وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَإِذَا كُنَّا تُرَابًا وَآبَاؤُنَا أَئِنَّا لَمُخْرَجُونَ ﴿۶۷﴾ لَقَدْ وُعِدْنَا هَذَا نَحْنُ وَآبَاؤُنَا مِنْ قَبْلُ إِنْ هَذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ ﴿۶۸﴾ قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِينَ ﴿۶۹﴾ وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلَا تَكُنْ فِي ضَيْقٍ مِمَّا يَمْكُرُونَ ﴿۷۰﴾
اووائی هغه کسان چه کفرئی کړی دی آیا هرکله چه مونږخاوری شو او پلاران زمونږ آیا مونږ به خامخا راویستلی کیږو ﴿۶۷﴾
یقیناً وعده کړی شوی ده دا زمونږسره او دمشرانو زمونږسره د مخکښی نه، نه دی دا مگردروغ قصی دی دزړو خلقو ﴿۶۸﴾
اوایه اوگرځئ په ځمکه کښی پس اوگورئ چه څرنگ شو انجام دمجرمانو ﴿۶۹﴾
اومه خفه کیږه په دوی باندی اومه کیږه په تنگسیاکښی ددوی دچلونو دوجی نه ﴿۷۰﴾
[۶۸،۶۷] داهم زجردی په انکار دبعث بعدالموت سره اودا نکار صرف په سبب د استبعاد سره دی یعنی دعقل نه ئی لری گنړی دلیل دانکارورسره نیشته - اوپه دوهم کښی اشاره ده چه مسئله دبعث زړه خبره ده لیکن دوی ورته اساطیروائی لکه دی زمانه کښی کیمونسټ وائی چه دقیامت خبری دملیانو ډکوسلی دی داسی په سورة مؤمنون (۸۲) کښی هم تیرشوی دی -
فائده: هرکله چه په هغه سورة کښی د آباؤ منکرینو ذکر ډیرمخکښی تیرشوی وؤ ځکه دآباء لفظ ئی په هذا باندی وړاندی راوړو اودی سورت کښی دا انکار قریب ذکرشو نوهذائی مخکښی کړو -
[۶۹] په دی آیت کښی جواب دی د انکاردهغوی په طریقه دتخویف دنیوی سره اودا پنځم خطاب دی نبی ﷺ ته -
[۷۰] دا تسلی ده پیغمبرته په انکاردمنکرینو او په مکرونو جوړولو دهغوی په مخالفت د نبی ﷺ کښی اوپه دی آیت کښی شپږم او اووم خطاب دی -