أَمَّنْ خَلَقَ ۹۲۹ النمل

إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ بِحُكْمِهِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْعَلِيمُ ﴿۷۸﴾ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّكَ عَلَى الْحَقِّ الْمُبِينِ ﴿۷۹﴾ إِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَى وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَاءَ إِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِينَ ﴿۸۰﴾ وَمَا أَنْتَ بِهَادِي الْعُمْيِ عَنْ ضَلَالَتِهِمْ إِنْ تُسْمِعُ إِلَّا مَنْ يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا فَهُمْ مُسْلِمُونَ ﴿۸۱﴾

یقیناً ستا رب فیصله به اوکړی په مینځ ددوی کښی په حکم خپل سره اوهغه زورآور دی پوهه دی په هرڅه باندی ﴿۷۸﴾
نو ځان اوسپاره په اللّه تعالٰی باندی یقیناً ته په حق ښکاره باندی ئی ﴿۷۹﴾
یقیناً ته اورول نشی کولی (کافرانوته چه د) مړو په شان وی او اورول نشی کولی (کافرانوته) چه دکنړوپه شان دی کله چه اوگرځی دوی شا کوؤنکی ﴿۸۰﴾
اوته نه ئی هدایت کوؤنکی (کافرانوته) چه د ړاندو په شان دی (چه بچ ئی کړی) دگمراهئ ددوی نه اورول نشی کولی مگرهغه چاته چه ایمان لری په آیاتونو زمونږ پس دوی تابعداری کوی ﴿۸۱﴾

[۷۸] دا تسلی ده رسول ته او یؤولسم خطاب دی اودحکم نه مراد قرآن دی نودا فیصله دنیوی ده اوترغیب دی قرآن ته یا دحکم نه مراد فیصله دآخرت ده نودا تخویف اخروی دی مخالفینوته -
[۷۹] داهم تسلی او تشجیع ده رسول اللّٰه ﷺ ته او دولسم او دیارلسم خطاب دی -
[۸۱،۸۰] داهم تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته څوارلسم او پنځلسم خطاب دی اوجواب دوهم دی چه هرکله ددی رسول دعوت حق مبین دی نوداپه دی کافرانو خلقو کښی اثر ولی نه کوی؟ نوجواب اوشو حاصل داچه ستا بیان په دوی کښی تاثیرنه کوی ددی مانع ددوی دطرف نه دی ستا دطرف نه هیڅ نقصان نیشته هغه داچه دوی په شان دمړو دی اودمړی ټول حواس او عقل بی کاره وی یعنی نه اوری اونه وینی اونه پوهیږی په عقل سره اودارنگ دوی په شان دکنړو دی اود کونړ حاسه داوریدلو بی کاره ده اودارنگ دوی په شان دړاندو دی چه حاسه دلیدلو ئی بی کاره ده - یعنی دعلم اسباب زړه، (عقل) او غوږونه او سترگی دی اوهغه لکه چه د مړی او کونړ او ړوند بی کاره دی داسی ددی کافرانو هم دی نودا په شان د ختم اللّه علٰی قلوبهم وعلٰی سمهم و علٰی ابصارهم غشاوة - بقره (۷) دی - هرکله چه مړی او کونړ په نا اوریدلو کښی شریک دی نوهغه دواړه ئی یوځا ذکرکړل او دواړو سره ئی لاتسمع ذکرکړی دی یعنی تشبیه ده دکافرانو عنادیانو د مړو او کنړو سره په نه اوریدلو کښی دادری تشبیهات په طریقه دتنزل سره دی یعنی اوله اعلٰی تشبیه ده ځکه چه په مړو کښی هیڅ حاسه نیشته اوپه کونړکښی صرف داوریدلو حاسه نیشته خوچه نه اوری نوسوچ او فکربه څرنگ اوکړی اوپه ړوند کښی صرف حاسه دلیدلو نیشته اوریدل او فکرخوکولی شی یادا تشبیهات په اعتبارد دری قسمونو دمنکرینو سره دی - (باقی مسئله د مړواوریدو اونه اوریدو به اشاء اللّه په تفسیردسورة روم کښی تفصیلاً راځی) (إِذَا وَلَّوْا) دا دزیادت تاکید دپاره دی یعنی کونږ نه اوری اوهرکله چه شا اوگرځوی بیا بالکل نه اوری - دارنگ دی کافرانو هم قرآن ته شا گرځولی ده (إِنْ تُسْمِعُ إِلَّا مَنْ يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا فَهُمْ مُسْلِمُونَ) معلومه شوه چه ایمان کامل والا دقرآن نه پوره فائده اخستلی شی - په دی آیت کښی ایمان تصدیق دقلب دی او اسلام ظاهری اعمال او طاعت کول دی او اسماع نه مراد اسماع دفائدی ورکولو ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>