أَمَّنْ خَلَقَ ۹۴۰ القصص
وَجَاءَ رَجُلٌ مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ يَسْعَى قَالَ يَا مُوسَى إِنَّ الْمَلَأَ يَأْتَمِرُونَ بِكَ لِيَقْتُلُوكَ فَاخْرُجْ إِنِّي لَكَ مِنَ النَّاصِحِينَ ﴿۲۰﴾ فَخَرَجَ مِنْهَا خَائِفًا يَتَرَقَّبُ قَالَ رَبِّ نَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۲۱﴾ وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلْقَاءَ مَدْيَنَ قَالَ عَسَى رَبِّي أَنْ يَهْدِيَنِي سَوَاءَ السَّبِيلِ ﴿۲۲﴾
اوراغی یونارینه دلری طرف دښارنه منډی وهلی اوئیل ئی ای موسیٰ علیه السلام یقیناً مشران د مصرجرگه کوی ستاپه باره کښی چه قتل کړی تالره نو اوځه یقیناً زه تالره دخیرخواهانو نه یم ﴿۲۰﴾
نو اوتلو دهغی نه ویره کوؤنکی انتظار ئی کوؤ اوئیل ده ای ربه بچ کړی مالره دقوم ظالمانونه ﴿۲۱﴾
اوهرکله چه مخ ئی کړوطرف دمدین ته اوئیل ده امید دی چه رب ځما به روان کړی مالره په برابر لار (دمدین) ﴿۲۲﴾
[۲۰] هرکله چه ددغه قبطی یقین راغی چه پرونی قتل موسیٰ علیه السلام کړی دی نوخبرئی فرعون ته اورسوؤ نودهغه ارکان شوریٰ د موسیٰ دقتل په باره کښی اتفاقی فیصله اوکړله هغه خبره مشهوره شوه نورجل مؤمن (چه نوم ئی حزقیل یا شمعون یا شمعان وؤ) موسیٰ علیه السلام ته په تادئ سره خبرراؤړو - اوهغه ته ئی دخیرمشوره ورکړه، مسلمان باندی دبل مسلمان حفاظت د مال او ددم واجب دی اودی ته نصیحت وئیلی کیږی اودغسی په سورة یٰس (۲۰) کښی دی اووجه فرق هلته بیانیږی -
[۲۱] عمل کول په خبردیوشخص عادل باندی جائزدی - اوهرکله چه ورسره قرینی دصدق موجود وی بیا خو په هغی باندی عمل کول ضروری دی - دلته هم موسیٰ علیه السلام ته معلومه شوی وه چه داخبرخورشو اوداخلق به ما وژنی اوخبرددغه شخص صادق هم ورسره ملگری شو نو موسیٰ علیه السلام ددی وجی نه فی الحال عمل اوکړو اوخوف ئی ځکه کوؤ چه خبررشتینی وؤ اودعمل شروع کولو او سفرکولو سره هم دعا په کارده اودا هجرت د موسیٰ علیه السلام دظالم قوم نه دپاره دحفاظت دځان دی اوداهم سنت دانبیاء علیهم السلام دی -
[۲۲] ددی آیت نه دریم مقام دی تر (۲۹) پوری په دی کښی تکالیف په موسیٰ علیه السلام باندی په سفردمدین کښی بغیردتوښی نه او اوږی کیدل دهغه اوسره ددینه دکمزورو خلقو سره امداد کول، بیاخپل ځان مزدورکول، داټول ذکردی، اوورسره نعمت هم ذکردی نکاح دیو رجل صالح دلورسره اوسبب دحلال رزق موندل دی - په دی آیت (۲۲) کښی دسفرد موسیٰ علیه السلام ابتداء ده او اسباب دسفرورسره نیشته اولار دمدین هم ورته نه ده معلومه اومسافت هم اته ورځی وؤ لیکن صرف په توکل د اللّه تعالٰی باندی روان شوی دی دا اعلٰی درجه توکل دی - موسیٰ علیه السلام ته معلومه وه چه مدین دفرعون دتسلط نه بهردی بل داچه مدین دابراهیم علیه السلام د اولا نه وؤ دهغه په نوم داښارجوړشوی وؤ دهغه اولاد په کښی اوسیدل نو موسیٰ علیه السلام د نسبی اشتراک اودنبوت د کورنئ په وجه سره ددی ښار سفرغوره کړو (أَنْ يَهْدِيَنِي) مخکښی آیت کښی دعا دنجات وه اوپه دی کښی دعاد مقصد حاصلولو ده -