أَمَّنْ خَلَقَ ۹۲۸ النمل

وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۷۱﴾ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ رَدِفَ لَكُمْ بَعْضُ الَّذِي تَسْتَعْجِلُونَ ﴿۷۲﴾ وَإِنَّ رَبَّكَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَشْكُرُونَ ﴿۷۳﴾ وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُورُهُمْ وَمَا يُعْلِنُونَ ﴿۷۴﴾ وَمَا مِنْ غَائِبَةٍ فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ ﴿۷۵﴾ إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ يَقُصُّ عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَكْثَرَ الَّذِي هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۷۶﴾ وَإِنَّهُ لَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿۷۷﴾

او دوی وائی کله به وی دا وعده که چیری تاسو رشتینی ئی ﴿۷۱﴾
اوایه نزدی ده چه را اوبه رسی تاسوته بعضی هغه عذاب چه تاسوئی په تلوارئ غواړئ ﴿۷۲﴾
اویقیناً ستا رب خامخا فضل والادی په خلقوباندی اولیکن ډیرددوی نه شکرنه کوی (داللّه تعالٰی) ﴿۷۳﴾
اویقیناً ستا رب خامخا پوهیږی په هغه خبرو چه پټوی ئی سینی ددوی او په هغه دوی ئی ښکاره کوی ﴿۷۴﴾
او نیشته هیڅ پټه (خبره او خصلت) په آسمان او ځمکه کښی مگرپه کتاب ښکاره کښی ده ﴿۷۵﴾
یقیناً دا قرآن بیانوی په بنی اسرائیلو باندی ډیری داسی مسئلی چه دوی په هغی کښی اختلاف کوی ﴿۷۶﴾
اویقیناً دا قرآن خامخا هدایت دی اورحمت دی دپاره د مؤمنانو ﴿۷۷﴾

[۷۱] دا زجردی منکرینوته په انکار دقیامت سره -
[۷۲] دا جواب دی په طریقه دتخویف دنیوی سره ځکه چه بَعْضُ الَّذِي نه مراد عذاب ددنیا دی او دا اتم خطاب دی -
[۷۳] داهم زجردی چه اللّه تعالٰی ددوی نه عذاب روستو کوی په فضل خپل سره لیکن دوی ددی فضل شکرنه کوی اودا نهم خطاب دی -
[۷۴] دا دلیل عقلی دی او رد دشرک فی العلم دی اولسم خطاب دی -
[۷۵] دا هم دلیل عقلی دی اورد دی په شرک فی العلم باندی او (كِتَابٍ مُبِينٍ) نه مراد لوح محفوظ دی او ددواړن دلیلونو مطلب دادی چه اللّه تعالٰی د حالاتوددی منکرینونه ښه خبردی لیکن مهلت ورکوی -
[۷۶] دا ترغیب الی القرآن دی اوهرکله چه بعضی دغائب څیزونونه اختلافات د بنی اسرائیلو وؤ نوپه دی آیت کښی ئی اشاره اوکړه چه دغه قسم غائبات په قرآن کریم سره ښکاریږی - اوپه دی کښی اشاره ده چه واقعات د سلیمان علیه السلام بنی اسرائیلو پټ کړی اوبدل کړی وؤ اوپه سلیمان علیه السلام ئی دروغ وئیل نوپه دی سورة کښی دهغی بیان اوشو -
[۷۷] داهم ترغیب دی قرآن ته په ذکرددوؤ صفتونو جامعو سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>