أَمَّنْ خَلَقَ ۹۳۱ النمل
حَتَّى إِذَا جَاءُوا قَالَ أَكَذَّبْتُمْ بِآيَاتِي وَلَمْ تُحِيطُوا بِهَا عِلْمًا أَمَّاذَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۸۴﴾ وَوَقَعَ الْقَوْلُ عَلَيْهِمْ بِمَا ظَلَمُوا فَهُمْ لَا يَنْطِقُونَ ﴿۸۵﴾ أَلَمْ يَرَوْا أَنَّا جَعَلْنَا اللَّيْلَ لِيَسْكُنُوا فِيهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۸۶﴾ وَيَوْمَ يُنْفَخُ فِي الصُّورِ فَفَزِعَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَنْ شَاءَ اللَّهُ وَكُلٌّ أَتَوْهُ دَاخِرِينَ ﴿۸۷﴾
ترهغی پوری چه کله دوی راشی اوبه وائی اللّه تعالٰی آیا تاسو دروغژن گنړل آیاتونه زما اوحال داچه نه وؤ راگیرکړی تاسو هغی لره په علم خپل کښی بلکه څه دی هغه چه تاسوکول ﴿۸۴﴾
اورابه شی فیصله دعذاب په دوی باندی په وجه دظلم ددوی پس دوی به خبری نشی کولی ﴿۸۵﴾
آیا نه گوری دوی چه یقیناً گرځولی ده مونږشپه (تیاری والا) چه آرام اوکړی دوی په هغی کښی اوورځ رنړا والا (چه کسب اوکړی په هغی کښی) یقیناً په دی کښی ډیردلیلونه دی هغه قوم لره چه ایمان راوړی ﴿۸۶﴾
اوپه کومه و رځ چه پوکی اوکړی شی په شپیلئ کښی نوگبراؤ به شی هغه څوک چه په آسمانونو کښی دی اوهغه څوک چه په ځمکه کښی دی مگرهغه څوک چه اللّه تعالٰی غواړی (دهغوی بچ کول) اوټول به راځی هغه ته عاجزی کوؤنکی ﴿۸۷﴾
[۸۴] دتکذیب په باره کښی تپوس او زورنه ده چه بغیردعلم او تحقیق نه ولی تکذیب کوئ یعنی اول خو انسان په یو خبره ځان پوهه کړی نو روستو دهغی نه بیاتصدیق یا تکذیب کوی (أَمَّاذَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ) یعنی سیوا دتکذیب نه نورهم تاسو ناکاره عملونه کول -
[۸۵] په دی کښی هم تخویف اخروی دی (وَقَعَ الْقَوْلُ) یعنی فیصله دعذاب په دوی باندی واجبه شوه - (فَهُمْ لَا يَنْطِقُونَ) یعنی حجت او دلیل نشی پیش کولی یامراد داچه په خوله باندی به ئی مهراوهلی شی -
[۸۶] هرکله چه مخکښی زجراوتخویف په انکار دآیات قرآنیه باندی وؤ اوس زجرورکوی په انکارد آیات عقلیه سره اودارنگ په دی کښی دلیل دی دپاره داثبات دبعث بعدالموت (يُؤْمِنُونَ) هغه څوک چه یقین کوی چه داتصرفات د اللّه تعالٰی دی -
[۸۷] ددی آیت نه تخویف اخروی شروع دی اودری حالات ئی په دی آیت کښی ذکرکړی دی او صحیح داده چه نفخ فی الصور دوه ځله ده اول دفنا دپاره اودوهمه دبعث دپاره - اوفزع او صعق یوشی دی اومراد ددی نه اوله شپیلئ ده دپاره دفنا ځکه چه ورپسی دغرونو حال ئی ذکرکړی دی اوهغی فناته فزع او صعق هم وائی ځکه چه ویره او بی هوشی به اول راشی نوبیا به مړه شی، په (إِلَّا مَنْ شَاءَ اللَّهُ) کښی اختلاف دی بعضو وئیلی دی شهداء دی او انبیاء علیهم السلام په کښی هم داخل دی اوبعضو وئیلی دی مراد ترینه ملائک دی - اوبعضو وئیلی دی چه مراد ترینه کل مؤمنان دی په قرینه د (۸۹) سره مطلب دادی چه فنا نه وړاندی کومه فزع او گبراهټ راځی نودوی به دهغی نه مستثنیٰ وی بالفرض که دوی هغه وخت موجود وی (وَكُلٌّ أَتَوْهُ) کل په معنیٰ کښی جمع دی نوضمیردجمع ورته راجع کول صحیح دی دوهم قول دادی چه دا نفخ فی الصور په ورځ دمحشرده روستو دبعث نه اوفزع په معنیٰ دصعق (بی هوشئ) دی -