أَمَّنْ خَلَقَ ۹۲۵ النمل

أَمَّنْ جَعَلَ الْأَرْضَ قَرَارًا وَجَعَلَ خِلَالَهَا أَنْهَارًا وَجَعَلَ لَهَا رَوَاسِيَ وَجَعَلَ بَيْنَ الْبَحْرَيْنِ حَاجِزًا أَإِلَهٌ مَعَ اللَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۶۱﴾ أَمَّنْ يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاءَ الْأَرْضِ أَإِلَهٌ مَعَ اللَّهِ قَلِيلًا مَا تَذَكَّرُونَ ﴿۶۲﴾ أَمَّنْ يَهْدِيكُمْ فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَنْ يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ أَإِلَهٌ مَعَ اللَّهِ تَعَالَى اللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۶۳﴾ أَمَّنْ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَمَنْ يَرْزُقُكُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ أَإِلَهٌ مَعَ اللَّهِ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۶۴﴾

آیا هغه څوک چه گرځولی ده ځمکه ټینگه (ټکاؤوالا) اوپیدا کړی دی په مینځ دهغی کښی نهرونه او پیدا کړی دی د (دهغی د ټینگولو) دپاره کلک غرونه اوپیدا کړی ده په مینځ ددواړو دریابونو کښی پرده آیا شته دی ددی کارونو واکدار د اللّه تعالٰی سره بلکه ډیرددوی نه نه پوهیږی ﴿۶۱﴾
آیا هغه څوک چه قبلوی دعا د ډیر ناچاره هرکله چه دهغه نه غواړی اولری کوی مصیبتونه او گرځوی تاسود یوبل خلیفه گان په ځمکه کښی آیا شته ددی کارونو واکدار د اللّه تعالٰی سره ډیر لږ نصیحت قبلوئ تاسو ﴿۶۲﴾
او هغه څوک چه لار ښائی تاسوته په تیرو د اوچه او دسمندر کښی اوڅوک رالیږی هواگانی زیری ورکوؤنکی مخکښی درحمت دهغه نه آیا ددی کارونو واکدار شته د اللّه تعالٰی سره لوئ‌ دی اللّه تعالٰی دهغی نه چه دوی ورسره شریک جوړوی ﴿۶۳﴾
آیا هغه څوک چه اول کوی پیدائش بیا دوباره کوی او څوک روزی درکوی تاسوته د آسمان او دځمکی نه آیا ددی کارونو واکدار شته د اللّه تعالٰی سره اوایه راوړئ یقینی دلیل خپل که تاسو رشتینی ئی ﴿۶۴﴾

[۶۲] په دی آیت کښی دری صفتونه د الوهیت ذکرکړی دی اوپه دی کښی ئی دری احوال د انسان هم ذکرکړی دی (۱) حاجت غوښتل په وخت دمجبورئ‌ کښی (۲) تکلیف لری کول (۳) غالب کیدل یا اولاد ورکول (الْمُضْطَرَّ) ډیر عاجزی کوؤنکی او مجبوره، ددی اضطرار په وجه باندی ډیره تضرع کول دی په دعا کښی نواللّه تعالٰی دهغه دعا قبوله کړی که مؤمن وی اوکه کافروی (وَيَكْشِفُ السُّوءَ) دا دلیل دی چه مشکل کُشا صرف اللّه تعالٰی دی اوداسی په سورة انعام (۱۷) اوسورة یونس (۱۰۷) کښی ذکرشوی دی (خُلَفَاءَ الْأَرْضِ) معنیٰ دا چه تاسوله اولاد درکوی اودیوبل په ځای باندی مو آباد کړی -
[۶۳] په دی کښی صرف دوه صفتونه ذکرکړی دی (ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ) هغه صحراگانی او بیابانونه چه نخښی (میلونه) په کښی نه وی - اوهغه چپی ددریاب چه طرفونه په کښی نه معلومیږی هغی ته ئی ظُلُمَاتِ اوئیل اوپه دی کښی دانسان دسفر حالت ذکرکوی او حال دهواگانوئی (چه دانسان ژوند پ هغی باندی بناء دی) ذکرکړی دی -
[۶۴] په دی کښی ئی دری صفتونه ذکرکړی دی (۱) د انسان خلق اول او (۲) او (۳) رزق ورکول - (قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ) دا واضح دلیل دی چه صدق د خبری په صحیح دلیل باندی بنا دی اودا دریم خطاب دی نبی ﷺ ته - په دی آیتونو کښی پنځلس صفات عقلیه د الٰه ذکرشول اوپه ټولوکښی جواب په نفی (لا) سره مراد دی نوحاصل دا شو چه نیشته ددی کارونو قدرت لرونکی او کوؤنکی سیواداللّه تعالٰی نه اودا معنیٰ ده د لاالٰه الا اللّه -
فائده: ددی آیاتونو په فواصلو کښی ئی په ترتیب سره حالات دمشرکانو ذکرکړل اول اوړیدل بغیر ددلیل نه، دوهم بی علمی او جهل، دریم نصیحت نه قبلول دوجی دغلفت او عنادنه، څلورم شرک کول، پنځم طلب ددلیل دمشرک او عاجزکیدل ددوی ددلیل نه - اوددی ترتیب او تقسیم یوحکمت دادی چه داول دلیل جواب دټولو اهل عقلوپه نیزباندی واضح دی چه لادی اوسره ددی نه دوی نه منی نودزجرمستحق دی او دوهم دلیل دی کښی داسی امورذکردی چه دوی دهغی دعلم دعوی کولی لیکن هرکله چه په علم باندی ئی عمل نه کوؤ نو اوئیلی شو چه دوی بی علمه دی اودوهم دلیل کښی اشاره ده چه هرکله دانسان نه دا مصیبتونه لری شی اوحاجت ئی پوره شی نوحق تری هیرشی ددی وجی نه (قَلِيلًا مَا تَذَكَّرُونَ) ئی اوفرمائیل - او څلورم دلیل کښی اشاره ده چه په ظلماتو دبحروبرکښی اوپه سیلئ طوفانونوکښی به دوی اللّه تعالٰی ته آواز کوؤ اوهرکله چه تکلیف ئی لری کړی شو نودوی به شرک کوؤ ددی وجی نه تَعَالَى اللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ سره اختتام اوکړو - اوپنځم دلیل سره چه پوره حجت قائم کړی شو نوپه آخرکښی دمشرکانو نه دلیل طلب کړی شو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>