وَقَالَ الَّذِينَ ۹۱۴ النمل

فَمَكَثَ غَيْرَ بَعِيدٍ فَقَالَ أَحَطْتُ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهِ وَجِئْتُكَ مِنْ سَبَإٍ بِنَبَإٍ يَقِينٍ ﴿۲۲﴾ إِنِّي وَجَدْتُ امْرَأَةً تَمْلِكُهُمْ وَأُوتِيَتْ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ وَلَهَا عَرْشٌ عَظِيمٌ ﴿۲۳﴾ وَجَدْتُهَا وَقَوْمَهَا يَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ فَهُمْ لَا يَهْتَدُونَ ﴿۲۴﴾

نوحصار شو لږ وخت (بیاراغی) پس اوئیل ئی راگیردی زما په علم کښی هغه چه تاپه علم کښی نه دی راگیرکړی هغی لره راوړی دی ما تاته دسبا ښارنه خبریقینی ﴿۲۲﴾
یقیناً ماموندلی ده یوه زنانه چه بادشاهی کوی ددوی او ورکړی شوی دی هرهغه ضروری څیزونه د بادشاهئ اوهغی لره دی تخت لوئ شان والا (قیمتی) ﴿۲۳﴾
اوموندله ما هغه اودهغی قوم چه سجدی ئی کولی نمرته سیوا د اللّه تعالٰی نه او ډولی کړی دی دوی ته شیطان عملونه ددوی نومنع کړی دی دوی لره د (حق) لاری نه پس دوی لار (دحق) نه مومی ﴿۲۴﴾

[۲۲] یعنی هُدهُد لږ وخت غیرحاضروو بیا زرحاضرشو اوعذر پیش کړو اودسزا نه بچ شو - حکمتونه دادی: (۱) بی ضرورته ډیروخت حصاریدل دخپلی ډیوتئ نه نه دی په کار (۲) کله ادنیٰ شخص ته دداسی خبری علم وی چه اعلٰی شخص سره هغه نه وی (۳) اودا ابتلاء وی د اللّه تعالٰی دطرف نه په عالم باندی ددی دپاره چه تکبراونه کړی په خپل علم باندی (۴) دا دلیل دی چه سلیمان علیه السلام لره علم غیب نه وؤ په شهادت دهُدهُد سره (۵) تفسیرسراج المنیرکښی وئیلی دی چه دارد دی‌ په شیعگانوباندی چه هغوی وائی چه امام دزمانی نه په علمونوکښی هیڅ علم پټ نه وی اوداسی عقیده د بریلیانو دآخری نبی ﷺ په باره کښی اودعام جاهلانو دخپلوپیرانوپه باره کښی (۶) اول اجمالی خبراوبیا دهغی تفصیل کولوسره په خبره کښی وقعت او عظمت پیداکیږی دلته اوله جمله کښی (احظت بمالم تحط به) ابهام دی اوپه دوهمه جمله وَجئتک من سباٍ کښی تفصیل دی - (سَبَإٍ) ابن کثیرلیکلی دی چه ددوی ځای ته مآرب وئیلی کیدو اود صنعاء یمن نه دری میله لری وؤ -
[۲۳] دابیان هغه خبردی او هُدهُد امورعجبیه شرعاً یا عادتاً ذکرکوی په طریقه دتعجب سره - اول تعجب کوی دښځی دبادشاهئ نه اودا عادتاً هم دغیرت نه خلاف خبره ده اوشرعاً هم ناجائزده - دوهم تعجب دی دکثرت داسبابو دبادشاهئ نه چه په هغه زمانه کښی کومواسبابوته ضرورت وؤ هغه ټول ورسره وؤ دامراد دی د كُلِّ شَيْءٍ نه - دریم تعجب دهغی دتخت نه ځکه داسی تخت سلیمان علیه السلام سره نه وؤ ځکه چه انبیاء علیهم السلام اسراف نه کوی - حکمت دادی چه اللّه تعالٰی دالویه بادشاهی دسلیمان علیه السلام دعلم نه بهر ساتلی وه د ډیرو مصلحتونودپاره اوښکاره دلیل دی چه پیغمبران علم بكُلِّ شَيْءٍ نه لری - (عَرْشٌ) ددی عظمت مفسرینو په مختلفو طریقو سره لیکلی دی اوخاص خبره داده چه دائی دنمردعبادت دپاره یوذریعه جوړی کړی وه په دی کښی دری سوه شپیته طاقونه داسی جوړکړی وؤ چه هره ورځ به نمرپه جداجدا طاق کښی ښکاره کیدلو اودوی به ورته سجدی کولی ددی وجی نه ورپسی وجدتها آه بغیردحرف عطف نه ذکرکړی دی -
[۲۴] په دی کښی بله زیاته عجیبه خبره ذکرکوی چه هغه شرک ددی ښځی او دقوم دهغه دی په شرک بالکواکب سره شرک ډیرقبیح دی ددی وجی نه دائی مستقل ذکرکړو اوڅلورخبری ئی جدا په ترتیب سره ذکرکړی دی اول نمرته سجدی کول بیا دا عمل بد نه گنړل بلکه ښائسته گنړل په وسوسی دشیطان سره بیا ددی په سبب سره دتوحید دعلم او عمل نه منع کیدل بیادهغی په سبب سره دهرقسم هدایت نه محروم پاتی کیدل - حکمت دادی (۱) چه مشرک شرک کوی نوهغه کار ورته ښائسته ښکاری (۲) اودهغی د وجی نه دحق داوریدلو نه محروم وی -