أَمَّنْ خَلَقَ ۹۲۶ النمل
قُلْ لَا يَعْلَمُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّهُ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ ﴿۶۵﴾ بَلِ ادَّارَكَ عِلْمُهُمْ فِي الْآخِرَةِ بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ مِنْهَا بَلْ هُمْ مِنْهَا عَمُونَ ﴿۶۶﴾
اوایه نه پوهیږی هغه څوک چه په آسمانونواو ځمکه کښی دی په غیب باندی سیوا د اللّه تعالٰی نه او دوی نه پوهیږی چه کله به دوی دوباره ژوندی کولی شی ﴿۶۵﴾
بلکه بند دی علم ددوی په باره د آخرت کښی بلکه دوی په شک کښی دی دهغی نه بلکه دوی دهغی نه ړانده دی ﴿۶۶﴾
[۶۵] په دی آیت کښی دوهمه دعویٰ دسورة ذکرکوی او دا متعلق دی د قصی د موسیٰ او سلیمان علیهم السلام سره اوهرکله چه مخکښی آیاتونوکښی قدرت او تصرف خاص کړی شو په اللّه تعالٰی پوری اونفی دشرک فی التصرف اوشوه نواوس په دی آیت کښی علم دغیب خاص کوی په اللّه تعالٰی پوری اونفی دشرک فی العلم کوی اودا څلورم خطاب دی نبی ﷺ ته (الْغَيْبَ) نه مراد هغه څیزونه دی چه په هیڅ سبب سره ښودلی شوی نه دی په عقل سره اونه په حواسو اونه په وحی سره اودی ته غیب حقیقی وائی اوددی سره متعلق قصه د قرطبی ذکرکړی ده اومطلب ئی دادی چه کوم یوڅیز دانسانانو په علم کښی راشی نوهغی ته غیب وئیلی کیږی (مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ) نه مراد ملائک دی او عیسیٰ علیه السلام او ارواح د ټولو مؤمنانو چه په علیّین کښی دی اودا آیت صریح نص دی په نفی دعلم غیب کښی د غیراللّه نه هم ذاتی او عطائی او هم جسمانی او روحانی - سوال اول الااللّه استثناء منقطع ده اوکه متصل ده اوپه دواړه حالتونوکښی نصب (زور) په کار وو نودلته ولی مرفوع ذکرشو؟ - جواب اول دا استثناء منقطع ده ځکه چه اللّه تعالٰی دجنس دمن فی السمٰوت نه نه دی اورفع په مستثنیٰ په لغت دبنی تمیم کښی جائزده بناپه بدلیت سره یعنی الااللّه په اصل کښی بدل دی دمَن او او مَن په محل درفع کښی دی نوبدل ئی هم مرفوع دی اوابن کثیر داقول نقل کړی دی دزجاج او دفراء نه - دوهم جواب دادی چه دا استثناء متصل ده اورفع د استثناء په نیز داهل حجازوباندی په حال د کلام سلبی کښی جائزده - دوهم سوال اللّه تعالٰی دجنس دمَن فی السمٰوات نه نه دی ځکه چه هغه مخلوق دی او اللّه تعالٰی خالق دی نو استثناء متصل څرنگ صحیح کیږی؟ جواب دادی چه من فی السمٰوٰت اطلاق په اللّه تعالٰی باندی جائز دی په قرینه دسورة انعام (۳) سره (په هغه معنیٰ سره په سورة انعام کښی مراد ده) نواستثناء متصله صحیح ده (کذا فی تفسیرنیشاپوری) دریم سوال هرکله چه یوڅیزدانسان نه پټ وی نوهغه غیب دی اوبیائی په عقل او حواسو یاپه ذریعه د دلیل وحی سره معلوم کړی نودده علم ورباندی حاصل شو نوعلم دغیب ورته حاصل شو؟ جواب دادی چه دا اطلاق اگرچه په لغت کښی صحیح دی لیکن په شریعت کښی جائزنه دی ځکه چه د لفظ علم غیب سره ثبوتاً په قرآن اوحدیث کښی سیواد د اللّه تعالٰی نه دبل چا دپاره نه دی مستعمل شوی اواطلاق لغةً سره اطلاق شرعی نه ثابتیږی (کذا فی روح المعانی) ددی آیت نه معلومه شوه چه څوک نبی یا ولی یا نجومی وغیره ته دعلم غیب صفت ثابتوی نوهغه کافردی ځکه چه دی ددی صریح آیت نه منکردی دارنگ شرح فقه اکبرکښی لیکلی دی اوحدیث صحیح د عائشه رضی اللّه عنها نه نقل دی چاچه اوئیل چه نبی ﷺ دصبا په حالاتوباندی عالم دی پس لوی دروغ ئی په اللّه تعالٰی باندی اوئیل -
[۶۶] دا رجردی په انکار دقیامت باندی روستو دزجرنه په شرک دمنکرینو کوم چه په آیت (۶۳) کښی تیرشول - بَل یاپه خپله معنیٰ سره دی یاپه معنیٰ د هل استفهامی دی په استفهام انکاری سره (ادَّارَكَ) ددی مفسرینو څلورمعانی ذکرکړی دی - اوله معنیٰ بَل په معنیٰ د هل او ادَّارَكَ په معنیٰ د استحکم، یعنی آیا مضبوط دی علم ددوی په باره دقیامت کښی (چه قیامت نه راځی) دوهمه معنیٰ ادَّارَكَ په معنیٰ دغائب سره دی - معنیٰ داده بلکه غائب دی علم ددوی په باره دآخرت کښی یعنی علم ئی هغه ته نه رسیږی - دریمه معنیٰ ادَّارَكَ په معنیٰ تتابع قولهم دی معنیٰ داچه بلکه پرله پسی دی خبری ددوی دپاره (دانکار) دآخرت کښی - څلورمه معنیٰ ادَّارَكَ په معنیٰ د تساقط دی معنیٰ داچه بلکه ختم شوی دی (اسباب) دعلم ددوی په باره د آخرت کښی (عَمُونَ) مراد ترینه عمی دزړه ده چه هغه جهل دی اولفظ دبل دترقئ دپاره دی اواشاره ده چه په دی ترتیب سره په دوی کښی انکارموجود دی یاپه دی کښی دمنکرینو دری قسمونو ته اشاره ده -