دوی باندی که هروخت راشی لیکن ددوی عمر او ددنیا سازوسامان دوی له هیڅ فائده نه شی ورکولی نو بیا ولی استعجال کوی په عذاب سره -
[۲۰۹،۲۰۸] داهم جواب داستعجال دی یعنی دوی عذاب غواړی لیکن عادت الٰهیه دادی چه رسول راشی اوپوره انذار اوکړی او تذکیرورکړی روستو دهغی نه په سبب دانکار ددوی سره عذاب راځی - (ذِكْرَى) یعنی تَذکرون ذکریٰ - یادا مفعول دی دپاره د مُنْذِرُونَ یعنی الانذار لاجل التذکیر -
[۲۱۲۱،۲۱۱،۲۱۰] په دی آیاتونو کښی جواب دی داولی شبهی په باره درسول اوقرآن کښی دوی وئیل داکاهن دی اوقرآن اخبار دکهانت دی (کاهن هغه څوک دی چه دعویٰ کوی دعلم دغیبوخبرو د تیرشوؤ یا راتلونکو په واسطه دجناتو مسخرکړی شوؤ سره) دجواب حاصل دادی چه کاهنانولره خبرونه شیطانان (سرکش جنات) راوړی هرجنی دهغی تابع نه وی او دا قرآن جبرائیل علیه السلام راوړی دی (لکه چه په (۱۹۳) کښی تیرشو) دا شیطانانو نه دی راوړی دا اول جواب دی - دوهم داچه دا قرآن دصدق اود هدایت دوجی نه دشیطانانو سره مناسب نه دی دشیطان خبری او کار ددروغو او دگمراهئ وی او دا قرآن
خو ټول درشتیا خبری او دهدایت دی - دریم داچه شیطان ددی قرآن دراوړلو طاقت هم نه لری ځکه چه دوی مجلس دملائکوته غوږ نه شی کیخودلی بلکه زغلولی کیدی شی لکه سورة حجر (۱۸) کښی اوسورة صافات (۸) کښی دی انهم عن السمع آه دا علت د مایستطیعون دی -
فائده: (السَّمْعِ) اثرمرتب دی په استماع باندی یعنی اگرچه دوی استماع کوی په طریقه د (استَرق السمع) سره لیکن داوریدلونه اوشړلی شی -
[۲۱۳] دا بیان دفرق دی په مینځ ددعوت د شیطانانو او دمقصد قرآن کښی، یعنی شیطانان دغیراللّه نه حاجتونه غواړی اوشرک کوی اوشرک ته دعوت ورکوی اوته دقرآن دمقصد موافق دغیراللّه نه حاجات مه غواړه کله چه الٰه ئی اوگنړی (یعنی واکداردهرڅه اوغیب دان) ئی اوگنړی اوحاجات ترینه غواړی دا خوشرک دی اوقرآن خو دعوت دتوحید ورکوی خطاب په دی کښی پیغمبرته دی لیکن مراد ترینه امتیان دی - اوددی آیت نه تر (۲۲۰) پوری پنځه اداب دداعی دحق دپاره ذکرکوی په دی کښی اول ادب دی چه داعی دی د مشرکانو د تشبیه او دعذاب داسبابونه ځان اوساتی -
[۲۱۴] په دی کښی دوهم ادب دداعی دپاره ذکرکوی یعنی صاف دعوت ورکول خپلی قبیلی او خپلوانوته اگرچه مشران دی لوی نسب والا دی دا ددی دپاره چه نورخلق طعن اونه کړی چه خپلوانوته هیڅ نه وائی اومونږته مسئلی کوی دوهم ددی دپاره چه خلق پوهه شی چه دی په دین کښی دخپل او لوئ سړی لحاظ نه کوی دریم چه خپلوان دده نه داطمع اونه لری چه دی به زمونږ خبره اومنی - بله خاصه وجه په دعوت دقریشو کښی داده چه په هغوی باندی د نورو خلقو اعتماد وو اودوی په شان دپیرانو وو اوعام خلق ددوی مریدان او تابع وؤ اوهرکله چه متبوع او پیرایمان راوړی نو تابعدار او مریدان ضرور ایمان راوړی نودوی ته دعوت ذریعه ده ددعوت د عام کولو دپاره -