أَمَّنْ خَلَقَ ۹۳۹ القصص
فَأَصْبَحَ فِي الْمَدِينَةِ خَائِفًا يَتَرَقَّبُ فَإِذَا الَّذِي اسْتَنْصَرَهُ بِالْأَمْسِ يَسْتَصْرِخُهُ قَالَ لَهُ مُوسَى إِنَّكَ لَغَوِيٌّ مُبِينٌ ﴿۱۸﴾ فَلَمَّا أَنْ أَرَادَ أَنْ يَبْطِشَ بِالَّذِي هُوَ عَدُوٌّ لَهُمَا قَالَ يَا مُوسَى أَتُرِيدُ أَنْ تَقْتُلَنِي كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًا بِالْأَمْسِ إِنْ تُرِيدُ إِلَّا أَنْ تَكُونَ جَبَّارًا فِي الْأَرْضِ وَمَا تُرِيدُ أَنْ تَكُونَ مِنَ الْمُصْلِحِينَ ﴿۱۹﴾
پس صبا کړو موسیٰ علیه السلام په ښارکښی ویره کوؤنکی انتظارئی کوؤ نوناگهه هغه کس چه مدد ئی دده نه غوښتلی وؤ پرون ورځ چغی ئی وهلی ده ته اوئیل ده ته موسیٰ علیه السلام یقیناً ته خامخا سرکش ښکاره ئی ﴿۱۸﴾
پس هرکله چه قصد اوکړو چه را اونیسی هغه کس چه هغه دشمن ددواړو دی اوئیل هغه ای موسیٰ علیه السلام آیا ته غواړی چه ماقتل کړی لکه چه تا قتل کړی یوتن پرون ورځ نه غواړی ته مگر چه شی ته زورآوری کوؤنکی په دی ملک کښی اونه غواړی چه شی ته داصلاح کوؤنکونه ﴿۱۹﴾
[۱۸] داسی خوف د صالحینو او انبیاء دشان نه څه بعیده نه ده (يَتَرَقَّبُ) انتظار ئی کوؤ چه اوس به زه دفرعون دربار کښی طلب کړی شم یادا معنیٰ چه حالات ئی معلومول (يَسْتَصْرِخُهُ) په دی لفظ کښی اشاره ده چه ددی سړی فریاد دپرونی سړی نه زیات وؤ ځکه چه هغه صرف د مدد دطلب دپاره آواز کړی وؤ اونن دی سړی چغی اوهلی (قَالَ لَهُ مُوسَى) راجح داده چه ضمیر د لَهُ راجع دی اسرائیلی ته (لَغَوِيٌّ مُبِينٌ) ددی وجی نه چه بی طاقته ئی اوبیا هم هره ورځ د زورور سره جنگونه کوی اودهغوی امر نه منی یاددی وجی نه چه ستا په وجه پرون ځمادلاسه سړی قتل شو - اودوهمه توجیه داده چه ضمیرقبطی ظالم ته راجع دی -
[۱۹] په دی کښی دوه احتمالونه دی اول دا چه بالذی عدولهما مراد اسرائیلی دی چه پرونی قبطی او ننی قبطی دواړو دشمن دی نودی اسرائیلی گمان اوکړو چه نن مالره قتل کوی نو دپرونی حال ئی ښکاره کړو - دوهم احتمال دادی چه مراد ددی نه قبطی دی چه دشمن دی د موسیٰ علیه السلام اوددی اسرائیلی، اوهغه په طریقه دگمان سره اوئیل چه پرونی سړی به هم تاقتل کړی وی او موسیٰ په دی عمل کښی احتیاط اوکړو چه دوکز په ځای نن بطش اوکړو ځکه چه حدیث صحیح کښی راځی چه مؤمن دیوسوری نه دوه کرته نه چیچلی کیږی (جَبَّارًا) هغه څوک دی چه دځان دپاسه دهیچ چا قانونه نه منی (مِنَ الْمُصْلِحِينَ) اول صفت ثبوتی او دوهم صفت صلبی ئی ذکرکړی دی دپاره دډیری مبالغی کولو -