وَقَالَ الَّذِينَ ۹۱۵ النمل

أَلَّا يَسْجُدُوا لِلَّهِ الَّذِي يُخْرِجُ الْخَبْءَ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُخْفُونَ وَمَا تُعْلِنُونَ ﴿۲۵﴾ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ۩ ﴿۲۶﴾ ࣛ قَالَ سَنَنْظُرُ أَصَدَقْتَ أَمْ كُنْتَ مِنَ الْكَاذِبِينَ ﴿۲۷﴾ اذْهَبْ بِكِتَابِي هَذَا فَأَلْقِهْ إِلَيْهِمْ ثُمَّ تَوَلَّ عَنْهُمْ فَانْظُرْ مَاذَا يَرْجِعُونَ ﴿۲۸﴾

چه سجده نه خاص کوی اللّه تعالٰی لره هغه ذات دی چه را اوباسی پټ څیزونه په آسمانونو کښی اوځمکه کښی اوپوهه دی په هغه څیزونو چه تاسوئی پټه وئ اوهغه چه تاسو ئی ښکاره کوئ ﴿۲۵﴾
اللّه تعالٰی نیشته حق دار دبندگئ سیوا دهغه نه مالک دعرش ډیرلوی شان والا دی ﴿۲۶﴾
اوئیل سلیمان علیه السلام خامخا مونږ گورو آیا ته رشتیاوائی اوکه ته ئی د دروغژنونه ﴿۲۷﴾
یوسه خط ځما چه دادی پس اغورځوه هغوی ته بیا په ډډه شه دهغوی نه نوگوره چه دوی څه جواب را گرځوی ﴿۲۸﴾

[۲۵] په دی کښی رد دی په مشرکانوباندی په ذکرکولو ددلیل دتوحیدسره یعنی سجده اللّه تعالٰی لره خاص کول په کاردی ځکه چه هغه عالم الغیب دی اوهغه متصرف دی په آسمانونو اوځمکوکښی (الَّذِي يُخْرِجُ الْخَبْءَ) جمله دی دواړو صفتونوپه اللّه تعالٰی باندی دلالت کوی - پټ څیزونه دآسمانونو نمر، سپوږمئ، ستوری، بارانونه او وریځی وغیره دی - اوپټ څیزونه دځمکی بوټی، اونی، خزانی، کانونه او چینی وغیره دی ددی بعضی څیزونو دښکاره کولو دپاره بعضی انسانانوته طریقی او الات ورکړی دی - حکمت دادی چه توحید د اللّه تعالٰی دعقل په دلیلونوسره ثابت دی -
فائده: (أَلَّا يَسْجُدُوا) په قرائت دشد سره متعلق دی أَعْمَالَهُمْ پوری یا فَصَدَّهُمْ پوری اوکه متعلق شی په لَا يَهْتَدُونَ پوری نو لاَ به زیاتی وی -
[۲۶] داتفریع ده په ماقبل دلیل باندی په ذکردتوحید الوهیت سره اوتوحید دربوبیت (رب العرش العظیم) دلیل دی دپاره دتوحید دالوهیت - حکمتونه دادی (۱) توحید دوه قسمه دی توحید دالوهیت او توحید دربوبیت (۲) اودوهم دلیل دی دپاره داول (۳) دښځی تخت عظیم وؤ لیکن تخت د اللّه تعالٰی العظیم دی اومعرفه دلالت کوی په کمال عظمت باندی چه هغه په نکره کښی نیشته (۴) دهُدهُد دبیان نه معلومه شوه چه حیوانات حشرات ټولوته فهم او شعور دتوحید ټول ورکړی شوی دی -
[۲۷] داهم دلیل دی چه سلیمان علیه السلام په غیبوباندی علم نه لرلو ځکه حقیقت معلومولو دپاره یوطریقه اختیاروی - حکمتونه دادی: (۱) خبردمخلوق (غیردانبیاؤ او ملائکونه) احتمال دصدق او کذب لری - (۲) دخبرنه روستو تحقیق ضروری دی (۳) خبردیو تن چه معتمدی وی قبول دی لیکن دزیادت داعتماد دپاره کوشش په کاردی (الْكَاذِبِينَ) کښی مبالغه ده یعنی که چیری دنبی په وړاندی دیوتن دروغ ثابت شول نودی به غټ کاذب وی -
[۲۸] حکمتونه دآیت دادی: (۱) هرکله چه نبی یا داعی دحق خبرشی دیو مشرک اومفسد قوم نه نوهغوی ته فی الحال دعوت دحق ضروری دی (۲) دعوت کله په لسان سره وی اوکله په قلم سره وی (۳) بادشاهانو ته بالخصوص دعوت دخطونوپه ذریعه په کاردی لکه چه زمونږپیغمبرهم دصلح حدیبیه نه روستو مختلفو بادشاهانوته مهرشده خطونه اولیږل (۴) اود جواب انتظار ضروری دی دجواب دراتلو نه وړاندی هیڅ اقدام کول نه دی په کار -