أَمَّنْ خَلَقَ ۹۳۸ القصص

وَدَخَلَ الْمَدِينَةَ عَلَى حِينِ غَفْلَةٍ مِنْ أَهْلِهَا فَوَجَدَ فِيهَا رَجُلَيْنِ يَقْتَتِلَانِ هَذَا مِنْ شِيعَتِهِ وَهَذَا مِنْ عَدُوِّهِ فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِي مِنْ شِيعَتِهِ عَلَى الَّذِي مِنْ عَدُوِّهِ فَوَكَزَهُ مُوسَى فَقَضَى عَلَيْهِ قَالَ هَذَا مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ عَدُوٌّ مُضِلٌّ مُبِينٌ ﴿۱۵﴾ قَالَ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي فَغَفَرَ لَهُ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۱۶﴾ قَالَ رَبِّ بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِلْمُجْرِمِينَ ﴿۱۷﴾

او داخل شو دی ښارته په وخت د غلفت د اوسیدونکو دهغی کښی نو اموندلو ده په هغی کښی دوه سړی جنگ ئی کوؤ دایو دقبیلی د موسیٰ علیه السلام نه وؤ اودابل د (ډلی) ددشمن دده نه وؤ پس مدد اوغوښتلو دده نه هغه سړی چه دقبیلی دده نه وؤ په مقابله دهغه سړی کښی چه ددشمن دده نه وؤ نو په موکه اووهو ده لره موسیٰ علیه السلام ختم ئی کړو ژوند دهغه اوئیل موسیٰ علیه السلام داد عمل دشیطان نه دی یقیناً دی دشمن گمراه کوؤنکی ښکاره دی ﴿۱۵﴾
اوئیل هغه ای ربه ځما یقیناً‌ ما ظلم کړی دی په ځان خپل باندی نوبخښنه اوکړی ماته نوبخښنه ئی اوکړه هغه ته یقیناً‌ اللّه تعالٰی بخښنه کوؤنکی رحم کوؤنکی دی ﴿۱۶﴾
اوئیل ده ای ربه ځما په وجه دانعام کولو ستا په ماباندی پس هیچ چیری به نه شم زه مددگار دمجرمانوز ﴿۱۷﴾

[۱۵] هرکله چه موسیٰ علیه السلام ددین د فرعون نه نفرت کوؤ نوهغوی سره ئی تعلق نه لرلو بلکه هغوی نه جدا به گرځیدلو ددی وجی نه ښارته دغرمی په وخت کښی یوضرورت دپاره داخل شو په دغه وخت عام خلق اوده وو او لفظ د علی دلیل دی چه دغفلت وخت دده مقصد وؤ (فَاسْتَغَاثَهُ) وئیلی شوی دی چه قبطی (چه قوم دفرعون نه وؤ) په اسرائیلی باندی په ظلم سره گیډی دخشاک دفرعون مطبخ ته اوړل غوښتل او هغه طاقت نه لرلو (فَوَكَزَهُ مُوسَى) امداد کول دمظلوم په ټولو دینونو کښی ضروری دی نو موسیٰ علیه السلام ددغه ظالم ددفع کولو دپاره هغه په سینه کښی په موکه باندی اوهلو اراده دقتل ئی نه وه کړی لیکن هغه اسرائیلی نه په آسانه طریقه نه جدا کولو په غیر دمُکیّ وهلونه (فَقَضَى عَلَيْهِ) دهغه کارئی پوره کړو داپه عرف کښی کنایه ده دمرگ نه یا ضمیر اللّه تعالٰی ته راجع دی معنیٰ دا چه فیصله اوکړه اللّه تعالٰی په هغه باندی دمرگ (هَذَا مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ) بعضو خلقو دلیل نیولی دی چه دا گناه وؤ ځکه چه نسبت ئی شیطان ته کړی دی - اول جواب دادی چه نسبت شیطان ته مستلزم دگناه نه دی لکه چه فتیٰ د موسیٰ علیه السلام نسیان دمهی شیطان ته نسبت کړی دی لیکن هرکله چه داسی کار په نتیجه باندی (چه تکلیف دی) شیطان خوشحالیږی ددی وجی نه هغی ته نسبت کیږی - دوهم جواب دادی چه هذا اشاره ده دغه مقتول ته او عمل لښکرته وئیلی کیږی - دریم داچه هرکله په دی کارکښی اذن د اللّه تعالٰی دطرف نه وؤ ځکه چه بغیرد وَکَز نه دهغه دفع کول هم ممکن وؤ نوخلاف اولٰی شو نو موسیٰ علیه السلام دخوف الٰهی دوجی نه شیطان ته نسبت اوکړو په منزله دگناه ئی اوگنړلو -
[۱۶] روستو د ښپیمانه کیدلو نه تضرع ئی اللّه تعالٰی ته اوکړله د بندگئ د اظهار په طریقی سره - بعضی خلقو دلیل نیولی دی چه ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي، دلالت کوی چه دا عمل د موسیٰ علیه السلام گناه وؤ، جواب دادی چه په قاعده د حسنات الابرار سیئات المقربین سره دغه عمل چه خلاف اولٰی وؤ گناه نه وؤ لیکن موسیٰ علیه السلام دهغی نه تعبیر په ظلم سره اوکړو اودهغی ئی مغفرت طلب کړو لفظ دظلم او طلب دمغفرت مستلزم دگناه نه دی بلکه داسی الفاظ تعبُّداً‌ استعمالیږی لکه چه نبی ﷺ ابوبکرصدیق رضی اللّه عنه ته داسی دعا خودلی ده اللّّهم إني ظلمت نفسي ظُلمًاًًً كثيرًاًً. ولا يغفر الذنوب إلّّّا أَنْتَ. فاغفر لي مغفرةًًًً (ترآخره پوری) (فَغَفَرَ لَهُ) په طریقه داِلهام (چه قبل نبوت نه پیغمبرانو ته معلومیږی) ورته معلومه شوه -
[۱۷] په دی کښی دوه قولونه دی اول قول دادی چه دا جمله خبریه ده او وعده ده په آینده زمانه کښی په دی کښی بیا دوه توجیه دی اوله توجیه، چه دا اسرائیلی مِن وجه مجرم وؤ دده امداد ما اوکړو لیکن آینده دپاره دداسی مجرمانو امداد نه کؤم - دوهمه توجیه داده چه اوس خو ددی مظلوم په امداد کښی ځما نه قتل اوکړی شو خوتاراباندی انعام دمغفرت اوکړو نودارنگ آئنده دپاره به هم هیڅ مجرم امداد نه کوؤم بلکه دمظلوم مدد به کوؤم - دوهم قول دادی چه دا دعا ده او انعام دمغفرت او نورنعمتونه ئی وسیله اوگرځوله چه ددی په وسیله سره ماآئنده دپاره دمجرمانو دامداد نه بچ اوساتی - د عطا رضی اللّه عنه نه روایت دی چه حلال نه دی چه څوک دی دظالم سره مدد کوی اونه دی دهغه دپاره کاتب (منشی) وی اونه دی د هغه ملگرتیا کوی تفسیرقرطبی کښی تفصیل نقل کړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>