أَمَّنْ خَلَقَ ۹۳۷ القصص

وَحَرَّمْنَا عَلَيْهِ الْمَرَاضِعَ مِنْ قَبْلُ فَقَالَتْ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى أَهْلِ بَيْتٍ يَكْفُلُونَهُ لَكُمْ وَهُمْ لَهُ نَاصِحُونَ ﴿۱۲﴾ فَرَدَدْنَاهُ إِلَى أُمِّهِ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ وَلِتَعْلَمَ أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۱۳﴾ وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَاسْتَوَى آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۴﴾

اومنع کړی وؤ مونږپه ده باندی پئ‌ ورکوؤنکی مخکښی ددی نه نو اوئیل (خوردده) آیا اوخایم تاسوته یو کوروالا چه پالنه کوی به دده ستاسو فائدی دپاره او دوی به دده خیرخواه وی ﴿۱۲﴾
نو واپس کړو مونږ ده لره مور دده ته دپاره چه یخی شی سترگی ددی اونه خفه کیږی اودی دپاره چه یقین اوکړی چه یقیناً وعده د اللّه تعالٰی رشتیا ده اولیکن ډیرخلق نه پوهیږی ﴿۱۳﴾
اوهرکله چه اورسیدو ځوانئ خپلی ته اوبرابرشو ورکړو مونږ ده ته فرق دحق او باطل اوپوهه ددین اودغسی بدله ورکوؤ مونږ‌ښائسته عمل کوؤنکو ته ﴿۱۴﴾

[۱۲] دا حسن تدبیر د اللّه تعالٰی دی دپاره د واپس کولو د موسیٰ علیه السلام خپلی مورته (حَرَّمْنَا) دا تحریم لغوی دی په معنیٰ دمنع سره ځکه چه په دغه عمرکښی تحریم شرعی ممکن نه دی (وَهُمْ لَهُ نَاصِحُونَ) وئیلی شوی دی چه فرعونیانوپه دی باندی اعتراض اوکړو چه ددی نه معلومه شوه چه ته ددی بچی مورپیژنی، نودی ورته جواب کښی اوئیل چه لَهُ ضمیر اهل بیت ته راجع نه دی په دلیل د لَكُمْ سره بلکه فرعون ته راجع دی نوهغوی چپ شول -
[۱۳] دا نعمت د اللّه تعالٰی دی روستو دصبرکولو نه په مصیبت باندی (أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ) ددی نه مراد هغه وعده ده چه په (۷) کښی ذکرشوی ده (لَا يَعْلَمُونَ) یعنی نه پوهیږی په ښه عاقبت دصبر په مصیبت باندی نو انتظار دنعمت نه کوی - اوبی صبری کوی -
فائده: مفسیرینو لیکلی دی چه فرعون دمور د موسیٰ علیه السلام دپاره یو دینار (اشرفئ) دورځی مقرر کړله اودا هغی لره دمال فئ په صفت سره جائز وه -
[۱۴] ددی آیت نه دوهم مقام دی تر (۲۲) پوری په دی کښی احوال او مصائب دځوانئ د موسیٰ علیه السلام دی یعنی مصیبت د قتل دقبطی - تضرّع اللّه تعالٰی ته تعبُّداً‌، او اتفاق دفرعونیانو په قتل د موسیٰ علیه السلام اوهجرت مدین ته - به دی آیت (۱۴) کښی انعام په موسیٰ علیه السلام قبل النبوت ذکردی (حُكْمًا) پوهه په احکام دنیویه کښی (عِلْمًا) پوهه داحکام اخرویه (كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ) تشبیه داحوالو د مورد موسیٰ علیه السلام سره ده څرنگ چه مورد هغه عمل اوکړو په امرد اللّه تعالٰی اوپه مصیبت کښی ئی صبراوکړو نوبیا خوشحاله کړی شوه - دغسی هرمحسن لره بدله ملاویږی یا تشبیه دحال د موسیٰ علیه السلام چه چالره اللّه تعالٰی په وړوکوالی کښی په طریقه دخرق عادت اوساتی نوهغه ته اللّه تعالٰی ددین پوهه او ذمه داری ورکوی نو اشاره شوه حال د خاتم النبین ﷺ ته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>