أَمَّنْ خَلَقَ ۹۳۰ النمل

وَإِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَيْهِمْ أَخْرَجْنَا لَهُمْ دَابَّةً مِنَ الْأَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ أَنَّ النَّاسَ كَانُوا بِآيَاتِنَا لَا يُوقِنُونَ ﴿۸۲﴾ وَيَوْمَ نَحْشُرُ مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ فَوْجًا مِمَّنْ يُكَذِّبُ بِآيَاتِنَا فَهُمْ يُوزَعُونَ ﴿۸۳﴾

او هرکله چه پوره شی فیصله دعذاب په دوی باندی را اوباسو مونږ دوی لره یوځناور دځمکی نه خبری به کوی ددوی سره (ځکه چه) یقیناً‌ خلقو په آیاتونو ځمونږ باندی یقین نه لرلو ﴿۸۲﴾
اوپه کومه ورځ چه را جمع به کړو دهرامت نه یو ډله دهغه چاچه دروغژن گنړی آیاتونه ځمونږ پس دوی به حصی حصی کړی شی ﴿۸۳﴾

[۸۲] دا تخویف دنیوی دی په سبب دعدم ایمان بالآیات و القرآن - اومراد د وقوع دقول نه فیصله دغضب د اللّه تعالٰی ده په عدم قبولیت دتوبه او دایمان سره اونقل دی دابوسعید خدری په روایت سره هغه وخت به هله راځی چه ټول خلق به امربالمعروف او نهی عن المنکر پریږدی اود عبداللّه بن مسعود په روایت سره هغه وخت دی چه علماء حق مړه شی او علم ددین او دقرآن پاتی نشی - هرکله چه داسی راشی نوبیابه توبه نه قبلیږی اومؤمنان به نه پیداکیږی لکه چه نوح علیه السلام ته وحی اوکړی شوه (انه لن یؤمن من قومک الامن قد امن) هود (۳۶) نودغه وخت به دابة دځمکی نه پیداشی په حدیث مسلم کښی ذکردی چه دری علامات دقیامت چه ښکاره شی نوبیابه ایمان نه قبلیږی نمردمغرب نه راختل او دَجَّال او دابة الارض - اودارنگ بل حدیث دمسلم کښی علامات دقیامت لس ذکرکړی دی اوپه هغی کښی یو دابة الارض ده نومعلومه شوه چه دآبة الارض به ضرور راځی لیکن دهغی شکل او دهغی دخروج مکان اونور تفصیلی احوال په صحیح روایاتو سره ثابت نه دی (اگرچه تفسیر قرطبی او نورو مفسرینو لیکلی دی) نوپه دی باندی ایمان اجمالی کافی دی اوچاچه ددی مصداق عمررضی اللّه عنه یابل داعی دحق گرځولی دی نوهغه تفسیرقرطبی په ډیرسختئ سره رد کړی دی (تُكَلِّمُهُمْ أَنَّ النَّاسَ) اوله توجیه داده چه اَنَّ دوهم مفعول دی د تُکلمهم او بِآيَاتِنَا کښی بٰایٰات ربنا مراد دی معنیٰ داشوه چه دا دابة به خبری کوی چه خلق په آیاتونو درب ځمونږ یقین نه کوی ددوی وجی نه زه ئی را اولیږلم - دوهمه توجیه داده تکلمهم دپاره مفعول حذف دی ببطلان الادیان کلها سوی الاسلام او بعدم قول توبتهم او اَن متعلق دی په اخرَجنا پوری معنیٰ داده چه دا دابة خبرورکوی خلقو ته دابطال دټولو دینونو سیوا ددین اسلام نه یا به خبرورکوی په نه قبلیدلو دتوبی ددوی سره - او دابة به ددی وجی را اوباسو چه خلق زمونږ په آیاتونو باندی یقین نه لری - دریمه توجیه داده چه علیهم په معنیٰ لغوی سره دی یعنی جرح به کوی په انسانانودهغه وخت باندی په دی خبره چه ان الناس آه او بِآيَاتِنَا نه مراد آیات ربنا دی -
[۸۳] ددی آیت نه تخویف اخروی شروع دی د آیات الٰهیه دمکذبینو دپاره ( يُوزَعُونَ) بند به کړی شی په یوځای کښی بیابه بوتللی شی میدان دحساب ته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>