وَقَالَ الَّذِينَ ۹۰۴ الشعراء

وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۲۱۵﴾ فَإِنْ عَصَوْكَ فَقُلْ إِنِّي بَرِيءٌ مِمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۲۱۶﴾ وَتَوَكَّلْ عَلَى الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ ﴿۲۱۷﴾ الَّذِي يَرَاكَ حِينَ تَقُومُ ﴿۲۱۸﴾ وَتَقَلُّبَكَ فِي السَّاجِدِينَ ﴿۲۱۹﴾ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۲۲۰﴾

اوکوز ساته وزر خپل هغه چاته چه تابعداری کوی ستا دایمان والو نه ﴿۲۱۵﴾
پس که دوی ستا نافرمانی اوکړی نو ورته اوایه یقیناً زه بی زاره یم دهغه نه چه تاسو ئی کوئ ﴿۲۱۶﴾
او ځان اوسپاره په زورآور او رحم کوؤنکی باندی ﴿۲۱۷﴾
هغه ذات چه وینی تالره کوم وخت چه ته اودریږی ﴿۲۱۸﴾
او اوړیدل ستا په سجده کوؤنکو کښی ﴿۲۱۹﴾
یقیناً اللّه تعالٰی هرڅه اوری اوپه هرڅه باندی پوهیږی ﴿۲۲۰﴾

[۲۱۵] دا دریم ادب دی په باره دملگرو کښی چه داعی دخپلو ملگرو سره شفقت او نرمی کوی اوداسی سورة حجر (۸۸) کښی تیرشوی دی - دمرغانو عادت دی چه الوځی نووزری پورته کړی اوکله چه کوزیږی نووزری خکته کړی نودا کنایه ده دتواضع او انکسار د ملگروسره -
[۲۱۶] دا څلورم ادب دی په باره دمخالفت کوؤنکو کښی یعنی څوک چه پیغمبرنه مخالفت کوی نودهغه نه برائت کول دی اوپه اعلان برائت کښی مقصد دادی چه څوک ددی جرم نسبت داعی ته اونه کړی -
[د ۲۱۷ نه تر ۲۲۰] پوری داپنځم ادب دی یعنی هرکله چه دمخالفینو برائت کول گران کاردی نو د هغی علاج تول علی اللّه دی اودهغه پنځه صفات ئی ذکرکړی دی چه هغه دلیل دصحت او حصردی د توکل دپاره په اللّه تعالٰی پوری (حِينَ تَقُومُ) هرقیام ته شامل دی اوخصوصاً دخوب نه بیدارئ‌ دپاره دعبادت دشپی (تَقَلُّبَكَ) حالت بدلیدل دقیام نه رکوع ته او درکوع نه سجدی ته او سجدی نه قعدی ته او قعدی نه قیام ته دا ټول اشاره ده اعمالو دمانځه ته (فِي السَّاجِدِينَ) نور ملگری مونځ کوؤنکی دجماعت یعنی اللّه تعالٰی عالم دی که دشپی مونځ کوی اوکه دورځی اوکه یواځی مونځ کوی او که په جماعت سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>